لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په آی اس آی باندې نیوکه کونکی قاضي اوس د خپل امنیت په اړه ځورېږي


هغه قاضي چې ویلي یې وو د پاکستان استخباراتي اداره (آی اس آی) د هېواد په قضایه چارو کې لاسوهنه کوي، اوس د خپلې کورنۍ د امنیت په اړه اندېښنه لري.

د اسلام اباد د هايې کورټ قاضي شوکت عزیز صدیقي د پاکستان جیف جسټس (لوی قاضي) ته په یو لیک کې د خپل ځان او کورنۍ د امنیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې.

په صدیقي باندې داسې تورونه پورې شویدي چې له خپل واک څخه یې ناوړه ګټه اخیستی.

قاضي شوکت عزیز صدیقي تر دې مخکې د پاکستان په استخباراتي ادارې (آی اس آی) باندې تور لګولی وو، چې پر قاضیانو باندې فشار راوړي ترڅو د خپلې خوښې پایلې ترلاسه کړي.

په آی آس آی باندې تل دا تورونه وي چې د ژورنالستانو، سیاسي مشرانو او د مدني ټولنې د فعالینو په کیسونو (دوسیو) کې لاسوهنه کوي.

خو دا لومړی ځل دی چې پر دندې د یو برحال قاضي د خپل خوندیتوب (امنیت) په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي که څه هم دوی په دغه لیک کې د آی آس آی نوم په څرګندو ټکو نه دی یاد کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG