لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مسلم لیګ ن، پیپلز، اې این پي، ایم ایم اې او نورو ګوندونو د انتخاباتو بهیر مشکوک بللی


په پاکستان کې د انتخاباتو د کمېشن له خوا لا تر اوسه د ننیو عامو انتخاباتو رسمي نتیجې نه دي راغلې، خو مسلم لیګ نواز، پیپلز او ځینو نورو ګوندونو بیا پر انتخابي عمل او د ووټونو د شمېرلو پر بهیر شکونه څرګند کړي او ویلي یې دي چې د انتخاباتو له مرکزونو د دوی ایجنټان ایستل شوي دي.

د مسلم لیګ نواز ګوند ویاندې مریم اورنګزېب له رسنیو سره په خبرو کې تور پورې کړ، چې وایي "د ووټونو د شمېرلو بهیر د بندو دروازو شاته تر سره کېږي او د نتایجو په فهرست (فارم-۴۵) کې بدلون راوستل کېږي".

د انتخاباتو د کمېشن مشر بابر یعقوب له رسنیو سره په وروستیو خبرو کې وویل، که هر څوک پر انتخاباتي بهیر اعتراز لري کمېشن به یې شکایتونو ته ځواب ووایي. بابر یعقوب وویل:

"د فارم- ۴۵ هیڅ کمي نه شته، د څومره پولنګ ایجنټانو چې قانوني اجازت وي هغومره موږ د انتخاباتو مرکز ته دننه ور پرې ایښي دي".

په داسې حال کې چې مسلم لیګ نواز ګوند د ووټونو د شمېرلو پر بهیر شکونه څرګند کړي، غیررسمي نتایج ښیي چې تحریک انصاف ګوند په قومي اسمبلۍ او د پنجاب او پښتونخوا په صوبایي اسمبلیو کې زیاتې څوکۍ ګټلې دي او د دې ګوند پلویان د هېواد په بېلابېلو برخو کې د خپلې کامیابۍ خوشالۍ کوي.

پاکستان پیپلز ګوند، متحده قومي غورځنګ پاکستان او پاک سرزمین ګوندونو هم په سیند صوبه کې پر انتخابي عمل شکونه څرګند کړي دي، همدارنګه متحده مجلس عمل، عوامي نېشنل ګوند، تحریک لبیک پاکستان او بلوچستان نېشنل ګوند هم د ووټ شمېر بهیر مشکوک بللی او ویلي یې دي چې پولنګ ایجنټان یې له انتخابي مرکزونو ایستل شوي دي.

د پیپلز ګوند مشرانو رضا رباني او شېري رحمن یوې بیړنۍ خبري غونډې ته په وینا کې وویل، له ټول هېواده یې د درغلۍ ۲۵۰ شکایت تر لاسه کړي او غوښتنه یې وکړه چې د انتخاباتو کمېشن باید د سیاسي ګوندونو شکایتونه واوري او ځواب ورته ووایي. شېري رحمن په دې مهال وویل:

"د انتخاباتو پر بې طرفۍ چې کوم شکونه را پورته شوي دي د انتخاباتو کمېشن د شپې تر دوولس بجو مخکې باید د دې نوټس واخلي"

له بلوچستان صوبې د بېلابېلو ګوندونو کاندیدانو په انتخاباتي مرکزونو کې د درغلۍ شکایتونه کړي او ویلي یې دي چې د ووټ اچولو عمل په قصدي توګه ورو ساتل شوی وو، چې له کبله یې د دوی پلویانو ونه کړای شول، چې پر وخت ووټونه واچوي.

د کوټې د صوبایي اسمبلۍ د پي بي-۳۱ حلقې له انتخابي مرکز سره پر ځانمرګي برید برسېره هلته انتخابي عمل ونه ځنډول شو. پر دې حلقه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند کاندید نصرالله خان زېري په خپل ویډیویي پیغام کې د انتخاباتو له کمېشنه غوښتنه وکړه، چې د دې حلقې په ۱۲ انتخابي مرکزونو کې دي د انتخابي عمل وځنډول شي، ځکه چې وایي خلک چاودنې وېرولي او ووټ اچولو ته نه ورځي، خو انتخابات ونه ځنډول شول.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG