لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان له افغانستان سره پر پوله ۶۰ زره نور پوځيان ځای پر ځای کړي


پاکستان به له افغانستان سره پر لانجمنه پوله (ډېورنډ) د ترهګرو د تګ راتګ د مخنيوي او ګزمې دپاره نور ۶۰ زره پوځيان ځای پر ځای کړي.

دغه خبره د امريکا بلومبرګ خبري ادارې د پاکستان د پوځ يوه چارواکي- چې د پولې له موضوع سره تړاو لري- له قوله کړې ده.

د نوم نه ښکاره کولو په سر پوځي چارواکي ویلي، پر پوله د پوځیانو ځای پر ځای کولو دپاره ۴۰ فيصده پوځیان ګومارل شوي او زياته کړې يې ده، چې پر ۱۴۵۶ميله لانجمنه پوله باندې پاکستان د ازغن تار لګولو ۳۰ فيصده کار هم بشپړ کړی دی.

خو د پاکستان پوځ له افغانستان سره پر پوله د نورو پوځيانو د ځای پر ځای کولو په اړه په رسمي ډول کوم بيان نه دی جاري کړی.

دغه تازه راپور په داسې حال کې خپور شوی چې د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان چې د وزيراعظم دپاره نومول شوی هغه د ۲۵م جولايۍ په ټولټاکنو کې تر بريا وروستو په خپله لومړۍ وېنا کې له افغانستان سره د اړيکو د ښه کولو ویلي وو.

عمران خان ويلي وو غواړي چې له افغانستان سره پوله د يورپ په څېر د تګ راتګ دپاره پرانيزي.

څيړونکي وايي د پاکستان او افغانستان د اوږدې مودې نه ترينګلو اړيکو کې څه قدرې ښه والی راغلی او د عمران خان دپاره ښه موقع ده چې دغه اړيکې نورې ښې کړي که څه هم دغه کار کول به ورته ډېر اسان نه وي.

پاکستان د ۲۰۱۶م کال راهسې افغانستان سره د ډېورنډ په کرښه چې نزدې ۲۶۰۰ کلوميټره اوږدوالی لري ارغن تار لګول پېل کړي دي.

راپورونه وايي د دوه کالو پورې موده کې به پاکستان د ۵۳۲ اربه ډالرو په لګښت په پوله ارغن تار او نزدې ۷۵۰ پوستې جوړې کړي.

پاکستان د ډېورنډ کرښه نړيواله پوله مني خو افغانستان يې په رسميت نه مني.

تېر کال افغان ولسمشر اشرف غني د ډېورنډ د کرښې د نوم اخیستو پرته ويلي وو،" څوک چې فکر کوي په خاردار (ازغن) سيم به ولسونه سره بيل کړي، بيا دې فکر وکړي، مونږ چې توپونو او بمبارونو سره بيل نه کړو، سيمونه مو په تاريخ کې نه شي بېلولی".

افغان دولت وايي د ډېورنډ د کرښې پرېکړه به کوم حکومت نه بلکې د کرښې دواړو غاړو ته پراته قومونه به يې کوي.

د پاکستان پوځ تېر کال ويلي ؤ د کال ۲۰۱۸م د دسمبر د مياشتې پورې به په پوله يو انچ ځای بې له ازغن تاره خالي پاتې نه شي.

د پاکستان پوځي وياند مېجر جنرال اصف غفور د جون په مياشت کې ويلي وو "د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر پوله به د سيمو ازغن تار بې د ودرولو پوره کوو او په شريکو ګټو کې د افغانستان مرستو ته اړتيا ده".

پاکستان وايي د ډېورنډ په کرښه د پولې پورې غاړې افغانستان د لوري نه راوړېدونکو ترهګرو د مخنيوي دپاره ازغن تار او پوستې جوړوي.

په عېن حال کې چې پاکستان د افغانستان سره په پوله د سيمو ازغن تار لګوي او بل لور ته عمران خان وايي چې د افغانستان سره اړیکې ښه کول غواړي، دغه هېواد (پاکستان) د امريکې لخوا د افغانستان په اړوند د سخت فشار سره مخ دی.

د امريکا صدر ډانلډ ټرمپ تېر کال د اګست په مياشت کې د سويلي اسيا او افغانستان دپاره په خپله اعلان کړې تګلاره کې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې.

نوموړي ویلي ؤ چې پاکستان د امريکا نه په ملينونو ډالره اخستې خو په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي دي.

ټرمپ د روان کال په لومړۍ نېټه په يو ټويټ کې ويلي پاکستان د امریکا نه ۳۳ اربه ډالره اخستي او په بدل کې يې ورته دروغ ويلي او ټګې يې ورسره کړې ده.

له دغې وروستو امریکې د پاکستان امداد هم بند کړی ؤ.

خو پاکستان امریکايي تورونه ردوي او تل دغه دريځ تکراروي چې په خپله خاوره يې د ټولو ترهګرو پرضد بې توپيره عمليات کړي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG