لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کډوال وايي، د بکاخېلو کډوال کېمپ د زندان په څېر دی


‎د بنو په بکاخېل کډوال کېمپ کې مېشت بې کوره شوي کډوال وايي د کېمپ ژوند يې د زندان په څېر دی، د کېمپ نه خلاصېدل غواړي او غوښتنه کوي په سمدستي ډول دې بيرته خپلو علاقوته ستانه کړی شي.

د بکاخېلو د کډوالو کېمپ په کال ۲۰۱۴ کې په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب عملياتو په مهال جوړ کړی شوی چې دا وخت پکې د حکومتي شمېرو ترمخه ۲۸ سوه کورنۍ چې نزدې په لسو زرو کسانو مشتمل دي، ژوند کوي.

‎د کېمپ يو کډوال سعادت وايي، د لسو ورځو نه ورته د اوبو ټانکۍ نه ده راوستل شوې، د څښلو اوبو ته پرېشانه دي، خېمې يې زړې شوي د باران او غرمو قابل نه دي پاتې، ژوند یې سخت ګران دی، د ماشومانو تعليمونه يې خراب شو، ډاکټر ورته نشته او د کېمپ واکمن يې خبره نه اوري.

يو بل کډوال معين وايي، دوی ته د کېمپ نه د بهر تلو يا د بهر نه دننه چاته د راتګ اجازه نشته، د کلونو راهسې يې د خپلوانو سره نه دي ليدلي، په کېمپ کې بجلي او ګېس نشته، دوی ته يواځې وړه او دال ورکول کيږي د بهر نه ورته سامان نه پرېږدي.

هغه وويل، د زندان په څېر کېمپ کې ساتل کيږي، ماشومان او ښځې يې زهني ناروغان شو، نه پوهيږي چې د کوم جرم سزا ورته ورکولی شي.

د بکاخېلو په کېمپ کې دا وخت هغه کډوال مېشت دي څوک چې افغانستان ته کډه شوي وو.

کډوال وايي دوی داسې محسوسوي چې ګنې افغانستان ته د تګ سزا ورته ورکول کيږي، خو زياتوي په خپله خوښه نه بلکې د پاکستان د حکومت په وېنا بيرته راغلي او په کېمپ کې ورته د دوه اوونيو تېرولو وروسته خپلو سيمو ته د استولو ویل شوي خو په کېمپ کې پرې شپږ میاشتې تېرې کړی شوې.

کډوال وايي نه دوی خپل غږ چاته رسولی شي او نه يې څوک پوښتنه کوي.

د کډوالو په وېنا دوی خبر شوي وو چې په اختر کې يې محسن داوړ پوښتنې له ورتلو خو هغه ته هم اجازه نه ده ورکړی شوې.

دوی وايي حکومت ورسره دا ژمنه هم کړې وه چې د افغانستان نه د دوی د بیرته ستنېدو وروسته به د دوی نه پاتې شوي سامانونه چې پکې ګاډي او څاروي شامل دي، راوړل کيږي خو د هغې تراوسه پته ونه لګېده.

په قبايلي سيمه کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې (اېف ډي اېم ای) ترمخه دغه کډوالو به لکه د نورو په شان خپلو سيمو ته ستانه کړي.

‎اداره وايي د افغانستان نه د شپږو زرو نه زياتې کورنۍ بيرته راستنې کړی شوي چې پکې د دوه زرو نه زياتې خپلو علاقو ته استول شوي دي.

د يادې ادارې ترمخه د پاتې شوؤ کډوالو تړاو د شمالی وزیرستان شوال، دته خېل او هغو سيمو سره دی کومې چې د افغانستان سره په پوله جوختې پرتې دی.

د ادارې وياند احسان داوړ وايي د دغو کډوالو سره به د نورو په شان پوره مرستې کيږي.

‎د شمالې وزیرستان د کډوالو اتحادیې هم په کېمپ کې د کډوالو په حال اندېښنه څرګنده کړې او د واکمنو دغه رويه یې غندلې ده.

د کډوالو د اتحاديې يو مشر غلام وزير وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وویل، داسې ظلم رياست نه کوي د دې خلکو خیال ساتل يې زمه واري ده.

هغه وويل که د دې خلکو مسلې هوارې نه شوې دوی يوه غونډه رابللې په هغې کې به د راتلونکې دپاره تګلاره جوړوي چې د کډوالو د تپوس دپاره د احتجاج يا بله کومه لاره غوره کړي.

اېف ډي اېم ای وايي د کډوالو کېمپ ته يې ټولې اسانتياوې برابر کړي او د امنيت زمه واري د پوځ په لاس کې ده.

‎ ‎د شمالي وزیرستان نه د پارلیمان غړی او د پښتنو د حقونو دپاره جوړ پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر محسن داوړ وايي په کېمپ کې غېراعلاني مارشلا ده، او هغه به په پارلیمان کې دغه خبره راپورته کوي.

هغه وويل د پوځ نه به پوښتنه کوي چې ولې په کېمپ کې خلک د زندان په څېر ساتل کيږي، او هغه د اختر په ورځ کمېپ د ورتلو هڅه کړې وه خو هغه نه ؤ پرېښودی شوی.

هغه وويل د کېمپ په حالاتو خبر دی او زياته یې کړه د کډوالو په نوم چې د بهر دنيا نه کومې پېسې راغلي د هغې تپوس به کوي چې هغه په دوی ولې نه کارول کيږي.

د بکاخېلو په کېمپ کې د ستونزو ترڅنګ د کډوالو ادعاؤ ته د واکمنو لخوا تراوسه کوم رسمي ځواب نه دی ويل شوی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG