لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د هوايي حدودو (قلمرو) کنټرول افغانانو ترلاسه کړ


افغان ولسمشر اشرف غني د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې چې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر په نامه یایږي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د رادار نوی جوړ شوی سیستم پرانیست چې له دې سره د افغانستان د هوايي حدودو کنټرول د افغانانو لاس ته ورغی.

له دې سره به اوس د افغانستان په هوايي حدودو کې د بې پیلوټه الوتکو په ګډون ټولې غیر مجاز الوتکې لیدلی او څارلی شي.

د افغانستان د جمهوري ریاست لخوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي دي چې ولسمشر اشرف غني په دې اړه خپلو خبرو کې وویل چې د ملي وحدت د حکومت مهمه ژمنه د فضايي خپلواکۍ ترلاسه کول وو چې هغه نن ترلاسه شو.

اعلامیه د ولسمشر له خولې لیکي، هغه هوايي کورېډورونه چې باید د افغانستان له فضا څخه تېر شوی وای پخوا ممکن نه و، خو اوس دا کار ممکن شو.

اشرف غني وړاندې ویلي، زموږ مهم هدف دا دی چې افغانستان د سیمې په څلور لارې بدل شي او نن افغانستان د هوا له لارې په څلور لارې بدل شو او ژر به د ځمکې له لارې هم دغه هدف ته ورسېږو.

ولسمشر غني دا هم وویل، کومه بیه چې موږ د هوايي خدمتونو لپاره پرې کوله، سلګونه میلیونه ډالره کېدله، خو نن به د افغانانو په لاسونو د نوې ټکنالوجۍ په کارولو سره د هوايي خدمتونو قېمت کم، کیفیت لوړ او عواید زیات شي.

اشرف غني د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د حریم د خوندیتوب او نظم په موخه اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې هیڅوک له وسلې سره د هوايي ډګر دننه پرېنږدي او د الوتکو مخکې د هرکلي په موخه د بې ځایه تشریفاتي هرکلیو مخه ونیسي.

د افغانستان د هوايي چلند د خپلواکې ادارې مشر محمود شا حبیبي په دغه مهال وویل، د رادار په دغه نوې سیستم کې د ۲۱پېړۍ تر ټولو نوې ټکنالوجي کارول شوې چې په سیمه کې ساری نه لري.

تر دې وړاندې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د مشکوکو هیلې کوپټرو له لیارې په ځینو سیمو کې مشکوک وسلوال ګومارل شوي وو چې ټولو ته د اندېښنې وړ وو.

پخواني افغان ولسمشر اشرف غني هم دا منلې وه چې د افغانستان په بغلان ولایت کې یو شمېر مشکوکې هیلې کوپټرې مشکوک کسان کوزوي او ژمنه یې کړې وه چې په دې اړه به څېرنې کوي چې دا الوتکې د چا او دغه مشکوک وسلوال څوک دي خو تر ننه دا روښانه نه شوه.

له دې وړاندې د افغانستان هوايي حریم، د ناټو او امریکايي ځواکونو له خوا کنټرول کېده او کله چې په ۲۰۱۶ کال کې یې د افغانستان د هوايي حریم د څارلو مسولیت پریښود، په دغې موده کې دا چارې د یو بهرني قراردادي شرکت له خوا، چې افغانانو هم په کې ونډه درلودله، اداره کیدلې.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې د چارواکو په وینا افغانستان د رادار نوی سیستم په ۳۶ سیمو کې لګول شوی دی او د دغه هیواد د ټول هوايي حریم د کنټرولو او څارلو ظرفیت لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG