لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ميرانشاه احتجاجي پرلت وځنډول شو


د شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشاه کې درې ورځې وړاندې پېل شوی احتجاجي پرلت نن د اتوار، يکشنبې په ورځ وروسته له هغې وځنډول شو چې د پرلت د مشرانو په وېنا پوځي او انتظامي چارواکو ورته د غوښتنو منلو باور ورکړو.

د احتجاجي پرلت ځنډول کېدو نه وړاندې د سيمې نه د پارلیمان غړي محسن داړو ګډون والو ته په وېنا کې وويل، چې د دوی ټولې غوښتنې ومنل شوې، خو که په دغو غوښتنو عمل ونه شو نو دوی به بيا احتجاجي پرلت پېلوي.

درې ورځې وړاندې د شمالي وزيرستان د مرکز ميرانشا نه پينځه کلومیټره لويديځ پله لرې په همزوني سيمه کې په احتجاجي مظاهره چيانو ډزې شوې وې.

احتجاج کوونکو تور لګولی ؤ چې دوی په علاقه کې د ګرځبندېز (کرفيو) پرضد مظاهره کوله او په دغه مهال پرې پوځ نېغ په نېغه ډزې کړې چې پکې په ځای يو تن وژل شوی او د ۱۱ پورې نور ژوبل شوي وو، خو په ژوبلو کې پرون يو بل تن ژوند د لاسه ورکړی دی.

د يادې پېښې سمدست وروسته د محسن داوړ په مشرۍ په ميرانشاه کې احتجاجي پرلت پېل شوی ؤ.

دوی غوښتنه کوله چې د ډزو په پېښه کې دې د ککړو پوځيانو پرضد د پوځي قانون لاندې سخته کارروايي (کورټ مارشل) وشي، او د پنجاب په څېر يې د وژل شوؤ او ژوبلو دپاره مالي مرستې غوښتې وې.

د سيمې دپاره پوځي مشر (جی او سي) په پېښه کې د وژل شوؤ دپاره پينځه لاکه او ژوبلو دپاره د دوه لاکه روپو ورکولو اعلان کړی ؤ.

خو احتجاج کوونکو دې مرستې ته ټوقه ويلي ؤ چې په دغو خلکو پورې خندنی شوی دی.

نن د اتوار، يکشنې په ورځ د شمالي وزيرستان انتظاميې او احتجاجي پرلت يو مشر ملک اصغر داوړ وي او ای ډيوه سره په خبرو کې پخلی وکړو چې پرلت وځنډول شو.

د انتظاميې په وېنا د پرلت ټولې غوښتنې ومنل شوې او عمل به پرې کولی شي.

اصغر وويل چې دوی ته د غوښتنو منلو پوره باور ورکړی شو، چې يو کمېشن به جوړولی شي او هغه به د دغه پېښې پلټنې کوي.

هغه وويل ورته باور ورکړی شو چې د وژل شوؤ دپاره به ورته د ۱۵ نه تر ۲۰ لاکه او ژوبل دپاره به د لسو لاکو روپو ورکولو اعلان کولی شي.

هغه زياته کړه دا هم ورته باور ورکړی شو چې په سيمه کې به نور غېر اعلاني ګرځبندېز نه وي او يواځې د اتوار په ورځ به د معمول کرفیو لګولی شي.

اصغر وويل بې د تپوسه به پوځ د چا کور ته نه ورځي، د علاقې مشر يا د انتظاميې کوم چارواکی به ورسره وي او لومړی به هغه کور ته خبرتیا ورکولی شي.

د پرلت يو بل ګډون وال ملک عمر خان وويل، په وزيرستان کې ډېری مسلې دي او د هغې د هوارولو دپاره دوی يواځينۍ حل لاره د احتجاجي پرلتونو په شکل کې پېدا کړه.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل که چارواکي يې غوښتنې نه مني يا د هغوی سره کوم ظلم زیاتی کيږي نو د سیمې خلک به يې پرضد هم دغه پرامنه احتجاجي پرلت کوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG