لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملګري ملتونه:دسولې اؤ ثبات هڅو کې به دافغانستان ترشا ولاړ یو


ملګرو ملتونو ویلي دسولې اؤ ثبات دټېنګښت په هڅو کې به افغانستان سره همکاري کوي اؤ دافغانستان دخلکو اؤ ولس ترشا به ولاړ وي.

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیال او تروریزم سره په مبارزه کې د دغه سازمان د دفتر مسوول تیره ورځ دکابل په صدارتي ماڼۍ کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني سره ولیدل اؤ افغانستان کې دامنیت د ټېنګښت په ګډون یې ورسره په یو لړ مهمو چارو خبرې اترې وکړې.

د صدارتي ماڼۍ څخه د خپور شوي یو بیان له مخې په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د امنیت، سولې، تروریزم او جرمي اقتصاد سره په ګډې مبارزې خبرې وکړې او ټینګار یې وکړو چې ټول هېوادونه دې د تروریزم په ضد د صادقانه مبارزې لپاره اغیزمن او جدي ګامونه پورته کړي.

افغان دولت په دې وروستیو کې طالبانو سره د سولې اؤ اوربند هڅې چټک کړي اؤ سرچینې وایي په دغه لړ کې یې دامریکا،پاکستان ،سعودي عرب اؤ نورو عرب هیوادونو سره هم تماسونه نیولي دي.

دامریکا د بهرنیو چارو وزیر مائیک پوپیو هم اوړمه ورځ‌ افغانستان کې د سولې اؤ ثبات د ټینګښت په اړوند دسعودي عرب د ولي عهد محمد بن سلمان سره ټیلي فوني اړیکه نیولې وه اؤ ورسره یې د راتلونکي لویې اختر په مهال افغانستان کې د اوربند په اړوند خبرې اترې کړې وې.

افغان چارواکي هڅه کوي چې دتیر کوچني اختر په څير راتلونکي لویې اختر کې هم طالبان اوربند ته اماده کړي خو طالبانو لا تر دې مهاله اوربند ته امادګي نه ده ښودلې

XS
SM
MD
LG