لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ننګرهار:دافغان ځواکونو هوایي بریدونو کې ۱۶نور داعشیان وژل شوي


افغان ځواکونو دپاکستان سره په پوله پروت ختیز ولایت ننګرهار کې د داعش په ضد د خپلو هوايي‌ بریدونو لړۍ پراخه کړې ده اؤ چارواکي وایي په تازه بریدونو کې دداعش نور ۱۶ ترهګر وژل شوي دي.

تیره ورځ هم دننګرهار بیلابیلو سیمو کې دافغان ځواکونو عملیاتو کې ۱۲ داعشیان وژل شوي وؤ.

د شنبې په ورځ دافغانستان ددفاع وزارت پخپل یو بیان کې ویلي چې امنیتي ځواکونو دننګرهار په اچین ،ده بالا،چپرهاراؤ نازیانو ولسوالیو کې د تیر یو شواروز په مهال دداعش د وسله وال یو شمیر ځالو باندې هوایي بریدونه کړي چې پکې ۱۶ داعشیان وژل شوي.

ننګرهار چې په افغانستان کې دداعش تر ټولو ستر مرکز یادیږي په دې وروستیو کې پکې افغان امنیتي ځواکونو ددغه ترهګرې دلې په ضد عملیات چټک کړي اؤ افغان چارواکي دعوه کوي چې په دې عملیاتو کې دداعش په لسګونو جنګیالي وژل شوي.

دننګرهار د والي ویاند د زیارت په ورځ هم خبریالانو ته ویلي وو چې دننګرهار بیلابیلو سیمو کې ۱۲ داعشیان وژل شوي.

خو داعش لا تر دې مهاله ددغو دعوؤ په هکله څه نه دي ویلي.

ننګرهار کې دداعش په ضد زیات بریدونه په اچین اؤ چپرهار ولسوالیو کې کیږي چې دغه سیمې د دداعش قومي مرکزونه ګڼل کیږي .

تیر کال داپریل میاشت کې امریکایي ځواکونو په اچین ولسوالۍ کې دداعش په ترهګرو تر ټولو ستر بم (دبمونو مور) هم غورځولی ؤ چې دداعش ګڼ مهم مشران پکې وژل شوي وؤ.

XS
SM
MD
LG