لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محمود خان دخیبر پښتونخوا د نوي وزیراعلی په توګه سوګند واخستو


دپاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې نوي ټاکل شوي وزیراعلی محمود خان نن دجمعې په ورځ دخپل منصب لوړه کړې ده اؤ دصوبایي کابینې ټاکلو دپاره د تحریک انصاف ګوند دمشرانو ترمینځ مشورې روانې دي.

دسوات سیمې سره تعلق لرونکی ۴۶کلن محمود خان په ۲۵م جولایي پاکستان ترسره شوؤ ټولټاکنو کې دپاکستان تحریک انصاف ګوند لخوا د صوبایي اسمبلۍ دغړي په توګه بریالی شوی ؤ اؤ پرون تیره ورځ دخیبر پښتونخوا ۷۷ غړو دخپلو رائیو په ورکولو د صوبې وزیراعلی غوره کړی ؤ.

دجمعې په ورځ دخیر پښتونخوا صوبې ګورنر ښاغلي اقبال ظفر جهګړا هغه ته د صوبې د نوي وزیراعلی په توګه سوګند ورکړی دی.

د وزیراعلي په توګه له غوره کیدلو وروسته ښاغلي محمود خان پارلیمان ته خپله وینا کې ویلي وؤ چې هغه به دصوبې دحقونو دپاره نه ستړې کیدونکې مبارزه کوي اؤ هڅه به یې وي چې د مارې داړې په مخې نیولو سره ادارې پیاوړې کړي.

نوموړي زیاته کړې وه چې اقلیتونو ته دخپلو حقونو ورکولو ترڅنګ به دهغه حکومت دتعلیم ، روغتیا اؤ اولسي ښیګړې څانګو ته اولیت ورکوي.

دصوبې په تاریخ کې دا لمړی ځل دی چې سوات څخه کوم ولسي سیاسي شخصیت د وزیراعلی کرسۍ ته رسیدلی دی.

محمودخان د خېبرپښتونخوا د پي ټي ايي په تېر حکومت کې وزیر و او مختلف وزراتونه یې په لاس کې و چې پکې ثقافت، سیاحت، اثار قدیمه، اوبه خور او د قبایلي چارو وزارتونه شامل وو.

محمود خان د سوات د مټې دی او په کال ١٩٧٢ کې د ډاکټر محمد خان په کور کې زېږېدلی دی.

لمړۍ زده کړې یې په سوات کې کړي او په زراعت کې یې د اېم اېس سي ډگري د پېښور پوهنتون نه ترلاسه کړې ده.

محمود خان په مختلفو مدونو کې د خدماتو ترسره کولو ورسته په کال ٢٠٠٠ کې سیاست پېل کړی ؤ.

په کال ٢٠٠٥ کې یې د خپلې سیمې د ناظم انتخابات وګټل. او بیا په کال ٢٠١٣ کې د خپلې حلقې نه یې د پي ټي ايي په ټکټ د صوبايي اسمبلۍ چوکۍ ګټلې وه.

په ۲۵م جولایي پاکستان کې ترسره شوؤ عامو ټاکنو کې هغه یو وارې بیا د خپلې سیمې څخه د صوبایي اسمبلۍ ووټونه وګټل اؤ د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشرانو هغه ته د وزیراعلی د منصب سپارلو پریکړه کړې وه

د تحریک انصاف ګوند سرچینو ویلي چې دصوبایي کابینې دپاره هم ددغه ګوند مشران خپلو کې په مشورو بوخت دي اؤ ډیر زر به د لسو وزیرانو یوه کابینه اعلان کړل شي.

سرچیني وایي چې په کابینه کې به زیاتره په زوړ حکومت کې شامل وزیران اخستل کیږي چې پکې به شهرام خان ترکئ‌ اؤ محمد عاطف ته د سینئیر وزیرانو دندې ور سپارل کیږي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG