لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زرڅانګې په وړومبي ځل "کوک سټوډیو "څخه په اردو ژبه سندره وویله

دپښتو د فولکلوري موسیقۍ وتلې سندرغاړې زرڅانګې په وړومبي ځل دپاکستان دموسیقۍ تر ټولو سترې ادارې “کوک سټوډیو” څخه دخپل هنر څرګندونه په اردو ژبه کې کړې ده.

د کوک سټوډیو د ۱۱م سیزن په پيل دموسیقۍ دغه سترې ادارې د اردو د ژبې د مترقي شاعر فیض احمد فیض مشهور نظم "ہم دیکھیں گے" دپاکستان دبیلابیلو سیمو په هنرمندانو ریکارډ کړی دی.

ددغه نظم د ویلو دپاره کوک سټوډیو د پښتو دوه سترې سندرغاړې زرڅانګه اؤ ګل پاڼه انتخاب کړي دي.

ګل پاڼه د پښتو په جدیده موسیقۍ کې د نوي کهول د خوښې سندرغاړې ده اؤ زرڅانګه دفولکلوري موسیقۍ هغه دروند نوم دی چې نه یوازې د تیر وخت بلکې د نوي نسل پیغلې اؤ زلمي یې هم غرسنی غږ د زړه نه خوښوي.

ګل پاڼې تر دې وړاندې هم د کوک سټوډیو څخه سندرې ویلي وې خو زرڅانګه په لمړي کوک سټوډیو پخپل نظر کې اخستې اؤ په اردو ژبه یې پرې د فیض احمد فیض کلام ویلی دی.

زرڅانګه په نړیوال کچه د پښتو دفولکلوري موسیقۍ یوه ځلنده نامه ده چې دپاکستان حکومت ورته په غوره خدماتو صدارتي ایوارډ ورکړی اؤ د نړۍ دمختلفو هیوادونو څخه یې هم جایزې اؤ ایوارډونه ګټلي دي.

هرڅو که زرڅانګه له پښتو پرته په بله هیڅ یوه ژبه نه پوهیږي خو په دغه نظم کې دهغې د اواز فطرتي خواږه په اردو ژبه کې هم اوریدونکي ځانته مائله کوي.

کوک سټوډیو دپاکستان تر څنګ په هندوستان کې هم دخپلو مینه والو یوه پراخه حلقه لري اؤ ددغه سټوډیو نه ریکارډ شوې زیاتره سندرې د نړیوال شهرت بڼه خپلوي.

په "ہم دیکھیں گے" نظم کې د اردو صوفیانه کلامونو وئیونکې وتلې سندرغاړې عابده پروین ،علي عظمت،ابرار الحق ،جواد احمد،حمیره ارشد، نتاشه بیګ،احد رضا میر،عطاء الله عیسی خیلوي،جیمي خان،عاصم اظهر،مومنه مستحسن اؤ ګڼ نور سندرغاړي شامل دي.

خو ددغه کلام په ویډیو کې د ګرد پاکستان دخلکو کلتور، موسیقۍ اؤ سیمه ییزو سازونو ته هم خاص پام ګرځول شوی دی.

د کلام په ویونکو کې په لمړي ځل نرښځیانو ته هم استازیتوب ورکړل شوی اؤ‌ دلکي اؤ نغمې په نوم دوه نرښځیان هم د پاکستان د وتلو سندرغاړو ترڅنګ د فیض احمد فیض دغه تاریخ نظم وایي چې په سوشل میډیا دموسیقۍ یو شمیر مینه والو دا نوښت ستائیلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG