لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دعمران خان"دمدینې ریاست"کې به دخبرونو دچینلو مستقبل څه وي؟


دپاکستان نوی حکومت ویلي د نیوز یا خبرونو چینلونه لاندې وړل اؤ دساعت تیرې چینلې راپورته کول دهیواد په ګټه دي اؤ دهغوئ حکومت به هڅه وکړي چې فلم، ډرامې اؤ موسیقۍ ته وده ورکړي.

خو څيړونکي وایي چې که دتحریک انصاف حکومت دخبرونو دچینلونو دفشار لاندې د راوستلو هڅه وکړه نو دا به پاکستان کې په میډيا لګول شوي غیراعلانیه بندیزونه په اعلانیه بندیزونو دبدلولو عمل وګڼل شي.

دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر ښاغلي فواد چوهدري د هیواد دولتي ټيلي ویژن سره خپله یوه مرکه کې ویلي دا به دهیواد په اوږدمهاله ګټه وي چې د خبرونو دچینلو پځایې دساعت تیري چینلې بره راوخیژول شي.

هغه وویل دتحریک انصاف حکومت به فلم، ډرامې اؤ موسیقۍ ته اولیت ورکوي‌ اؤ ګوري به چې ددغه څانګو د ودې دپاره څه کولی شي؟

نوموړي نه چې کله دپروګرام کوربه د انتها خوښۍ اؤ‌ ترهګرۍ په ضد د تحریک انصاف دحکومت نظر وغوښتو نو هغه وویل” هرکله چې عمران خان د مدینې د ریاست خبره کوي نو د مدینې ریاست خو بیا د انتها خوښۍ نه پاک وي هلته خو د انتها خوښۍ سوال نه پیدا کیږي”

خو داطلاعاتو مرکزي وزیر واضحه نه کړه چې حکومت یې د انتها خوښۍ د له مینځه وړلو دپاره څه پروګرام په لاس کې لري‌.

هغه د انتها خوښۍ ختمولو دپاره د وزیراعظم عمران خان د تقریر په حوالې ورکولو تکیه وکړه اؤ‌ وئ ویل “عمران خان هم پخپله وینا کې دانتها خوښۍ ختمولو خبره کړې ده ، د مدرسو خبره یې کړې ده اؤ د انتها خوښۍ زیاتې مسلې خو دې پسې هم پیوست دي”

خیبر پښتونخوا صوبه کې دتحریک انصاف په سیاسي هلوځلو ژور نظر لرونکی خبریال ښاغلی یاسر حسین وایي که د تحریک انصاف حکومت د فن اؤ‌ هنر دلارې د انتها خوښۍ مخه نیسي نو دا به یو د ستائنې وړ ګام وي خو خلک به پښتونخوا صوبه کې د پي ټي‌ ایي د تیر حکومت پینځه کلنې دورې ته هم ګوري.

هغه وایي په تحریک انصاف نن هم تر ټولو ستره نیوکه دا کیږي چې پخپل تیر حکومت کې یې د اکوړي حقانیه مدرسې ته ۵۷کروړه روپۍ خو ورکړي دي ولې د انتها خوښۍ دختمولو دپاره یې هیڅ یو پروګرام په لاره نه دی اچولی.

د یاسر حسین په وینا “ایا دوئ ښودلی شي چې پخپل تیر حکومت کې یې په ترهګرۍ ځپلې پښتونخوا صوبه کې څومره نوې سینیماګانې جوړې کړي یا یې د شته سینیماګانو د تحفظ دپاره څه ګامونه اخستي دي؟”

هغه وایي اوس که چرې د حقیقتونو پټولو دپاره د تحریک انصاف حکومت نیوز یا دخبرونو چینلونه دفشار لاندې راوستل غواړي نو دا کار به په ټوله نړۍ کې دا حکومت رسوا کړي اؤ‌ خلک به دا تاثر واخلي چې د عمران خان حکومت پاکستان کې په میډيا لګیدلي غیراعلانیه بندیزونه اعلانیه کړل

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG