لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخبریالانو احتجاج ،خو ریښتیا څه دي،سلیم صافي فریق دی که بې پلوه؟


دپيښور خبریالانو نن پاکستان کې د واکمن ګوند دتګلارو مخالف پښتون خبریال سلیم صافي ته دتحریک انصاف دغړو لخوا په ټولنیزو رسنیو و ویل کیدونکو سپکو سپورو په ضد احتجاج کړی.

دغو خبریالانو ډرکه کړې چې که د واکمن ګوند غړو دخبریالانو په ضد د سپکې رویې نه لاس وانه خستو نو هغوي به د ټول هیواد دخبریالانو په ملتیا احتجاجونه پیل کړي.

سلیم صافي تیره اوونۍ دپاکستان د اردو ژبه یوه ورځپاڼه کې پخپل کالم کې لیکلي وؤ چې پخواني وزیراعظم نوازشریف د وزیراعظم د ماڼۍ لګښتونه له خپله جیبه غوڅ کړي چې په دې د واکمن ګوند غړي په ټولنیزو رسنیو دسلیم صافي په ضد راپاریدلي اؤ هغه دپخواني وزیراعظم نوازشریف په ناجائزه ملاتړ تورنوي.

د ګل په ورځ دخیبر یونین اف جرنلسټس اؤ‌ پېښور پریس کلب په غوښتنه ګڼ شمیر خبریالانو د سلیم صافي په پلوۍ د پېښور پریس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره کړې اؤ‌ واکمن ګوند تحریک انصاف یې د خبریالانو په ویرؤلو تورن کړی دی.

دخیبر یونین اف جرنلسټس صدر سیف الاسلام سیفي وائس اف امریکا ډيوه ته ویلي پاکستان کې وخت په وخت پوځي امرانو هم هڅه کړې چې خبریالان دفشار لاندې وساتي خو تر اوسه خبریالانو دچا فشار ته سر نه دی ټیټ کړی اؤ د عمران خان حکومت هم نه شي کولی چې خبریالان د فشار لاندې راولي.

هغه وویل خبر ورکول دخبریال کار وي اؤ که څوک دخبریال دخبر یا نظر سره اختلاف ولري هغوئ کولی شي ددغه خبر په هکله خپل سپیناوی وکړي یا نظر روښانه کړي خو خبریال ته د سپکاوي کولو حق هیڅوک نه لري.

د پېښور پریس کلب ستر سکتر شهاب الدین وویل مظاهرې ته پخپله وینا کې وویل د تحریک انصاف ګوند غړو بدمعاشي پیل کړې ده اؤ غواړي پخپله دې بدمعاشۍ خبریالان وویروي خو دوئ ته معلومه وي چې څنګه چلند د دوئ وي هغسې چلند به خبریالان هم پیل کړي .

هغه وویل که له دې وروستو هم د واکمن ګوند غړو په ټولنیزو رسنیو د خبریالانو له سپکولو لاس وانه خستو نو دپېښور خبریالان به بیا په ګرد هیواد کې په احتجاجي مظاهرو پیل کولو مجبور شي.

د واکمن ګوند تحریک انصاف اؤ سیلم صافي تر مینځ راپورته شوې شخړې په ټولنیزو رسنیو هم زیات ارزښت ترلاسه کړی .

ګڼ شمیر پښتانه فعالین اؤ پاکستاني خبریالان په دغه قضیه کې د سلیم صافي ترڅنګ ولاړ دي اؤ دهغه په ملاتړ پوسټونه کوي خو دپنجاب ځینې خبریالان بیا پخپلو څرګندونو کې سلیم صافي ملامتوي اؤ وایي چې خبریالان باید دسیاسي ګوندونو د ویاندویانو په توګه د کار کولو پځایې بې پلوه پاتې شي.

دپنجاب وتلي خبریال مجیب الرحمان شامي امریکه غږ ته ویلي یو خبریال باید بې پلوه وي خو له بده مرغه پاکستان کې خبریالان پخپله په معاملو کې فریق جوړیږي.

خبریال سلیم صافي بیا وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي چې هغه هیڅکله په سیاسي چارو کې فریق نه دی جوړ شوی اؤ هغه حقیقت یې ویلی چې حکومت یې هم تر اوسه رد ونکړل شو.

هغه ویلي دیو پښتون په توګه د پښتنو خاورې اؤ چارو سره دهغه تړون لازمي دی اؤ هغه د پښتنو په ستونزو راپورته کولو د تحریک انصاف ګوند د سترګو ازغی جوړ شوی دی.

خو دتحریک انصاف ګوند مشران بیا په سوشل میډيا وایي چې هغوئ د سلیم صافي د یو اړخیزه رپورټنګ په ضد دي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG