د خېبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې يو بل نرښځی په ډز وژل شوی دی، دا په روان کال کې په خېبرپښتونخوا کې د نرښځيانو د وژنو اتمه پېښه ده چې رامنځته کیږي.
د پېښور پشته خرې پوليس تاڼې (محرر) نور محمد وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل، دوی ته تېره شپه په نهه بجې مالومه شوې چې نرښځی وژل شوی او بيا يې د وژنې په تور کې دوه تنه نيولي او مقدمه يې پرې درج کړې ده.
هغه وويل د نرښځي په سر يو ډز وشی او د هغې نه وژل شوی دی، خو نوموړي زياته کړه د هغه د وجود ټول اندامونه مات کړی شوي دي.
په خېبرپښتونخوا کې د نرښځيانو د حقونو دپاره کار کوونکی قمرنسيم وايي نرښځی نازو چې خپل نوم يې کامران ؤ، د پېښور په سواتو پُل علاقه کې اوسېدو او دوه ورځې وړاندې د خپل ځايه بې درکه ؤ.
وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل دوی ته بيا پرون پته لګېدلې چې نازو وژل شوی دی.
قمر نسیم وويل دا په روان کال کې په خېبرپښتونخوا کې د نرښځيانو د وژنو اتمه پېښه ده او د کال ۲۰۱۵م راهسې تراوسه پورې ۶۱ نرښځيان ووژل شو.
نوموړي په پوليسو تور ولګوؤ چې د نرښځيانو په وژنو کې ککړو خلکو ته لاس نه اچوي، مقدمې پرې نه درج کوي چې د قانون منګولو ته يې نه راولي ځکه هغه خلک چې نرښځيان وژني ډاډه دي او د نرښځيانو وژنې دوام لري.
هغه زياته کړه د خېبرپښتونخوا او په ځانګړي ډول د پېښور نرښځيان دې تازه پېښې دومره ویرولي چې د بېګاه راهسې وايي دوی نور دې ته تيار شوی چې دغه صوبه پرېږدي او د پاکستان نورو سيمو ته کډې وکړي.