لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایف ډي ایم اې: په قبایلي ضلعو کې ترهګرۍ ۸۳۱۰۰ کورونه اغېزمن کړي دي


د پخوانیو قبایلي سیمو لپاره له قدرتي آفتونو د ژغورنې اداره (ایف ډي ایم اې) وایي، په قبایلي ضلعو کې په ترهګرۍ او ترهګرۍ ضد جګړه کې ۸۳۱۰۰ کورونو ته زیان اوښتی، چې وایي په دغو کې د ۶۰۰۰۰ کورونو سروې شوې ده خو شل زره کورونه لا پاته دي.

د ایف ډي ایم اې ویاند احسان داوړ وي.او.اې ډیوه ته وویل، د ۴۵۰۰۰ زره هغو کورونو مالکانو ته یې د مرستې او معاوضې چیکونه ورکړي دي چې کورونه یې په بشپړه توګه یا برسېرن زیانمن شوي دي:

"د خیبر، اورکزۍ، کورمې، شمالي او جنوبي وزیرستان ضلعو خلکو ته مو د څورلس اربه شپږدېرش کروړه روپیو چیکونه ورکړي دي او نور هم د سروې عمل جاري دی. کوم کور چې په مکمله توګه وران وي هغه ته څلور لکه ورکوو او چې په جزوي توګه وران وي هغه ته یو لک شپېته زره روپۍ چیک ورکوو".

احسان داوړ وایي جنوبي وزیرستان په ترهګرۍ کې تر ټولو زیات اغېزمن شوی او په دې سیمه کې تقریباً پینځوس زره کورونه وران شوي دي، ورپسې په شمالي وزیرستان کې دوولس زره، په خیبر کې اته زره، په کورمه او اورکزۍ ضلعو کې څلور زره کورونه وران شوي دي.

ښاغلی داوړ وایي په دغه شمېر کې د مومندو او باجوړ ضلعو د زیانمنو کورونو شمېر نه دی شامل. د دغو ضلعو خلک وایي د دوی کورونه هم له ترهګرۍ اغېزمن شوي او تباه شوي دي، خو وایي د ورانو شویو کورونو معاوضه نه ده ورکړل شوې. احسان داوړ په دې اړه وایي:

"د خلکو ګیلې موږ ته را رسېدلې دي چې په باجوړ او مومندو کې هم کورونه تباه شوي دي او په دې اړه باقاعده اجلاسونه هم شوي دي، کېدای شي ډېر ژر د دوی لپاره هم څه پلان جوړ شي او د کومو خلکو کورونه چې د اپرېشن په وخت زیانمن شوي او سروې یې نه ده شوې د هغوی لپاره به هم څه طریقه جوړه شي".

احسان داوړ وایي په اوس وخت کې له خیبر او بره اورکزیو څخه د بې کوره شویو خلکو خپلو سیمو ته د ور ستنېدو لړۍ دوام لري، خو د شمالي او جنوبي وزیرستان پینځلس زره او د خیبر ضلعې اته سوه رجسټر شوي کډوال لا هم خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي.

له ترهګرۍ د پخوانیو قبایلي ضلعو خصوصاً د شمالي وزیرستان دوکانداران هم شکایت کوي چې په ضرب عضب عملیاتو کې یې شاوخوا ۲۰۰۰۰ زره دوکانونه تباه شول او په کروړونو روپۍ تاوان ور ورسېد، خو وایي حکومت ورته تر اوسه هیڅ معاوضه نه ده ورکړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG