د پاکستان د انتخاباتو کمیشن د خیبرپښتونخوا اسمبلۍ د ۲۳مې حلقې شانګلې په انتخابي نتیجه له دې امله لغوه اعلان کړې چې دغلته ښځو په ډېر لږ شمیر ووټونه اچولي وو او سر دوباره یې په دغه حلقه د ټاکنو کولو امر کړی دی.
په ۲۵م جولایي په پاکستان کې تر سره شوو ټولټاکنو کې له حلقه پي کې ۲۳ شانګلې نه د پاکستان تحریک انصاف کاندید د ۱۷۳۹۹ رایو په اخیستو ګټه تر لاسه کړې وه.
په دغه حلقه کې د ښځینه ووټرانو شمېر ۸۶۶۹۸ دی او د ټولټاکنو د کمیشن د قانون له مخې اړینه ده چې ۱۰ فیصده ښځې به ارو مرو د رایو ورکولو عمل کې شاملې وي خو د ټولټاکنو په ورځ له دغې حلقې څخه یوازې ۳۵۰۵ ښځو رایې ورکړې وې.
د پاکستان د ټاکنو کمیشن په اووم اګست په لږ شمیر د ښځو د رایو ورکولو په سر د شوکت یوسفزي د بریالیتوب د اعلامیې نه خپرولو امر کړی او نن د جمعې په ورځ د کمیشن مشر سردار محمد رضا ددغې معاملې له اوریدو وروسته امر کړی چې په حلقه پي کې ۲۳ دې بیا د سره ووټونه وکړل شي.
د ټاکنو کمیشن ویلي چې ډیر زر به په دغه حلقه د سر دوباره ووټونو دپاره مهالوېش یا شیډول خپور کړي.
تر دې وړاندې به کوز او بر دیر سیمو کې د ټولټاکنو په مهال د سیمې مخورو سړو خپلو کې تړونونه کول چې ښځې به ووټونو اچولو ته نه پریږدي خو د کال ۲۰۱۳م په ټاکنو کې د ټاکنو کمیشن د بره دیر په یوه حلقه یوازې له دې امله سر دوباره ووټونه کړي وو چې په ورکړل شوو رایو کې د ښځو د رایو شمېر بېخي ټيټه وه.
د ټاکنو د کمیشن مشر سردار رضا نن د شانګلې د معاملې اورېدلو په مهال ویلي چې د ټاکنو د کمیشن تېرې فیصلې ښې نتیجې ورکړي او په اوسنیو ټولټاکنو کې له بر دیر څخه ۳۰ فیصده مېرمنو ووټونه اچولي دي.