لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوې څېړنه: د اسپرین ګټه له تاوان څخه زیاته ده


اسپرین د دردونو د ارامولو لپاره اخیستل کیږي خو ډاکټران د اوږدې مودې راهیسې سپارښتنه کوي چې که هره ورځ لږ اسپرین واخیستل شي نو د زړه له حملو څخه پرې مخنیوی کیدای شي.

ډاکټر هولي انډرسن وايي:

"دا روښانه ده چې په ورځ کې یو دانه اسپرین ګولۍ هغو خلکو ته ګټه رسوي چې مخکې پرې د زړه حمله او سټروک راغلی وي او کولای شي په راتلونکې کې هم د زړه د حملو خطر کم کړي او په دې توګه دغه ډول کسان زیات ژوند وکړئ. "

اوس په دې اړه لویې څېړنې شوي چې ایا اسپرین کولای شي خلک د زړه له لومړنیو حملو څخه هم وژغوري.

په دې اړه درې نوې څېړنې د نه یا منفي ځواب لري.

یو څېړنه په ۱۲۰۰۰ هغو کسانو کې شوې چې د وینې د لوړ فشار، لوړ کولسټرول او سګرت څکولو له امله د زړه د ناروغیو له ګواښ سره مخامخ وو.

په پایله کې ولیدل شوه چې دغو کسان ته یې کومه ګټه نه وه رسولې او کیدای شي دلیل یې هم دا وو چې یادو کسانو ددغو ګواښونو د کمولو لپاره نور درمل هم اخیستل.

ډاکټر مایکل ګزیانو وايي:

"هغه ګواښ چې یو کس ورسره مخامخ وي د وخت په تېرېدو سره بدلون مومي او دغه بدلون ځینې وخت د خطرناکو فکتورونو په مهارولو کېږي د کومو له امله چې په دې ډول کسانو کې د زړه د ناروغیو نښې نښانې راڅرګندیږي. "

بله څېړنه له ۱۵۰۰۰ څخه په زیاتو هغو کسانو شوې چې د شکر یا ډیابېټېس ناروغي یې درلودله خو په دغو کسانو کې یې خونریزي رامنځته کړه.

د اکسفورډ له پوهنتون څخه جېن ارمیتېج وايي:

"مونږ ولیدل چې په ناروغانو کې یې ۳۰ فیصده د خونریزۍ خطر زیات کړ او له همدې امله دغه ډول کسان روغتون ته واستول شول.

کیدای شي خونریزي له خېټې، دماغ او یا له سترګو څخه وي چې که په سترګو کې وي نو د سترګو په دید هم ناوړه اغیز کولای شي. "

ددغو څېړونو پر بنسټ چې په روانه اونۍ کې د اروپا د زړه د ډاکټرانو د ټولنې یا یوروپین سوسایټي اف کاړډیالوجي لخوا شوې هغه سپارښتنه بیا هم نه بدلیږي چې اسپرین هغو کسانو ته ګټه رسوي چې مخکې تر مخکې د زړه له حملو سره مخ شوي وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG