لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"مونږ د ورانو ښارونو خلک به له اسلام اباده امن غواړو"، محسن داوړ او علي وزير


"مونږ د ورانو ښارونو اوسېدونکو د انتخاباتو نه وړاندې هم له اسلام اباده د امن خېر غوښتو له راغلي وو او د انتخاباتو نه وروستو به هم د امن هغه حق په پارليمان کې غواړو کوم چې مونږ ته د پاکستان ائين راکړی دی".

دغه خبرې د شمالي او جنوبي وزیرستان څخه په انتخاباتو کې بريالي شوؤ محسن داوړ او علي وزير پرون د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وېنا کې کړي دي.

محسن داوړ د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ په حلقه اېن ای ۴۸ باندې کامياب شوی او علي وزير د جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ حلقه اېن ای ۵۰م ګټلې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دغو مخکښو مشرانو ویلي، دوی ته غدار ویل شوي خو د ډېری خنډانو باوجود اولس دوی ته رایې ورکړه او د سولې د غوښتو د دوی د بياني پخلی يې وکړو او دوی ته يې ووټ ورکړو.

دوی په وزيرستان کې د پوځي عملياتو نه وروستو د سيمې خلکو ته ورپېښې ستونزې رسنیو ته وړاندې کړې او وې يې ويل د سوګند پورته کولو نه وړاندې د خلکو په وړاندې سوګند کوي چې د مظلومو غږ به نه يواځې پارليمان ته رسوي بلکې د امن ائيني حق به ورته ترلاسه کوي.

په داسې حال کې چې په ۲۵م جولايۍ انتخابات ترسره شوي او د نوي حکومت جوړېدو خبرې رواني دي، محسن دواړو وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل، دا فېصله مو لا نه ده کړې چې د حکومت په جوړولو کې به ووټ چا له ورکوؤ خو د دوی بيانيه به هم هغه د پښتون ژغورنې د غورځنګ وي".

هغه وويل "دوی غواړي چې بې درکه کسان عدالتونو ته وړاندې شي، په هاغه خاوره د جنګ روان کاروبار ختم شي، يو کمېشن جوړ شي چې په دغه خاوره څومره مرګ ژوبله او زور زياتي شوي د هغې پلټنې وکړي کوم لاسونه چې په جرمونو کې ککړ دي هغو له سزا ورکړي".

هغه وويل د دوی دوېمه غوښتنه د سیمې واک سېول انتظاميې ته سپارل دي او دغه خبرې چې د دوی سره څوک مني د دوی ملاتړ به هم د هغو خلکو سره وي.

دا چي د پښتون ژغورنې غورځنګ سره به اوس هم دوی مشورې کوي؟ دغې پوښتنې ته په ځواب کې علي وزير وويل "زمونږ په هر عمل کې به مونږ ته د پي ټي اېم راې راځي د پي ټي اېم جوتې ښکاره خبري دی او دغه خبرې به مونږ مخ په وړاندې بوځو".

هغه وويل پښتنو او مظلومونو قومونو ته به د حق ترلاسه کولو پورې خپله مبارزه دوامداره ساتو.

داړو او وزير د سياسي ګوندونو نه خواست کړی چې د سياسي جوړ جاړي، اخستو خرڅولو او اولسي مېنډېټ سره د غدارۍ د چاپيريال نه دوی محفوظ وساتي.

"د دوی حیثيت به ازاد وي او ائيني او قانوني تقاضو ته په کتو سره به د سيمې د راتلونکې په ګټه په حکومت يا اپوزيشن کې د ګډون پرېکړه کوي خو دوی به په ازاد حيثيت وي د چا سره به ګډ نه وي".

دوی ويلي ضرب عضب او راه نجات پوځي عمليات ډېر مخکې پای ته رسېدلي خو د سيمې خلک لا هم د کډوالۍ په ژوند کولو مجبوره دي او جنوبي وزيرستان اوس هم په ځمکه کې د ښخو ماينونو نه ډک دی.

دغه ډول خلک لا هم په پوځي عملياتو کې ورانو شوؤ کنډر کورونو کې ناست دي او خوېندې ميندې د خپلو ورکو شوؤ خپلوانو لارې څاري، ځکه دوی يو ځل بيا د جنګ نه پناه غواړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG