لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپنجاب کارخانه ودانه اؤ‌ دپښتونخوا کارخانه ویجاړه،لامل یې څه دی؟


د پښتونخوا ګدون اؤ د پنجاب د فیصل اباد دوه کارخانې چې یوه فعاله بله ویجاړه ده
د پښتونخوا ګدون اؤ د پنجاب د فیصل اباد دوه کارخانې چې یوه فعاله بله ویجاړه ده

په داسې حال کې چې پاکستان نن دخپلې ازادۍ دوه اویایمه کلیزه نمانځي اقتصاد پوهان وایي دپاکستان په پښتون میشتو سیمو کې اقتصادي پرمختیا ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې اؤ‌ ددې سیمو وګړي،دغربت، بې روزګارۍ، نا امنۍ ،دبجلۍ اؤ ګیس د لوډشیډنګ په څير د مهمو ستونزو سره مخ دي.

دپاکستان اؤ افغانستان د ګډې تجارتي خونې (چیمبر اف کامرس) ډائریکټر ښاغلي ضیاء الحق سرحدي ویلي دپاکستان دپښتون میشتو سیمو د اقتصادي پرمختیا ټول دار ومدار افغانستان سره په تجارت ولاړ دی خو له بده مرغه پاکستان افغانستان سره تجارتي اړیکو کې هډو خوښي نه لري.

وائس اف امریکه ډيوه ویب پاڼې سره خبرو کې ښاغلي ضیاء الحق سرحدي وویل په تیرو وختونو کې دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ دکال د پینځوؤ بیلینو ډالرو تجارتي راکړه ورکړه کیدله خو د حکومتي پاملرنې د نشتوالي له امله اوس دغه راکړه ورکړه یوازې پنځوس کروړو ډالرو ته راکوزه شوې ده .

هغه وویل د پنجاب اؤ سندهـ خلک که نن په اقتصادي زغل کې د پښتنو نه وړاندې وتلي دي نو دهغې وجه داده چې هلته سرمایه ګزاري ته ماحول برابر کړل شوی، کارخانې یې فعالې دي، ټیکسونه یې دکاروبار مطابق حقیقت پسندانه دي، د ګیس اؤ‌ بجلۍ لوډ شیډنګ ورته نشته، اؤ تر ټولو مهمه دا چې هلته کاروباریانو ته دامن چاپیریال ورکړل شوی خو دلته بیا کیسه سرچپه ده

ضياء الحق سرحدي وایي دلته خو د وړاندې نه دترهګرۍ له امله صنعتونه تړل شوي وؤ، افغانستان سره به مو چې څه لږ ډیر تجارت کیدلو د پولې تړلو را تړلو سره هغه هم متاثر شو، دګیس اؤ بجلۍ لوډشیډنګ راته حالات ښه خراب کړل ، اخر په داسې حالاتو کې څنګه دلته څنګه څوک د اقتصادي پرمختیا تصور کولی شي

نوموړي زیاته کړه تر څو چې دکاروبار د موقعو خبره ده نو پاکستان پښتون میشتو سیمو کې چې دکاروبار څومره موقعې موجودې دي دومره په نورو سیمو کې نشته.

هغه وایي دلته زمونږ غرونه له معدنیاتو ډک دي، قسماقسم قیمتي غمي ،کاڼي اؤ ماربل لرو، ځنګلونه اؤ‌ اوبه لرو خو افسوس چې له دې څخه په سمه توګه استفاده نه کیږي ، نن هم زمونږ له غرونو قیمټي‌کاڼي په بمونو ویستل کیږي چې اتیا فیصدي پکې ضائع کیږي اؤ یوازې د شلو فیصدو څخه ګټه ترلاسه کیږي

دپاکستان اؤ افغانستان دګډې تجارتي خونې دغه مشر وویل که د پښتونخوا صوبې سره داقتصادي پرمختګ په لړ کې مدام د میرې مور چلند شوی دی اؤ کاروباریان یې د روزګاره لرې ساتل شوي دي.

نوموړی وایي که چرې پاکستان افغانستان سره تجارت ته وده ورکړي ،یوه غوره تجارتي تګلاره ولري نو دپاکستان مالونه ډير په اسانه اؤ په کمو نرخونو د منځنۍ ایشیاء تر مارکیټونو رسیدلی اؤ دتجارت په څانګه کې پاکستان خپله لمنه غني کولی شي.

اقتصاد پوهه سرحدي زیاتوي چې د اقتصادي پرمختیا په زغل کې د وروسته پاتې کیدلو له امله نن د پښتنو سیمو وګړي نن د ښه تعلیم ،صحت اؤ روزګار نه محروم دي اؤ‌ دبې وزلۍ ډک ژوند تیرولو باندې مجبور کړل شوي دي.

هغه وویل چې که چرې دعمران خان د وینا له مخې دپاکستان راتلونکی حکومت د ګاونډي هیوادونو په ځانګړي توګه افغانستان سره خپلو اړیکو ته پام وګرځوي نو دپښتونخوا صوبې دخلکو په ژوند به یې نه یوازې ښې اغیزې وشي بلکې پاکستان به په اقتصادي لحاظ زیات پیاوړی شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG