لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان به په ماسکو کې د سولې په خبرو کې ګډون کوي


د روس د بهرنیو چارو وزير سرګۍ لاروف ويلي په ماسکو کې د ستمبر په څلورمه نېټه د افغانستان د سولې په اړوند غونډه جوړيږي چې پکې د روس په بلنه طالبان هم ګډون کوي.

د رويټرز ترمخه د روس د بهرنيو چارو دفتر ویلي روس راتلونکې مياشت په ماسکو کې د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امريکا په ګډون ۱۲ هېوادونو ته بلنه ورکړې وه.

ای پي خبري ادارې ويلي سرګۍ لاروف ورسره په خبرو کې ويلي، چې په روس کې په څلورم ستمبر د مذاکراتو دپاره طالبانو ته بلنه ورکړی شوې وه او هغوی دې بلنې ته مثبت ځواب ويلی دی.

لاروف ویلي په غونډه کې به طالبانو سره د اړيکو ترڅنګ په افغانستان کې د جګړه ييزه عملیاتو ودرولو او په دغه هېواد کې د روس د وګړو ساتنه يقيني کول دي.

ای پي ويلي طالب سرچينو د روس د دې ادعا پخلی کړی دی چې په افغانستان کې د سولې دپاره خبرو ته تيار دي.

سرچينو ويلي دغو خبرو ته د طالبانو سره پاکستان، چين او نورو هېوادونو هم د خپلو پلاؤ لېږلو اراده څرګنده کړې ده.

د راپورونو ترمخه طالبان د ټولو ګاونډي هېوادونو سره اړيکو ته تيار دي، او طالبان په قطر کې په خپل دفتر کې د امریکا او يورپي چارواکو سره هم پرله پسې ليدنې کوي.

سرګۍ لاروف د دغې ادعا رد کړی چې پکې افغان دولت وايي روس د طالبانو د لارې د داعش مخه نیول غواړي.

په وروستيو کې داعش په افغانستان کې سخت بریدونه کړي او روس يې د ځان دپاره غټه خطره ګڼي ځکه چې په دغو بريدونو کې د ازبکستان سره تعلق لرونکي جګړه مار هم شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG