لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان وېنا ته مخالفه ګوندونه او څيړونکي په کوم نظر ګوري؟


عمران خان
عمران خان

په پاکستان کې مخالفه ګوندونه، د سياسي او اقتصادي چارو کارپوهان د وزير اعظم عمران خان قام ته په کړې اوږدې وينا داسې غبرګون څرګندوي چې نوموړي کومې ادعاوې کړي دي، يو خو دا د حقيقت نه لرې او بل يي ترسره کول هم اسان کار نه دی.

څيړونکي وايي عمران خان تر ټولو زيات پام سادګۍ پله ګرځولی او ښايي چې د سادګۍ په ځينې کارونو کې به لاس ته راوړنې هم وکړي خو ملک ته چې دا وخت کوم مهم چېلنجونه ورپيښ دي بايد په هغې باندې حقيقي او عملي کار وشي.

د څيړونکو نظر

په کراچۍ پوهنتون کې د ژورنالزم د څانګې استاذ ډاکټر توصيف احمد خان وايي عمران خان نزدې ټولې خبرې يادې کړې خو په دغو مسلو کې يي ځني د پام وړ ستونزې بيخې پرېخودې دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې ډاکټر توصيف وويل عمران خان "د کم عمره ماشومانو د مړيني خبره وکړه خو په کم عمر کې د ودونو ذکر يي بيخي ونه کړو کوم چې د ماشومانو د زېږون په وخت د مور او بچي دواړو د مړيني سبب کرځي".

هغه وويل بله مهمه خبره دا چې وزير اعظم "د ديني مدرسو يادونه وکړه خو د مدرسو د نصاب بدلولو يي هډو ذکر ونه کړو، دغه رنګ عمران خان د ملک په خارجه پاليسۍ سرسري څو خبري وکړې خو ملک ته ورپېښ په دې غټ چيلنج يي رڼا وانه چوله".

ډاکټر توصيف وايي عمران خان ته به خپلې کړې ادعاوې په خپله يو غټ چيلنج جوړيږي ځکه چې د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ هېواد کې دغه ادعاوې ترسره کول هم اسان کار نه دی.

د اسلام اباد انټرنېشنل اسلامک پوهنتون د اقتصادي څانګې استاذ ډاکټر معراج الحق د عمران خان د اقتصادي ستونزو د هوارولو د تګ لارې په اړوند وايي،

د هغه په نظر "په لږه موده کې دغه اقتصادي ستونزې هوارول ګران دي ځکه چې د يو سياسي حکومت د پاره د ټېکس رېټ سېواکول، د مني لانډرنګ د مخنيوي، غربت او بې روزګارۍ راکمولو د پاره ائيني اصلاحاتو ته اړتيا لري او دا اسان کار نه ښکاري".

نوموړي حق وويل د" عمران خان کړې ادعاوې پوره کول که ناممکنه نه دي نو ممکنه کېدل يي هم په لږه موده کې ډير ستونزمن دي".

سياسي غبرګون

د عوامي نيشنل ګوند بشرا ګوهر وايي د عمران خان د وينا نه بريښي چې کومې غټې مسلې دي په هغو لاس اچولو ته تيار نه دی.

" نه يي د ترهګرۍ په اړه څه واضحه تګ لاره اعلان کړه، نه يي ګاونډې هېوادونو سره د مسلو هواري لار وښوده او نه يي د دفاع په شان لويو خرچو باندې خبري وکړې، فقط يي د وزير اعظم هاؤس نوکرانو باندې خبرې وکړې او ښکاريدل چې خلک د بنيادي مسلو نه لرې وساتي".

بشرا ګوهر وويل چې تر څو په پاکستان کې د ښه او بدو ترهګرو توپير نه وي ختم شوی نوډيره ګرانه ده چې امن پرځای شي.

اغلې زياته کړه چې د وزير اعظم سوګند پورته کولو نه وړاندې د افغانستان نه د۱۰۰ نه زيات مړي پاکستان ته راوړل شوي او په هغې خبرې ونشوې نو ښکاري چې زړې تګ لارې به دوام داره ساتل کيږي.

د پاکستان مسلم ليګ ن د خېبر پښتونخوا مشر امير مقام وي او ای ډيوه ته وويل د عمران خان وينا د تضاداتو ښکار وه، او د خېبر پښتونخوا په اړه يې چې کوم مثالونه ورکړل د هغې د حقيقت سره هيڅ تعلق نه وو.

" که هغه د قرضې خبره کوله نو د پاکستان په تاريخ کې د خېبر پښتونخوا حکومت چرته هم دومره قرضه نه وه اخيستې څومره يي چې د تحريک انصاف په تير حکومت کې اخستې وه نو د دې خبرې نفي يي کوله چې قرضه اخستل نه وو پکار، که هغه د سادګۍ خبره کوله او کمه خرچه پکار ده نو د هغه نه دا هېر وو چې د اسلام اباد (کی پي هاؤس) ۲۰ کروړه روپو بل راغلی وو".

او عمران خان به ويل چې "ټول پاکستان به شين جوړوم نو اول دې په خېبر پښتونخوا کې يو ارب ونې خلکو ته وښايي، نو دا يو خيالي شان تقرير وو".

د پاکستان پيپلز ګوند د قبايلي ضلعو عمومي سېکتر جنګريز مومند وايي د قبايلي ضلعو په اړه د عمران خان د وينا نه مايوسه دي ځکه چې دې اړخ ته يې ډېر پام نه دی ګرځولی.

" په قبايلي ضلعو کې د جګړو له وجې ټولې زېربنا (بنيادي ډهانچې) ته زيان اوختی او پکار ده چې د نورو څيزونو د پاره څنګه ټاسک فورسز جوړ کړل شو بايد چې د قبايلي ضلعو د پاره يي هم يو ټاسک فورس جوړ کړی وی".

د پاکستان نوي منتخب شوي وزيراعظم عمران خان د اتوار، يکشنبې په ماسخوتن قام ته خپله لومړۍ وېنا کړې ده چې پکې نوموړي ملک په ورپېښو چېلنجونو او د هغې په هوارولو اوږدې خبرې کړي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG