لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: د ميرانشاه د احتجاجي پرلت سره په شوؤ ژمنو عمل پېل شوی


د شمالي وزيرستان انتظاميه وايي په ميرانشاه کې د احتجاجي پرلت کوونکو په شوؤ ژمنو عمل پېل کړی شوی او نن په سيمه کې پوځي کاروانونه روان دي خو ګرځبندېز (کرفيو) نه ده په ځای کړی شوې.

په شمالي وزيرستان کې به په عامه توګه د اتوار په ورځ د پوځي کاروانونو د تګ راتګ په مهال کرفيو لګول کېده خو که د اتوار په ورځ به کرفيو ونه لګول شوه نو په بله ورځ به ګرځبنديز پرځای کېدو.

د شمالي وزيرستان انتظامي چارواکو وي او ای ډيوه سره په خبرو کې نن د ګل، دوشنبې په ورځ وويل، د احتجاجي پرلت سره په شوؤ ژمنيو کې کرفيو نه ده لګول شوې.

دغه ډول د پوځي چارواکو د اعلان پرته انتظاميې خپلو لوړو پوړو افسرانو خط لېږلی چې د همزوني په پېښه کې د وژل شوي او ژوبلو دپاره مالي مرستې سېوا کړي.

په وزيرستان کې د ناامنۍ په پېښه کې وژل شوي کورنۍ ته د حکومت لخوا درې لاکه روپۍ او ژوبل ته يو لاک روپۍ ورکول کيږي.

انتظاميه وايي دا خو لا نه شي ويلی چې په همزوني کې ډزې چا کړې وې خو د دغه پېښې د پلټنو دپاره به يوه ګډه کميټي جوړولی شي چې پکې به د انتظاميې او پوځ چارواکي شامل وي.

بل لور ته د شمالي وزيرستان د ميرانشاه د مرکزي روغتون مشر ډاکټر حميدالله وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وویل، د جمعې په ورځ روغتون ته يو مړی او اته ژوبل کسان راوړل شوي وو.

هغه وويل دا ټول ژوبل کسان چې په ډزو لګېدلي پکې يو سخت ژوبل پوځ د پېښور پوځي روغتون ته منتقل کړی او هلته یې درملنه روانه ده.

ډاکټر وويل چې د شپږو کسانو اوس هم د ميرانشاه په روغتون کې درملنه روانه ده او روغتيايي حالت يې ښه دی.

د شمالي وزيرستان د مرکز ميرانشاه سره لويديځ پله په پينځه کلوميټره فاصله د جمعې په ورځ په سيمه کې د ګرځبنديز پرضد مظاهره روانه وه او د دغو مظاهره چيانو په وېنا په دوی پوځي سرتېرو نېغ په نېغه ډزې کړي چې پکې يو تن وژل شوی او اته نور ژوبل شوي وو.

د خالي، شنبې په ورځ د پاکستان مسلم ليګ ن احسن اقبال هم د همزوني د پېښې غندنه کړې وه.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند د حکومت مخالفه ګوندونو په مري کې يوه ټول يوې ټول ګونديزه غونډې وروسته احسن اقبال رسنیو سره په خبرو کې ويلي ؤ.

"په ننۍ غونډه کې د وزیرستان د پېښې غندنه شوې او د حکومت نه د ازادو پلټنو غوښتنه او په پېښه کې د ککړو کسانو پرضد د کاروایۍ غوښتنه شوې ده".

د جمعې په ورځ د شمالي وزيرستان په همزوني سيمه کې په مظاهره چيانو د ډزو پېښه د پاکستان د ډان ورځپاڼې ترڅنګ نورې ځايي او بهرنۍ ميډيا هم رپوټ کړې وه.

د يادې پېښې سمدست وروسته د سيمې نه د پارلیمان د منتخب غړي محسن داوړ په مشرۍ په ميرانشاه کې احتجاجي پرلت پېل شوی او پرون د اتوار، يکشنبې په ورځ نوموړي اعلان کړی چې د انتظامي او پوځي چارواکو د باور وروسته پرلت ځنډوي.

هغه دا هم ويلي ؤ چې د دوی د ټولو غوښتنو پوره کولو باور ورته ورکړی شوی دی، د دوی په غوښتنو کې د ډزو کوونکي مالومول او هغوی ته د پوځي قانون لاندې سزا ورکول، غېر اعلاني ګرځبندېز نه لګول، مالي مرستې سېوا کول او د خلکو کورونو ته بې د تپوسه د پوځ ورننوتلو نه ډډه کول شامل وو.

خو د محسن داوړ د خبرو وروسته د پوځ وياند مېجر جنرال اصف غفور په يو ټويټر ويلي، ​"د پېښې د پلټنو پېل کولو ویل شوي خو د پوځي کورټ مارشل ورکولو باور پوځ نه دی ورکړی، او پوځ نه څوک وژلي او نه يې ژوبل کړي دي، هغه ويلي وي او ای ډیوه د دروغو خبرونو خپرولو روايت ته دوام ورکړی او د وزيرستان خلک امن خوښوونکي دي".

د نوموړي په ځواب کې محسن داوړ بيا ټويټ کړی چې "پوځ د خپلو خبرو نه په شا کېدو دود ته دوام ورکړی او زمونږ ترمنځ د خبرو پېل په دې شوی ؤ چې ستاسو (پوځ) لخوا به د بې ګناه خلکو د وژنې خپله غلطي ومنل شي، او مونږ د دغه شرط وروسته خبرې پېل کړې وې".

د دغو خبرو په ځواب کې اصف غفور ويلي، دوی د خپلو خبرو څخه نه په دي شا شوي او له دغې وروسته محسن داوړ بيا د همزوني په پېښه کې د مړ او ژوبلو د نومونو فهرست خپور کړی او ويلي يې دي چې دا فهرست يې د روغتون د اېمرجنسۍ څخه ترلاسه کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان کې د پولیو د څاڅکو ځانګړی کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG