لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني د عمران خان د بيان هرکلی کړی


د افغانستان ولسمشر اشرف غني د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان ته په انتخاباتو کې په بريا اومبارکي ویلې او د افغانستان په اړوند د هغه د بيان هرکلی يې کړی دی.

په پاکستان کې د افغانستان سفير ډاکټر عمر زاخېلوال په ټويټر ليکلي، افغان ولسمشر عمران ته اومبارکي ويلې ده او د هغه د دغه بېان هرکلی يې کړی دی چې پکې نوموړي په افغانستان کې د سولې او ثبات دپاره د پاليسو راوړ اراده څرګنده کړې او دواړو هېوادونه يو بل ته نزدې کوي.

ښاغلي زاخېلوال ویلي، دوی غواړي چې د دغو اهدافو دپاره په شريکه کار وکړي.

د پاکستان تحريک انصاف وياند نعيم الحق هم ويلي اشرف غني عمران خان ته د اومبارکۍ ټيليفون کړی او د کابل د دورې بلنه يې هم ورته ورکړې ده.

ميډيا سره په خبرو کې نعيم الحق وويل عمران خان د اشرف غني بلنه قبول کړې او زر یې د کابل د سفر ژمنه کړې ده.

عمران خان د ۲۵م جولايۍ په انتخاباتو کې د بريا وروستو په دوېمه ورځ د خپل حکومت د تګلارې وړاندې کولو په وېنا کې ويلي ؤ هغه د افغانستان په ګډون د ګاونډي هېوادونو سره د اړيکو ښه کولو ویلي ؤ.

نوموړي ويلي ؤ غواړي چې حکومت يې د افغانستان سره پولې پرانستې پرېږدي.

عمران خان ويلي ؤ افغانستان د جنګونو د لاسه هاغه کړیدلی هیواد دی چې وګړو یې د نړۍ د ټولو انسانانو نه زیات تکلیفونه زغملي او زياته کړې يې وه افغانستان امن غواړي او پاکستان هم غواړي چې افغانستان کې باید افغان او قراري وي.

هغه ويلي ؤ د حکومت جوړولو وروستو به افغانستان ته د خپلې مرستې لاسونه ورغځوي او د حکومت به یې هڅه دا وي چې په دغه هیواد کې امن ټينګ شي.

عمران خان وویل څنګه چې داروپایي هېوادونو ترمینځ پولې پرانستې پرتې وي دغسې به د هغه حکومت غواړي چې افغاستان سره پولې پرانستې وساتي.

نوموړي دا هم ويلي ؤ چې دا مهال امریکا په افغانستان کې شتون لري نو د حکومت به یې هڅه دا وي چې امریکا سره هم دوستانه اړیکې ولري او‌ دغه اړیکې دې د افغانستان ،امریکې او پاکستان دری واړو په ګټه وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG