لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:افغانستان کې دسولې امکانات زیات شوي


دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي دافغانستان اوجنوبي ایشیا لپاره دامریکا متحدوایالتونو ستراتیژۍ په سیمه کې دمثبتو پرمختګونو سبب شوې ده.

محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ دامریکا مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال جوزف ووټل سره لیدنه کې دسیمې له هیوادونو وغوښتل چې دافغانستان او جنوبي ایشیا لپاره داعلان شوې ستراتیژۍ او همدا راز دافغان سولې په پروسه کې داسې رول ترسره کړي چې پایلې یې مثبتې وي.

له ارګ څخه دخپور شوي بیان له مخې اشرف غني د جنرال جوزف ووټل سره دخبرو پرمهال ویلي تربل هروخت په افغانستان کې دسولې امکانات زیات شوی او ددې لپاره افغان حکومت په ملي ،سیمه ییزه،نړیواله اود اسلامي هیوادونو په کچه بشپړه همغږي او اجماع رامنځته کړې ده.

جمهور رییس ویلي،دافغانستان خلک او وسله وال طالبان له روانو جګړو ستړي شوي او د تیر وړوکي اختر پرمهال له شوي اوربند څخه په ډاګه شوه چې هغوی دیوې دایمي او باعزته سولې غوښتنه لري.

د ارګ چارواکو ویلي ،په دې لیدنه کې دواړو لورو دافغانستان دانتخاباتو،امنیتي ځواکونو د لاپیاوړتیا او ترهګرۍ سره دګډې مبارزې په تړاو خبرې وکړې.

دارګ خبري سرچینې ویلي دامریکا متحدو ایالتونو مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال جوزف ووټل،له ولسمشر اشرف غني سره په خبرو کې دافغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د رامنځته شویو پرمختګونو ستاینه وکړه.

جنرال جوزف ووټل ويلي،د امریکا متحده ایالت دافغانستان نړیوال ستراتیژیک ملګری هیواد دی اوپه همدې اساس به یې هرډول مرستې له افغان ولس او حکومت سره دوام پیدا کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG