لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ميا افتخار: "پرله پسې راته ادارې د ګواښونو خبرونه راکوي"


د عوامي نيشنل ګوند عمومي سېکتر ميا افتخار حسېن وايي "پرله پسې يې ملکي دولتي ادارې خبروي چې هغه ته ګواښونه دي"، او يواځې په يوه اوونۍ کې ورته دوه ځله دغه ډول خبرونه ورکړی شو.

وي او ای ډیوه سره په ځانګړو خبرو کې نوموړي وويل، وروستی خبر ورته د پاکستان د ترهګرۍ پرضد مرکزي ادارې (نېکټا) لخوا ورکړی شوی او په هغې کې ورته نوم څرګند کړی شوی چې يو تن يې په نخښه کېدو پسې لګېدلی دی.

هغه وايي د کال ۲۰۰۹م راهسې د دغه ډول ګواښونه سره مخ دی خو تازه ورکړی شوی خبر ورته ډېر خطرناک ښودل شوی دی.

"ټولې ملکي ادارې خبر کړی شوي دي، نېکټا ويلي چې حسنېن افريدی نومې وړوکی هلک دی ښه تربيت يافته دی د ۲۲ کالو دی او هغه پسې رالېږل شوی دی، بيا که څه وشو ادارې به وايي خپله زمه وارې يې پوره کړې ځان يې خلاص کړو چې دی مونږ خبر کړی دی".

هغه وويل د وروستي ګواښ نه پس ورسره حکومت د امنيت په اړوند رابطه کړې ده.

هغه زياته کړه د وړاندې نه موجود پوليس ترې تېر (د پي ټي ايي) حکومت اخيستي، بيا يې ورکړي، بيا ترې د چيف جسټس د وېنا وروستو بیرته اخيستل شوي خو د وروستي ګواښ نه پس ورته شپږ پوليس ورکړی شوي دي.

خو نوموړی وايي دا ورته هم ډېره ګرانه ده چې دغو شپږو کسانو ته ګاډی او خوراک څښاک هم هغه ورکوي.

هغه وايي د کال ۲۰۱۰م نه وروستو يې خپله حجره خالي کړې، کور او حجره يې د زوي په نوم د جوړې ادارې دپاره ورکړي دي او د ادارو په وېنا هغه خپل جومات ته هم نه شي تلی.

ښاغلي ميا افتخار وويل، "وړاندې به راته نېغ په نېغه ډېر ګواښونه کېدل چې کله يې حکومت ؤ، او د هغې وروستو ورسره د تحريک طالبان پاکستان لخوا دوه ځله رابطه شوې چې پکې ورته يو ځل د عمران لخوا د روغې جوړې د خبرو په مهال د کردار ادا کولو هم ويل شوي وو".

د دغه پوښتنې چې پرله پسې د ګواښونو سره څه احساس لرئ؟ هلې ځلې مو ودروئ کنه؟ په ځواب کې هغه وويل، دا هر څه په خپل ځای چې په انتخاباتو کې د هغه ګټه بدل کړی شوې خو"په داسې وخت کې چې زه د حکومت او پاليسو جوړولو برخه نه يم بيا مې ترهګر څنګه په هدف کوي".

هغه وويل که د جمهوريت دپاره کار کوي او د ترهګرۍ پرضد کار کوي هدف هم هغه دی نو بيا د پاکستان حکومت له پکار ده چې د هغه خبرې ته غوږ کېږدي او د هغه اواز بچ کولو کوشش وکړي ځکه چې نن هغه د جمهوريت د بچ کولو دپاره لګيا دی.

"زما غوندې ډېر خلک شهيدان شو، يو ميا افتخار به هم ترې لاړ شي خو دا خو اواز دی سوچ دی فکر دی که دا وطن او خاوره رښتیا څوک ساتل غواړي، او د بشيربلور نه پس ورته زما اواز داسې ښکاري چې دا خاموش کول غواړي نو دا اواز که بچ نه کړی شو نو د دې مطلب به دا وي چې دوی ترهګرو ته تسليم شو او ماتې يې ترې وخوړه".

هغه وويل په ځان يې پرواه نشته ځکه چې هغه د ګل غوندې زوی هم قربان کړی او هغه نن هم په دې وياړي چې په ټول پاکستان کې هغه نن د هغو خلکو ټارګټ دی چې څوک د دې ملک دښمنان دي او د دې مطلب دا شو چې زه د دې ملک تر ټولو زيات وفادار يم نو دا د هغه دپاره وياړ دی.

د میا افتخار يک يو زوی ميا راشد حسين د ۲۷ کالو په عمر کې د کال ۲۰۱۰م د جولايۍ په مياشت کې په ترهګر بريد کې په ډزو وژل شوی ؤ.

د پاکستاني طالبانو د هغه وخت ویاند احسان الله احسان د میا راشد حسېن د وژنې پړه منلې ده او ويلي يې ؤ چې د ميا افتخار حسين زوې دوي وژلې دی.

ښاغلي ميا افتخار حسېن وايي د دې هر څه باوجود هم د خپلې مورنۍ خاورۍ د ساتنې دپاره هرې قربانۍ ورکولو ته تيار دی او هغه دا د باچاخان د فکر او سوچ او خدایي خدمتګارو د تحريک برکت ګڼي چې هغه په خپله وفا، غېرت او پښتو ټينګ ولاړ دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG