لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: چاؤدنه کې يو سرتېری وژل شوی درې ژوبل


په قبايلي سیمې شمالي وزیرستان کې په يو ماين چاؤدنه کې د پوځ يو سرتېری وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.

د شمالي وزیرستان د انتظامي چارواکو په وېنا د ماين چاؤدنې پېښه نن د زيارت، پنجشنبې په سهار د دته خېل په ډنډي کلي کې رامنځته شوې ده.

امنیتي چارواکو ويلي په ماين چاؤدنه کې حوالدار احمد خان وژل شوی او درې نور سپاهيان مدثر، اکرام او عليم ژوبل شوي دي.

پېښه کې ژوبل سرتيري د ميرانشاه پوځي روغتون ته منتقل کړی شوي دي.

په شمالي وزيرستان کې په کال ۲۰۱۴م کې د ضرب عضب عملياتو وروستو د بشپړ امنيت پرځای کېدو ادعاوې شوې خو له دغو عملياتو وروستو هم په علاقه کې وخت په وخت د ناامنۍ پېښې رامنځته کيږي.

په سيمه کې په امنیتي ځواکونو د بريدونو او چاؤدنو ترڅنګ په علاقه کې هدفي وژنې او ماين چاؤنې هم کيږي.

د پښتنو د حقونو دپاره جوړ د پښتون ژغورنې غورځنګ هم د تېرو څو میاشتو راهسې په وزيرستان کې د ناامنۍ د پېښو د مخنيوي ترڅنګ په ځانګړي ډول د ښخو ماینونو پاکولو غوښتنه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG