لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مشال خان وژنې قضيه: هایکورټ د دوه بنديانو د ضمانت خواستونه رد کړي


د مشال خان د وژنې په قضيه کې وروسته نيول شوؤ دوه کسانو په ضمانت د خوشي کېدو خواستونه د پېښور هايکورټ رد کړي دي.

د مشال خان د کورنۍ وکیل فضل خان اېډوکېټ وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، صابر مايار او اظهار الله چې وروستو په دې قضيه کې نيول شوي او بندي دي، د دوی په ضمانت د خوشي کېدو خواست د پېښور هايکورټ قاضي محمد ناصر محفوظ د ګل، دوشنبې په ورځ رد کړي دي.

هغه وويل د مشال د کورنۍ له طرفه دوی هايکورټ ته څو خواستونه کړي چې پکې يو د هايکورټ د اېبټ اباد څانګې لخوا د بندي ۲۵ مجرمانو د سزا معطل کولو په اړوند دی چاته چې څلور کاله بند اورول شوی ؤ او ياد عدالت يې سزا معطل کړې وه.

فضل خان وايي د دغه فېصلې پرضد خواست باندې په پينځم ستمبر هايکورټ کې اورېدنه کیږي.

هغه وويل د دې ترڅنګ په هايکورټ کې دا خواست هم شوی ؤ چې کومو پينځه کسانو ته د عمر بند اورول شوې دغه سزا دې د مرګ سزا ته واړول شي.

د مشال کورنۍ د هغو ۲۶ کسانو چې خوشي کړی شوي وو د دغه فېصلې پرضد هم هايکورټ ته خواست کړی ؤ. د يادې فېصلې پرضد د خېبرپښتونخوا هم هايکورټ ته خواست کړی ؤ.

فضل خان وايي دوی هيله کوي چې د ستمبر د میاشتې نه به دا ټول خواستونه په هايکورټ کې رايوځای شي او په يو ځای به يې اورېدنه روانه شي.

د مشال د وژنې په قضيه کې د روان کال د فرورۍ د مياشتې په اوومه نېټه د خېبرپښتونخوا په هري پور زندان کې د ترهګرۍ د مخنیوي د عدالت قاضي فضل سبحان فېصله اورولې وه.

په فېصله کې يو تن ته د مرګ ، پينځه ؤ ته د عمري بند او ۲۵ نورو ته د څلورو څلورو کالو بند سزا اورول شوې او ۲۶ کسان خوشي کړی شوي وو.

له دغې وروستو د فرورۍ د میاشتې په ۲۷م نېټه د پېښورهايکورټ د اېبټ اباد څانګې د هغو ۲۵ مجرمانو سزا معطل کړې وه چاته چې څلور کاله بند اورول شوی او د هغو د خوشي کېدو ضمانتونه يې منظور کړي وو.

په ياده قضيه کې د ۵۷ کسانو په اړوند فېصله اورول شوې او څلور تنه چې پکې صابر مايار، اظهارالله (جوني)، عارف خان او اسد کاټلنګ شامل وو دوی وروستو نيول شوي او بندي دي.

فضل خان وايي د دوی په اړوند لا پوره چالان نه دی جمع شوی.

د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د ژورنالزم د څانګې زده کوونکی مشال خان د کال ۲۰۱۷م د اپرېل د مياشتې په ۱۳م نېټه د هغه زده کوونکو ملګرو او د پوهنتون انتظاميې د مذهب د سپکاوي په تور په تشدد او ډزو وژلی ؤ.

سترې محکمې په ياده پېښه خپل ځاني نوټس اخستی او پوليس په خپل لومړي رپوټ کې ويلي ؤ چې د مشال خان په اړوند ورته داسې هيڅ ثبوت په لاس نه دی ورغلی چې ګنې هغه د مذهب سپکاوی کړی ؤ.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG