لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

درېوؤ کالو کې خیبر پښتونخوا کې ۵۵ نرښځیان وژل شوي


دپاکستان په خیبر پښتونخوا صوبه کې دنرښځیانو په ضد د تشدد اؤ کرکې لړۍ ورځ تر بلې پیاوړې کیږي اؤ په یو تازه راپور کې راغلي چې د تیرو درېوؤ کلونو په موده کې په خیبر پښتونخوا کې ۵۵ نرښځيان وژل شوي اؤ‌۱۱۳۳نور وهل شوي،زورؤل شوي اؤ‌ رټل شوي دي.

دنرښځیانو د زورؤل کیدو په اړوند په لمړي ځل د نرښځيانو دحقونو دپاره کارکوونکي یو غیر دولتي سازمان (ټرانزیکشن الائنس) خپل یو درې کلنی راپور خپور کړی چې پکې دنرښځيانو په ضد کیدونکو جرمونو اؤ‌ دبیلابیلو لارو څخه دهغوئ زورونې ته ګوته نیول شوې ده.

راپور کې ويل شوي چې نرښځیان دادارتي، ټولنيزو کرکو اؤ نيغ په نيغه د تشدد په ګډون د زورؤلو بیلابیلو پېښو سره مخ دي.

د راپور له مخې دکال ۲۰۱۵م څخه ۲۰۱۷م پورې خیبر پښتونخوا صوبه کې نرښځیانو سره٣١٠ دجنسي زورولو او بريدونو،١٥٧ دجنسي تيري،٩٧ دتشدد او بدني بدسلوکۍ،٦٩ دتښتولو او ٣٦٩ دويرولو او اجتماعي تشدد پېښې مخې ته راغلي دي.

دغه راپور کې ویل شوي چې خیبر پښتونخوا کې نرښځیان دژوند تيرولو او ازادۍ په څير داساسي حقونو څخه بې برخې دي،حالانکې ددغو حقونو تحفظ اؤ ضمانت هغوي ته دپاکستان په اساسي قانون کې ورکړى شويدى.

دراپور له مخې په نرښځيانو کیدونکی دغه زور زیاتی دنرښځيانو ټولنه سخته اغيزمنوي اؤ ددغو حالاتو اؤ ګواښونو له امله هغوي دخپلې پيژندګلو په پټولو مجبوريږي.
راپور کې په تفصیل سره ویل شوي چې څرنګه نرښځیان په ټولنه کې د بدې رویې اؤ تاؤ تریخوالي سره مخ دي ؟

راپور کې دکال ٢٠١٥م څخه ٢٠١٧م پورې د۵۵ؤ نرښځيانو دوژنې يادونه شوې ده.
دخیبر پښتونخوا دنرښځيانو داتحاديې مشرې فرزانه جان ددغه راپور په اړوند وائس اف امریکا ډیوه سره په خبرو کې ویلي چې دا په خېبرپښتونخوا کې دخپل نوعيت لمړى راپور دى چې پکې دهغوي د ايني حقونو څخه کیدونکې سرغړونې ته ګوته نیول شوې ده.
هغې وويل دکومو پېښو يادونه چې په دې راپور کې شوې ده، هغه ډیرې لږې دي ځکه چې زياتره پېښې پټې پاتې شي اؤ‌ مخې ته رانه شي.

فرزانه جان وایي دخیبر پښتونخوا لرې پرتو سيمو کې دنرښځيانو ټولنه دځانونو په ضد دکیدونکي تشدد پېښې مخې ته نه راوړي.

هغه زیاتوي "نرښځیان پوهیږي چې که خپل ځان سره په شوي زیاتي ډير ویر اؤ‌ غوغا وکړي خو څوک یې خبرې ته غوږ نه نیسي.اؤ برعکس ویریږي چې که دچا د زیاتي حال ووایي هغوي به ورته زیان ورسوي ځکه نو خاموشي غوره ګڼي"
فرزانه جان وويل دنرښځيانو دټولنې په ضد تشدد نه يوازې دا چې دهغوي دژوند تيرولو حق تر ګواښ لاندې راولي بلکې دا دهغوي ازادۍ هم محدودوي چې پکې تګ راتګ. وينا او نورې ازادۍ شامل دي،
هغې وويل دنرښځيانو سره چې څنګه چلند کیږي ددې دبدلولو لپاره به په اصل ستونزه پوهيدل او ددې غوره هوارى راويستل وي،
دنرښځيانو داتحاديې عمومي سکتر ارزو خان وويل دتيرو دوؤ کلونو راهسې په خېبرپښتونخوا کې دنرښځيانو ورورولي دلويې کچې دتشدد سره مخ ده،
ارزو خان وويل نرښځيان هم دپاکستان وګړي دي او لکه دنورو ټولنو پشان دښه ژوند تيرولو حق لري خو له بده مرغه دغه حق څوک نه ورکوي.

دنرښځیانو د حقونو دپاره کارکوونکی ښاغلی قمر نیسم وایي صوبه کې چې د نرښځیانو سره د زور،ظلم کومې پېښې کیږي په هغې کې د زیاترو د تاڼو دننه ایف ایي ار نه درج کیږي اؤ نه هم په اکثره سیمو کې دغه پېښې ثبت کیږي.

ډیوه سره خبرو کې ښاغلي نیسم ویلي د قانوني کړکیچونو له ویرې ، دلانجمن عدالتي نظام اؤ د پولیسو په تاڼو کې د نرښځیانو سره د کیدونکې بدسلوکۍ له امله زیاتره نرښځیان په عمومي ډول د خپلو شکایتونو درج کولو څخه ډډه کوي.

هغه وویل نرښځيانو ته دپېښو زیاترو ستونزو هواري دپاره د پولیسو اؤ نرښځیانو د ټولنې تر مینځ غوره اړیکې زیاتې اړینې دي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG