لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په خېبرپښتونخوا کې ۱۴ضلعې د ډينګي په لړ کې حساسې ګرځول شوي


د خېبر پښتونخوا د ډينګي ماشي او ناروغۍ په وخت د انتظام د ادارې مشره ډاکټره شاهين افريدي وايي د بارانونو په موسم کې د ډينګي خورېدو امکان زيات شوی او د دوي محکمې په دغه لړ کې خلکو ته د پوهاوي خبرداری "الرټ" جاري کړی دی.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ډاکټر شاهين وويل، ۱۴ضلعې يې روان کال د ډينګي ناروغۍ په لړ کې حساسې ګرځولي دي او هلته په ۲۵۷ يونين کونسلو کې د اوس نه حفاظتي تدابير نيولي دي،

"په حساسو ضلعو کې پېښور، مردان، صوابې، نوښار، مانسهره، اېبټ اباد، هري پور، لکي مروت، کوهاټ، چارسده، بونيراوسوات ضلعې هم شامل دي".

ډاکټر شاهين وايي د خبرداري په کمپاين کې يي د ډينګي ماشي پېدا کيدو او چيچلو نه بچ کېدو لارې ښودل شوي دي، څنګه خلک د دغه ماشي څخه ځانونه بچ وساتي.

ډاکټرې وويل د ماشي د چيچلو نه بچ کېدو د پاره د کمرو ورونه (دروازې) او کړکو ته جالۍ لګول، د لنډولستوڼو جامې نه اغوستل، داسې جامې اچول پکار دي چې ټول بدن پرې پټ وي او د ماشو نه بچ کېدو دوائيانې لګول پکار دي.

ډاکټر شاهين وايي په کور کې د تازه اوبو ښکاره پريښودل نه دي پکار ځکه چې د ډينګي ماشي په تازه اوبو کې خپل نسل زېږوي او زياتوي " د کوټو په چتونو باندې اوبه، بالټي کې تازه اوبه، ټائيرونو کې اوبه او د هر هغه ځايي چې تازه اوبه پکې ډنډ کيږي د ډينګي ماشو افزائش پکې کيږي"

ډاکټر شاهين وايي ډينګي ماشې د "يلو فيور" او ذيکه وائرس ناروغو خورولو سبب هم جوړيږي.

ښاغلې ډاکټرې وويل تېر کال په خېبر پښتونخوا کې ۲۴ زره ۹۰۰ د ډينګي پېښې ثبت شوې وې، او د ډينګي ښکار ۷۰ تنانو خپل ژوندد لاسه وکړی وو.

هغې وويل روان کال ۳۳ کېسونه مخې ته راغلي دي چې پکې ۲۲ د صوبې نه د بهر علاقو نه راغلي مريضان دي.

"د صحت محکمې کارکوؤنکي نن د چهټۍ په ورځ هم کور په کور ګرځي او خلکو ته د ډينګي ماشي خوړلو نه بچ کېدو طريقې ښايي".

ډينګي تراوسه پورې د خېبرپښتونخوا مرکز پېښور تر ټولو زيات اغېزمن کړی خو چارواکي ادعا کوي په پېښور کې د ډينګي د مخنيوي دپاره کوټلي ګامونه پورته کړي دي خو بايد خلک په خپله هم ځانونه د ډينګي څخه وژغوري او په ټولنه کې د پوهاوي په کمپاين کې برخه واخلي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

XS
SM
MD
LG