لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: که له امریکا سره اړیکي پراخوو په افغانستان کې به یې اړتیاوو ته پام کوو


واشنګټن ـــ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، که له امریکا سره اړیکې پراخول وي، نو په افغانستان کې به د امریکا ضرورتونو ته پام ګرځول وي.

ښاغلي قریشي د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، چې امریکې ته هم د پاکستان مفاداتو او ضرورتونو ته کتل پکار دي.

نوموړي دا پخلی وکړ چې د امریکا د خارجه چارو وزیر مایک پمپیو به د سپتمپر پر ۵مه نېټه پاکستان ته سفر کوي او د ده په شمول به له نورو پاکستاني چارواکو سره پر دوه اړخیزه مسئلو غږېږي.

شاه محمود قریشي یو ځل بیا د پاکستان هغه حکومتي دریځ تکرار کړ، چې د وزیراعظم عمران خان او د امریکا خارجه وزیر مایک پمپیو تر منځ ټلیفوني خبرو کې دا نه دي ویل شوي، چې ګواکې وسلوال په پاکستان کې فعالیت کوي:

"د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې هغه څه ذکر شوي چې ریښتیا نه دي. په بیان کې دا ذکر چې ترهګر په پاکستان کې فعالیت کوي څه حقیقت نه لري".

امریکې له تېرو څو کلونو راهیسې خصوصاً د ولسمشر ټرمپ تر واکمنۍ وروسته پر پاکستان فشار زیات کړی چې په خپله خاوره کې د افغان طالبانو او حقاني ډلې په ضد اقدامات وکړي، خو پاکستان د هغوی له شتونه انکار کوي. دا چې د عمران خان حکومت به د امریکې دې غوښتنې ته څه ځواب ووایي همدا د دغو دواړو هېوادونو د اړیکو د بیا رغېدو مهم ټکی دی.

شاه محمود قریشي وایي، د امریکې او پاکستان د اړیکو په اړه د ښاغلي پمپیو د خبرو په تناظر کې وویل:

"دوی له پاکستان سره ګټور دوه اړخیز اړیکي غواړي. چېرې چې هم موږ خپلې شریکې ګټې وینو له هغه سره سم به پر مخ ځو".

په پاکستان کې د نوي جوړ شوي حکومت وزیراعظم عمران خان په ټاکنو کې تر بریالیتوب وروسته او تر سوګند پورته کولو وروسته پخپلو دوو ویناوو کې وویل، چې د نورو ګاونډیو هېوادونو تر څنګ به له افغانستان سره ښې اړیکې ساتي او خپله پوله به ورسره پرانیستې ساتي.

خو په افغانستان کې د امریکايي او نېټو ځواکونو عمومي قومندان جنرل جان نيکولسن د زیارت- پنجشنبې په ورځ د غزني د وروستۍ جګړې په تناظر کې تور پورې کړ، چې وایي په پاکستان کې د طالبانو تګ راتګ ازاد دی او طالبان په هغه هېواد کې د خپلو ټپیانو درملنې ته دوام ورکوي.

شاه محمود قریشي له امریکې سره د پاکستان اړیکي ډېرې ګټورې وبللې او ویې ویل چې په افغانستان کې امن په پاکستان کې د امن مرکزي ټکی دی. وایي د ولسمشر غني له خوا یې هم د تحریک انصاف د حکومت په اړه مثبت پیغام تر لاسه کړی او دوی به وګوري چې په افغانستان کې د امن په اړه څه کردار تر سره کولای شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG