لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:امریکا سره به مو اړیکې دنیک نیت اؤ خلوص وي


شاه محمود قریشي
شاه محمود قریشي

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي شاه محمود قریشي ویلي دامریکا اؤ پاکستان د غوره ګټو دپاره به د دواړو هیوادونو اړیکې په خلوص اؤ‌ نیک نیتۍ ولاړې وي اؤ په ښه ډول به پرمختګ کوي.

اسلام اباد کې د امریکا فارغ شوي سفیر ډیوډ هیل سره د مخې ښې لیدنه کې شاه محمود قریشي ویلي هغه اسلام اباد ته دامریکا دبهرنیو چارو د وزیر مائيک پومپیو د سفر منتظر دی .

دبهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې اوړمه ورځ دامریکا دبهرنیو چارو د وزیر مائیک پومپیو اؤ‌ دپاکستان د وزیراعظم عمران خان ترمینځ‌ شوؤ‌ ټیلي فوني خبرو د دواړو هیوادونو ترمنیځ ناندرۍ پیدا کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هیډرنورټ له دغو خبرو وروسته خپل بیان کې ویلي وؤ چې خارجه وزیر مائیک پومپیو دپاکستان په وزیراعظم ټینګار کړی چې پاکستان کې دفعاله ترهګرو ډلو په ضد رغنده ګامونه واخلي خو دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند اؤ خارجه وزیر وایي چې په دغو خبرو کې د ترهګرۍ په اړوند هډو بحث نه دی شوی.

خو بل لوري ته امریکا پخپله خبره ولاړه ده اؤ وایي دامریکا دبهرنیو چارو وزیر وزیر اعظم عمران خان څخه غوښتې چې د ټولو ترهګرو ډلو په ضد باید غوڅ ګامونه واخلي.

دامریکا فارغ شوي سفیر سره لیدنه کې خارجه وزیر ښاغلي شاه محمود قریشي ویلي هغه پاکستان ته د امریکایي خارجه وزیر د سفر منتظر دی اؤ هیله لري چې دواړه هیوادونه به راتلونکي کې داسې صادقانه اړیکې ولري چې هغه به د دواړو هیوادونو په ګټه تمامیږي.

په اسلام اباد کې دامریکا فارغ شوي سفیر ښاغلي ډیو هیل ته دامریکا دبهرنیو چارو په محکمه کې د سیاسي چارو د سکتر ذمه وارۍ سپارل شوي دي اؤ شاه محمود قریشي زیاته کړې ده چې ښاغلی ډيوډ هیل دپاکستان اؤ د سیمې د وضعیت نه په ښه ډول خبر دی ځکه نو د هغه نوې ټاکنه به دامریکا اؤ پاکستان په نزدیکت کې نور ښه رول هم ادا کړي.

د روان کال دپیل راهسې دپاکستان اؤ امریکا په اړیکو کې وروسته له هغې سخت تاؤ تریخوالی پیدا شوی چې په لمړۍ جنورۍ دامریکا صدر ډانلډ‌ ټرمپ په ټوئټر په پاکستان تورونه ولګول چې امریکه نه یې په فریب ۳۳ اربه ډالر اخستي اؤ دهاغو ترهګرو مرسته یې کړې چې امریکا یې په ضد ولاړه ده.

وروسته امریکا په پاکستان خپلې ټولې پوځي مرستې هم وتړلې اؤ وئ ویل چې دغه مرستې به پاکستان ته تر هغې نه ورکړل کیږي ترڅو چې یې خپله خاوره کې دفعالو ټولو ترهګرو ډلو په ضد غوڅ ګامونه نه وي اخستي

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG