د بلوچستان صوبې په مرکز کوټه کې د سکرو يو کان د چاؤدنې له امله ناست شوی او ۱۳ خواري کښ پکې لاندې ګېر شوي دی.
د بلوچستان صوبې د کانونو (ماينونو) مشر افتخار وي او ای ډيوه سره په خبرو کې ويل، "د کان څخه اته مړي راويستل شوي او پينځه لاندې پاتې دي د هغو د راويستو دپاره کار روان دی".
افتخار وويل د راويستل شوؤ مړو خواري کښو تعلق د خېبرپښتونخوا د دير ضلعې سره دی.
د کوټې نه نزدې په ۴۰ کلوميټره فاصله کې د سنجدي په علاقه کې پرون د اتوار، يکشنبې په مازيګر د سکرو په کان کې چاؤدنه شوې او خواري کښ پکې لاندې ګېر شوي دي.
افتخار وويل کان ۴۵۰۰ فټه ژور دی ځکه د خواري کښو راویستو په کار کې وخت لګي.
هغه دا ونه ويل چې په کان کې دننه د پاتې خواري کښو راويستو کار به کله بشپړ شي، خو زیاته يې کړه کار روان دی.
بلوچستان کې وخت په وخت دغه ډول پېښې رامنځته کیږي، د سکرو کانونه کښېني او خواري کښ پکې ژوند دلاسه ورکوي.
بلوچستان کې د سکرو په کانونو کې زياتره خواري کښ د خېبرپښتونخوا د شانګلې، سوات او دير سيمو سره تعلق لري.