لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"اختر خو به افغانستان کې ؤ،دپردي وطن به څه اختر وي"


دپاکستان خیبر پښتونخوا صوبه کې هم افغان کډوالو نن د سه شنبې په ورځ دافغانستان اؤ سعودي عرب سره یو ځایې اختر کړی خو زیاتره کډوال د مسافرۍ په اختر کې دخپل هیواد د اخترونو میلې اؤ خوښۍ یادوي اؤ وایي دلته یې دکډوالۍ په کیمپونو کې اختر پیکه پیکه دی.

دپېښور په ناصر باغ سیمه کې افغان کډوالو د اختر نمونځ په داسې حال کې کړی چې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وؤ.

داختر د نمونځ نه وروسته افغان کډوالو خپلو کې د اختر مبارکۍ وکړې اؤ بیا یې دڅاروؤ قربانۍ وکړې.

په ناصر باغ سیمه کې میشت د افغان کډوالو یو مشر حاجي سیدګلاب وائس اف امریکا ډیوه سره په خبرو کې وویل هغوئ خوښ دي چې په پاکستان کې هم د خپل هیواد سره یو ځایې اختر نمانځي اؤ دپاکستان حکومت ورته په دې لړ کې څه خنډان نه پیدا کوي.

هغه وویل افغان کډوال هم نور په پاکستان کې تنګ شوي اؤ غواړي د خپلو خلکو سره یو ځایې دخپل هیواد دننه اختر وکړي خو هلته لا حالات ښه نه دي اؤ چې وضعیت ښه شي نو بیا به افغانان هم داختر میلې پخپله خاوره وکړي.

د پېښور ترڅنګ په کوهاټ سیمه کې هم میشت افغان کډوالو د اختر لمړۍ ورځ په خوښینو سره نمانځي، یو بل ته د اختر مبارکۍ ورکوي اؤ دقربانیو په کولو بوخت دي.

د کوهاټ دافغان کډوالو په کیمپ کې میشت اسحاق احمدزي وائس اف امریکا ډیوه ته وویل دلته اختر دی ، زلمي،مشران اؤ واړه د اختر په خوشحالیو بوخت دي ، نوي کالي یې اچولي ، ځایې پځایې محفلونه راجوړ شوي ،خلک د قربانۍ دغوښو په ویشلو اؤ‌ پخولو بوخت دي.

اسحاق احمدزی وایي “د پردي وطن به څه اختر وي ،خو بس مونږ افغانان خپلو کې راټول شوي یو ، قرباني هم کوؤ ، دخپل وطن داخترونو کیسې هم یو بل سره شریکوؤ،دشپې پکې زلمي راټولیږي، اتڼونه هم کوي “

ښاغلي احمدزی وایي په لویې اختر یې خپلو بچو ته نوي کالي اخستي خو ۱۴ کلن مشر زوئ یې عبیدالله ترې خواهش کوي چې باید په دې اختر خپل وطن افغانستان ته بوتلل شي اؤ هلته د خپلو نورو خپلوانو سره هم داختر خوشحالي شریکه کړي.

“دا خو ماشومان دي، زمونږ نه یې دخپل وطن داخترونو کیسې اوریدلي دي، اوس غواړي دوئ هم پخپل وطن کې داختر هغه میلې اؤ بنډارونه وویني، خو اوس چرته کیدی شي چې دوئ افغانستان ته بوځو،په تورخم ډیر جنجالونه وي، د ویزو خبرې دي، چې له کیمپه اوځو پولیس مو رانیسي، کارډونه راله چیک کوي، ځکه نو دې خپل کیمپ کې مو اختر ښه دی”

هغه وایي افغانستان کې به مونږ په اخترونو میلو ته تللو خو اوس دلته په کیمپ کې یو څو لاسي ځانګوګانې خلکو راوستي ، ماشومان پکې زانګي اؤ نور د خوښۍ داسې هیڅ اسباب نشته چې د تیرو اخترونو مینه پرې ماته شي.

نوموړې وایي اختر خو به په افغانستان کې،د پردي وطن به څه اختر وي خو د لاچارۍ اختر دی چې کوؤ یې

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG