لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستانۍ ميډيا د سخت سانسور "سنسرشپ" سره مخ ده


پاکستان کې ژورنالسټان او د رسنیو د ازادۍ دپاره کار کوونکې ‌‌ډلې وايي د تېرې يوې مودې نه د سانسور (سنسرشپ) سره مخ د پاکستاني رسنيو (ميډيا) ستونزې نورې سېوا شوي دي.

د پاکستان په ټيلي ويژن چېنلو د پروګرامونو کوربانه ژورنالسټان وايي د دوی تيار پروګرامونه په ټيلي ويژن چېنلو نه خپرول کيږي، او په دغسې کولو ميډيا په خپله د سختو نيوکو سره مخ ده.

په "جيو نيوز" ټیلي ويژن باندې د پروګرام (نيا پاکستان) کوربه طلعت حسېن په ټويټر ليکلي،

"د جيو ايډيټوريل کمېټۍ زما د نني ماښام د پروګرام سره پوره ټوقه وکړه، دوی د پروګرام لوموړۍ برخه لرې کړې ځکه چې په دغه برخه کې په انتخاباتو کې په درغلۍ کېدو بحث شوی ؤ".

هغه په يو بل ټویټ کې ويلي د پروګرام د دغه برخې بيا ريکارډ کولو ورته ویل شوي خو هغه ورته انکار کړی ځکه چې د هغه په وېنا په دغه بحث کې هيڅ غلط نه ؤ.

پاکستان کې په ميډيا د سنسرشپ بحث په داسې حال کې تود شوی چې پاکستان تحريک انصاف ګوند د ۲۵م جولايۍ انتخابات ګټلي او په دغو انتخاباتو زياتره سياسي ګوندونه د پوځ په لاس وهنه د درغلیو تورونه لګوي.

طلعت حسېن لیکلي، "څوک چې دا سنسرشپ کوي ښکاري چې په ملک کې به ازاد بحث ناممکنه شي او که چرته په انتخاباتو کې درغلي نه ده شوې نو بيا چا ته په بحث څه مسله ده".

د ژورنالسټانو د حقونو او رسنيو د ازادۍ دپاره کار کوونکې غېر دولتي ادارې فريډم نېټ ورک مشر اقبال خټک پاکستان کې د سنسرشپ په اړوند په يو ټويټ کې ویلي،

"پاکستان کې ژورنالسټان د رښتيا ويلو دپاره د رسنيو د رسمي لارو، ټيلي ويژن چېنلو او ورځپاڼو په ځای، غېر رسمي لارې ټويټر او فېس بک کاروي، ځکه چې په پاکستان کې رسنۍ د سخت سنسرشپ سره مخ دي".

نوموړي په ټويټ کې د انتخاباتو ۲۰۱۸م او پاکستان تحريک انصاف هېش ټېګ هم ورکړی دی.

سياستمدار فرحت الله بابر په ټويټر ليکلي، "پرون د مولانا فضل الرحمان مرکه په جيو نيوز خپره نه شوه، او نن د اختر مېنګل د مرکې خپرولو نه هم انکار وشو، زمونږ د ژورنالسټانو ورورولۍ هم دا غلامي په خوشحالۍ قبوله کړې ده، دوی د خپل ځان دپاره غږ نه شي پورته کولی د بل دپاره به خاورې غږ پورته کړي".

طلعت حسېن په ټویټر د عوامي نيشنل ګوند د يو مشر زاهدخان یو ویډیو پېغام خپور کړی چې پکې زاهد خان په ټي وي پروګرام کې د کړو خبرو يادګېرنه کوي او وايي چې د هغه خبرې نه دي خپرې شوي.

زاهد خان ويلي "د بده مرغه په پاکستان کې نن هم میډيا ازاده نه ده او پته نشته چې د کوم ځای نه ورته لارښوونه کيږي او کوم ډول لار ښوونه ورته کیږي".

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې يادې ورځپاڼۍ ډان تېره مياشت ويلي ؤ" د تېرو څو مياشتو راهسې د ورځپاڼې په پوځي چاؤڼو او د ملک په بېلابيلو برخو کې په وېش بندېز لګول شوی دی".

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې نوموړي اقبال خټک ويلي ؤ په "پاکستان کې څه قوتونه، څه تنظيمونه، څه رياستي او څه غېر رياستي خلک هغوی د اظهار رای په ازادۍ يقين نه لري او د ډان په وېش بندېز لګول د خلکو د اظهار رای د ازادۍ د اساسي حق په ضد دی".

ډان په داسې وخت کې د بندېزونو په اړوند بيان جاري کړی ؤ چې د صحافت د ازادۍ نړیوال تنظیم انټرنیشنل پرېس انسټېټیوټ (ايي پي ايي) ویلي د پاکستان پوځ په مطبوعاتو فشار اچوي او خپله مفکوره پرې ورتپل غواړي.

نوموړي خټک د ۲۵م جولايۍ د عامو انتخاباتو نه وړاندې ويلي ؤ دوی ګڼي چې په ژورنالسټانو او میډيا باندې فشار راوستل ښايي چې ځينې قوتونه د دې لارې د راتلونکو انتخاباتو په اړوند خلکو ته سم مالومات ونه رسوي.

د پاکستان په پوځ، عدلیه او ټاکنو په کمېشن په عامو انتخاباتو کې د درغلیو تورونه لګي خو د پاکستان پوځ د انتخاباتو نه وړاندې ويلي ؤ چې د انتخاباتو په مهال د دوی کار يواځې امنيت سمبالول او پرامنه ماحول ورکول دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG