لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان ته د مومندو نه کډوالې شوې ۵۶ کورنۍ بيرته ستنې شوي


د قبايلي ضلعې مومندو څخه نزدې لس کاله وړاندې په کډالو شوؤ ۱۴۵ کورنیو کې ۵۶ بيرته ستنې شوي دي.

د بره مومندو مرتسيال کمشنر شېرعلي خان وي او ای ډیوه سره په خبرو کې پخلی کړی چې دغه ۵۶ کډوالې کورنۍ به نن د زيارت، پنجشنبې په ورځ خپلو علاقو ته راورسيږي.

هغه وويل د مومندو نه افغانستان ته د کډوال شوؤ کورنيو دا لومړی پړاؤ دی چې بيرته ستنيږي.

هغه زياته کړه په دوېم پړاؤ کې به ۴۶ او په درېم کې به پاتې ۴۵ کورنۍ بیرته راستنې شي، او انتظاميه به د بيرته ستنېدونکو ته ممنکنه اسانتياوې برابروي.

دغه کورنۍ په کال ۲۰۰۷م او ۲۰۰۸م کې په سيمه کې د بدامنۍ له امله کډه شوې او د زیاتو کډه شوؤ کورنيو تعلق د بايزې سيمې سره دی کومه علاقه چې د افغانستان سره په پوله پرته ده.

يو ځايي مشر ملک فياض وايي د دې کورنيو د کډواله کېدو په وخت د سيمې امنيتي وضع خرابه وه او د پاکستان نورو برخو ته په لارو کې د ستونزو له امله دوی افغانستان ته کډه شوي وو.

هغه وويل اوس په سيمه کې امنيت په ځای شوی او دې خلکو غوښتل چې بيرته خپلو سيمو ته ستانه شي، خو د دوي کورونه لا هم وران پراته دي او دوی به اوس د حکومت لخوا په ورکړی شوؤ خېمو يا خپلو خپلوانو کره دېره کيږي تر څو چې د دوی خپل کورونه نه وي ودان شوي.

په دغو کلونو کې د مومندو په زرګونو خلکو کډې کړې او بيا په سيمه کې پوځي عمليات شوي او د کال ۲۰۱۲م نه د خلکو بيرته ستنېدو لړۍ پېل شوې وه.

د سيمې زياتره خلک بيرته خپلو علاقو ته تللي خو يو شمېر خلک ګيله کوي چې دوی ته د ورانو شوؤ کورونو معاوضه تراوسه نه ده ورکړی شوې.

خو بل لور ته په قبایلي ضلعو کې د افتونو په وخت د انتظام اداره (اېف ډي اېم ای) وايي د مومندو او باجوړ نه دغه ډول شکايتونه راروان دي او دوی يې د حل لارې لټولو هڅې کوي.

د مومندو نه وروستو په کال ۲۰۱۴م کې د شمالي وزيرستان نه هم د ضرب عضب عملیاتو په مهال د زرګونو په شمېره کې خلک افغانستان ته کډه شوي وو.

افغان دولت ادعا کوي چې يواځې د ۲۵ زره کورنيو رجسټرېن د خوست په ګلان کېمپ کې شوی او د نړيوالو ادارو په مرسته يې ملاتړ هم کيږي، خو د پاکستان د ناتايده شمېرو ترمخه افغانستان ته د ۲۰ زرو پورې کورنۍ اوختې وې.

د شمالي وزيرستان د چارواکو په وېنا د کال ۲۰۱۶م نه د افغانستان نه د کډوالو بيرته شمالي وزيرستان ته د راتګ عمل پېل شوی او تراوسه پورې د اووه زره کورنیو بيرته د راتګ ادعاوې کيږي.

چارواکي وايي په دغو کډوالو کې د زياترو تعلق د دته خېل تحصيل سره دی او دوی په لومړي پړاؤ کې په بنو کې د بکاخېلو د کډوالو کېمپ ته راوستل کیږي او د هغه ځايه بيرته خپلو علاقو ته استول کيږي کومې چې پاکې ګرځول شوي دي.

چارواکي وايي هغه خلک چې د حکومت په جوړه تګلاره باندې بيرته ستنيږي هغو ته به د نورو کډوالو په څېر پوره حکومتي اسانتياوې ورکولی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG