لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ای اېن پي خوشدل خان د ووټونو په دوېم ځل شمېره کې کامياب وګرځول شو


خوشدل خان
خوشدل خان

د عوامي نيشنل ګوند (ای اېن پي) د خېبرپښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ کانديد خوشدل خان د ووټونو په دوېم ځل شمېره کې کامياب وګرځول شو، په وړومبۍ شمېره کې هغه په دوېم نمبر ؤ.

خوشدل خان د پېښور نه د پي کی ۷۰م نه د ای اېن پي کانديد ؤ، او په ۲۵م جولايۍ ترسره شوؤ عامو انتخاباتو کې د غېر سرکاري غېر ختمي نتيجو ترمخه په دغه حلقه د پاکستان تحريک انصاف ګوند شاه فرمان د ۱۵زره ۴۰۴ ووټونو سره کامياب ګرځول او د خوشدل ووټونه ۱۵ زره ۳۵۷ ښودل شوي وو.

خوشدل خان په دوېم ځل د ووټونو د شمېرې دپاره خواست کړی او نن د زيارت، پنجشنبې په ورځ د د ريټرننګ افسر لخوا په ورکړی شوې نتيجه کې د خوشدل خان ووټونه ۱۴زره ۸۷۱ او د شاه فرمان ووټونه ۱۴زره ۶۸۴ دي.

خوشدل خان په اول ځل په ۴۷ ووټونه بايللې او اوس يې په ۱۸۷ ووټونه وګټله.

د خوشدل خان يو پولينګ ايجنټ مشتاق دراني وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، دوی د انتخاباتو په ماښام دغه شکايت کړی ؤ چې د دوی د کانديد نتيجې بدل کړی شوي ځکه چې دوی ته نتيجه د شپې په دوه بجې ورکړی شوې وه.

هغه وويل دوی خبر ؤ چې کانديد يې ګټلې خو ناکامه کړی شوې او د هغې دپاره دوی په دوېم ځل د ووټونو د شمار غوښتنه کړې وه.

دراني زياته کړه د خوشدل کاميابي د دوی د ګوند هغه دريځ رښتيا ثابتوي چې په انتخاباتو کې درغلي شوې ده.

شاه فرمان د حلقه ۷۱ نه هم کاميابي ترلاسه کړې ده.

د خوشدل خان ووټونه په داسې حال کې زیات شوي چې عوامي نيشنل ګوند، مسلم ليګ ن، پيپلزپارټي او متحده مجلس عمل د ۲۵م جولايۍ د عامو انتخاباتو نتيجې رد کړي او تور يې لګولی دی چې په دغو انتخاباتو کې ښکاره درغلي شوې ده.

خو د پاکستان د ټاکنو کمېشن دغه تورونه ردوي او وايي سوتره ټاکنې يې ترسره کړي دي.

د خوشدل نه علاوه عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ دپاره نور شپږ کانديدان کامياب شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG