لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوس د"امرسې" اؤ"پتاسې" دور دی،په فن څوک څه کوي؟داحمدګل استاد ګیله


"اف ..څه د قدر ډکه زمانه وه اؤ څه قدردان خلک وؤ.ته ګوره د ژمې اوږده شپه به مونږ ټوله په محفل کولو تيروله خو مجال شته کۀ چا به مو دمخې نه ړق وهلو،مشران کشران ،همځولي ټول به راته محفل کې دم ختلي ناست وؤ اؤ زمونږ رباعياني،غزلې اؤ چاربيتې به يې اوريدلې- لا بعضې بعضې خلک به راته په ژړا شول ،زمونږ لاسونه به يې د تبرک په توګه ښکلول "

دتیرو ۶۸کالو راهسې د پښتو موسیقۍ په خدمت بوخت ولسي سندرغاړي استاد احمد ګل چې کله دا پورته جمله په شونډو سموله نو دهغه سترګې د اوښکو ډنډ‌ وې.

استاد احمد ګل نن هم سندرې وایي خو د بې قدره دور اؤ بې قدره خلکو نه ډیر ګیله من دی .

هغه وایي "اوس خو تپوس مۀ کوه صیبه، دبې شرمۍ دور ته پاتې شوي يو خو څه وکړو خلاصون مو نيشته ،بل هنر مو زده نۀ دى،خيټه ډوډۍ غواړي ،ډوډۍ مو په دغه باجه پسې تړل شوې ده اؤ کۀ زړۀ مو غواړي اؤ کنه خو دخيټې د مجبورۍ له امله به دفن نه ناخبره خلکو ته سندرې وايم نو "

احمد ګل استاد وايي هغه فنکار دى،په راګونو مئين دى اؤ زيات افسوس هغه وخت ورشي چې کله په يومحفل کې يو فني راګ غږوي ،کلاسيک اوروي اؤ د فن باريکو ته ورکوز شوى وي خو په دغه مهال ورته د محفل د يوګټ نه ځلمي اواز ورکړي"کاکا ته دې دا غزلې لږې پريږده اؤ دې هلکانو ته ګرم ساز وغږوه چې ګډ شي"

هغه وايي اوس د"امرسې" اؤ"پتاسې" د سندرو وخت دى ،اوس څوک په فن څه کوي.

دپېښور د سوړیزو میرې سره تعلق لرونکی استاد احمد ګل د تيرو ۶۸ ؤ کالو څخه سندرې وائي اؤ دپاکستان حکومت ورته دهغه فن داعتراف په توګه دامتياز تمغه هم ورکړې ده.

خو کله چې مو د استاد احمد ګل نه پوښتنه وکړه چې د۶۸ کالو د اوږد خدمت څه صله په لاس درغله؟ نو هغه وويل"دا صله چې کۀ په باران کې مې کچه خاورینه کوټه څاڅي نو د ليؤ کولو توان يې نۀ لرم، کۀ د دريوؤ سوؤ روپو نه بره راته په کور کې ناروغي پيدا شي نو نفلونو له زور ورکړم اؤ خدايې ته ژاړم چې ياالله ستا نه بغير مې بل هيڅ د ژړا اؤ مدد ځايې نيشته"

داتوؤ بچو پلار احمدګل نه چې مو کله وپوښتل په ژوند کې دې د خوشحالۍ کومه خاص لمحه راغلې ده اؤ د خفګان؟ نو ځواب يې دا ؤ چې "يره جي_ کۀ رښتيا راباندې وايي نو ما هډو په ژوند کې خوشحالي ليدلې نه ده،په غريبۍ کې مې سترګې پرانستي اؤ په غريبۍ کې به مرم،سندرې مې هم وئيلي اؤ دبچو د روزۍ دپاره مې په دياړۍ په خوړونو کې باجري هم چاڼ کړې ده،دبوسو ټرکونه مې هم ډک کړي دي اؤ د خټو ټاټکي مې هم چلولي دي"

احمدګل استاد زياته کړه کۀ د امتياز تمغه ورته حکومت ورکړې ده نو څه پرې "دپيتلو په دغه ټيکلي خو خيټه نۀ ډکيږي

"ماته خو اوس د دارو درملو ضرورت وي ،بوډا سړى يم په کور ناست يم پکار ده چې حکومت مې دې بچو له دومره څه ورکړي چې څه دتيل مالګې هټۍ پرې روانه کړي اؤ زۀ دخپل ژوند په وروستۍ برخه کې د رزق اؤ دارو درملو د محتاجۍ نه بچ شم"

استاد احمد ګل په کال ۱۹۴۲م کې د پيښور سره نزدې په سوړيزو نومې کلي کې د وهاب په کالۀ کې سترګې غړولې دي چې په دغه زمانه کې دهغه ترۀ گل خان دخپل دور نوميالو سندرغاړو کې شمير ؤ اؤ دشهرت چرچې يې تر لرې لرې رسيدلې وې.

داستاذ احمد ګل پلار وهاب به هم پخپله سندرې وئيلې خو دهغه زيات شوق د طبلې غږولو سره ؤ ځکه نو وروستو يې سندرې پريښودې اؤ په طبله نوازۍ کې يې ښه نوم پيداکړو.

استاد احمد ګل لا ماشوم ؤ، په دريم جومات کې يې سبق وئيلو چې د خپل ترۀ دفن څخه متاثر شو اؤ دلسو کالو په عمر کې يې د سندرو په وئيلو پيل وکړو.

د پيښور ريډيو څخه د هغه په اواز لمړۍ سندره دانشر شوې وه چې " په نيمه شپه کې اوازونه_ وه توره بلبله ناښاده_ خوږ اشنا دې بيل کړو لۀ مانه"

وروستو هغه د خپل وخت دمشهورو اؤ نامتو موسيقارانو استاد شيرافګن،استاد نواب اؤ استاد صابر څخه باقاعده فني زده کړې ترلاسه کړې اؤ دشلمې صدۍ دپښتو دلويو هنرمندانو په صف کې يې ځانله ځايې جوړ کړو.

دامهال چې دهغه عمر ۷۸ کالو ته رسيدلى دنيمې پيړۍ څخه يې زيات عمر په سندرو کې تير کړو.

هغه پخپل ۶۸کلن هنري ژوند کې زرګونه سندرې،رباعيانې،غزلې،چاربيتې،ټپې،نيمکۍ،بدلې اؤ کيسې وئيلي دي.

په ټي وي،راډيو،سټيج ،شخصي محفلونو اؤ حجرو کې يې دخپل فن دمظاهرې ترڅنګ په قطر،هالينډ،سعودي عرب،افغانستان اؤ متحده عرب اماراتو کې دخپل هنر ښودنه کړې ده .

احمدگل استاذ وايي هغه داسې گڼي چې فن يې لکه د وينې په رګونو کې چلن کوي.

دسندرې وئيلو ترڅنګ احمد گل استاد د هارمونيم هم يوټکړه استاد دى اؤ وايي باجه د هغه معشوقه ده کله چې ورته کښيني نو يو روحاني سکون ترې ترلاسه کوي.

دهغه په وينا کله چې ډير خفه وي نو بيا باجه راواخلي اؤ خپل غم په راګونو اؤ سرونو کې نغمه کړي.

دامهال چې هغه په وجود زيات کمزورى دى خو اواز يې هم هاغه شان ځوان دى لکه څنگه چې به پ۶۰ کاله وړاندې د کلي په حجرو کې داحمدخان استاذ سره يوځايې مشرانو اوريدو.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG