لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ثمر هارون بلور په ضمني انتخاباتو کې کانديده نومول شوې


ثمر هارون بلور
ثمر هارون بلور

عوامي نيشنل ګوند د وژل شوي هارون بلور ښځه ثمر هارون بلور په ضمني انتخاباتو کې کانديده نومولې ده، هارون بلور د جولايۍ په میاشت کې د انتخابي کمپاين په مهال په ځانمرګي بريد کې وژل شوی ؤ.

د پاکستان الېکشن کمېشن اعلان کړی په څلورم اکتوبر به د قامي او صوبايي اسمبليانو د پاتې شوؤ يا په خالي کړی شوو چوکو باندې ضمني انتخابات کولی شي.

د الېکشن کمېشن ترمخه د قامي اسمبلۍ په ۱۱، د خېبرپښتونخوا په نهه، د پنجاب په ۱۳، سندهـ او بلوچستان په دوه دوه حلقو به ضمني انتخابات کيږي.

عوامي نيشنل ګوند د هارون بلور ښځه ثمر هارون بلور په هغه حلقه باندې کانديده نومولې کومه چې د هارون بلور نه پاتې شوې وه.

د هارون بلور د وژنې وروسته په پي کی ۷۸ پېښور باندې انتخابات ځنډول شوي وو.

هارون بلور د عوامي نیشنل ګوند د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو سېکتر او د پي کی ۷۸حلقې کانديد ؤ، په هغه باندې په ۲۱م جولايۍ د انتخابي کمپاين په مهال ځانمرګی بريد شوی او هغه پکې د ۲۱ کسانو سره وژل شوی ؤ.

ثمر هارون بلور او د دانیال بلور
ثمر هارون بلور او د دانیال بلور

ثمر هارون بلور د هارون بلور د وژنې څو ورځې وروستو وي او ای ډيوه سره په ځانګړې مرکه کې ويلي ؤ، "د هارون مشن به پوره کوو".

هغې ويلي ؤ "دښمن ته به په دې لار ماتې ورکوؤ چې د هارون په ځای د هغه د کورنۍ تن په دې حلقه بيا انتخاباتو ته ودرولی شي".

عوامي نيشنل ګوند ویلي، په باچاخان مرکز کې د ګوند په پارلیماني غونډه کې پرېکړه شوې او د ثمر هارون بلور سره د نورو پينځه ؤ کانديدانو د نومونو اعلان هم شوی چې په ضمني انتخاباتو کې به برخه اخلي.

پاکستان کې په ۲۵م جولايۍ د عامو انتخاباتو نه وړاندې درې کانديدان په ځانمرګو بريدونو کې وژل شوي وو.

په پېښور کې په هارون بلور، په ډېره اسماعيل خان کې په اکرام الله خان ګنډاپور او د بلوچستان په مستونګ کې په سراج رئيساني ځانمرګی بريد شوی او هغه پکې د ګڼو کسانو سره وژل شوی ؤ.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG