لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افتاب شیرپاؤ:دټګۍ دلارې پښتانه مشران پارلیمان نه لرې ساتل شوي


افتاب شیرپاؤ
افتاب شیرپاؤ

دپاکستان دپښتون ملت پاله سیاسي ګوند قومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شیرپاؤ تور لګولی چې په۲۵مه جولايي ترسره شوؤ ټولټاکنو کې په لویه کچه د ټګۍ له لارې دپښتنو حقیقي مشران وروستو پاتې کړل شوي دي.

پخپل یو تازه بیان کې ښاغلي شیرپاؤ د ټولټاکنو د نتیجو منلو نه انکار کړی اؤ ویلي یې دي چې په دې ټولټاکنو کې دترهګرۍ ښکار پښتانه د خپلې رایې ورکولو نه محروم ساتل شوي.

په عین حال کې د دیني ګوندونو د ائتلاف متحده مجلس عمل مشر مولانا فضل الرحمان ویلي دشوؤ ټولټاکنو لغوه کولو دپاره به ټول ګوندونه خپلو کې یو موټی کوي.

مولانا فضل الرحمان نن دټولو ګوندونو یو ګډ کانفرنس هم د پيپلز ګوند د مشر اصف علي زرداري په مشرۍ کې رابللی چې په دغه کانفرنس کې به هغه سیاسي ګوندونه خپله راتلونکې تګلاره اعلانوي چې دټولټاکنو نتیجې یې نه دي منلي.

افتاب احمد خان شیرپاؤ ویلي په ټولټاکنو کې هڅه شوې چې پښتانه مشران د پارلیمان نه لرې وساتل شي اؤ دهغه ګوند په هیڅ حال ددې ټاکنو نتیجې نه مني.

نوموړي دریځ خپل کړی چې پارلیمان ته دپښتنو سیاسي مشرانو د ورتګ مخې نیولو سره به افغان شخړه اؤ دپښتنو د حقونو وضعیت نور هم کړکیچن شي.

هغه وویل پښتانه وړاندې نه دترهګرۍ اؤ ګڼو نورو ستونزو سره مخ وؤ اؤ اوس چې پارلیمان ته د پښتنو مشرانو د ورتګ مخه نیول شوې نو د پښتنو په ستونزو د خبرو کولو دپاره به پارلیمان کې د پښتنو هیڅ استازی نه وي .

دمتحده مجلس عمل مشر مولانا فضل الرحمان هم خبریالانو ته ویلي چې ټولټاکنې وشوې خو په دې ټولټاکنو کې د ولس رایې پټې کړل شوي دي.

هغه ویلي نن کیدونکي ټول ګوندیز کانفرنس کې به سیاسي مشران خپله راتلونکې تګلاره واضحه کړي اؤ هیڅکله به چاته اجازه ورنکړي چې په ولس خپله رایې په زوره وتپي.

دمولانا فضل الرحمان اؤ افتاب شیرپاؤ په ګډون دپاکستان دزیاتره سیاسي ګوندونو پښتانه مشران په ترسره شوؤ ټولټاکنو کې دماتې سره مخ شوي چې په هغې کې د اسفندیار ولي خان،محمودخان اڅکزي، سراج الحق ، امیر مقام،ایمل ولي اؤ سکندر شیرپاؤ نومونه د یادولو وړ دي.

په پاکستان کې زیاتره ګوندونه اؤ څیړونکي په ۲۵مه جولایي ترسره شوؤ ټولټاکنو کې د ټګۍ تورونه لګوي خو په دغو ټاکنو کې د بریالي شوي ګوند تحریک انصاف مشر عمران خان پرون پخپله یوه وینا کې ویلي چې دمخالفو ګوندونو لخوا د لګول شوؤ تورونو پلټنو ته اماده دی.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG