دخیبرپښتونخوا صوبې وزیراعلی ښاغلی محمود خان وایي د قبائیلي سیمو پښتونخوا صوبه کې له ورګډيدو وروسته به اوس حکومت چټک هڅې وکړي چې ټولې قانوني مرحلې زر ترزره سرته ورسوي اؤ ددغو سیمو خلک صوبې سره د پیوستون له خوږو برخمن شي.
تیره ورځ پیښور کې د لوړې کچې د یوې غونډې په مهال د قبائیلي سیمو صوبه کې د ورګډیدو،ددغو سیمو دستونزو اؤ پرمختیايي پلانونو په اړوند د صوبې نوي وزیراعلي ته احوال تیر کړل شوی دی.
غونډې ته پخپله وینا کې وزیراعلی محمود خان وویل د نائن الیون راپدیخوا دقبائیلي سیمو خلکو سختې کړمې لیدلي ، دوئ زوریدلي اؤ د بې شمیره ستونزو سره مخ دي ځکه نو دتحریک انصاف حکومت غواړي چې نور باید ددغو خلکو بدې ورځې ختمې اؤ د سوکاله ژوند موقعه ورکړل شي.
دغونډې په مهال وزیراعلي ته ویل شوي چې صوبه کې د ورګډو کړل شوؤ (پخوانیو قبائیلي سیمو) نوؤ اوو ضلعو ټوله ابادي شاوخوا ۵۰لکه ده اؤ دغلته د لیک لوست کچه ۲۲ فیصدي ده.
وزیراعلي ته ویل شوي چې دنوؤ ضلعو دپرمختیا لیکې سمولو دپاره اړینه ده چې دغلته د ټولو کارونو دپاره یوه کوټلې ځاندره وجود ولري،سیاسي ثبات،د بلدیاتي ادارو جوړؤنه اؤ د پولیسو نظام هغه مهم کارونه دي چې په سمدستي ډول باید ترسره کړل شي.
وزیراعلي محمود خان غونډې ته ویلي چې دغو ټولو اهدافو ته په بیړه د رسیدلو دپاره باید هڅې چټک اؤ تګلارې وټاکل شي.
هغه وویل پاکستان تحریک انصاف تر ټولو زیات ددې خبرې پلوی دی چې د نوؤ ضلعو بده ورځ باید له مینځه یوړل شي اؤ ددغو سیمو خلکو ته هم د هیواد د نورو برخو په څير دهغوئ ټول حقونه اؤ اسانۍ ورکړل شي.
هغه وویل د نوؤ ضلعو د ولس د ژوند کچه لوړول دتحریک انصاف په منشور کې شامل دي اؤ حکومت به هڅه وکړي چې په ټولو نوؤ ضلعو کې د انتظامي چارو منظم کولو تر څنګ د ولسي ښېګړو چارې هم پرمخ بوځي.
د روان کال دمئ په میاشت کې خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورکډو کړل شوؤ پخوانیو قبائیلي سیمو ولس نیوکې کوي چې صوبه کې له ورګډیدو وروسته هم په هغوئ زیاتره پخواني قوانین لاګو دي اؤ دخپلو جمهوري اؤ ائني حقونو څخه بې برخې دي.
نوؤ ضلعو ته لا تر دې دمه په بشپړ ډول د صوبې ټولې انتظامي اؤ قانوني څانګي نه دي غځول شوي اؤ پئیل شوې ده چې په راتلونکو پینځوؤ کالو کې به په دغو ضلعو کې هم لکه د خیبر پښتونخوا د نورو سیمو په څير یوه بشپړه انتظامي اؤ قانوني ځاندره فعاله شي .
دا مهال د نوؤ ضلعو دننه ټولې قانوني اؤ انتظامي چارې د یو موقتي صدارتي امر په اساس پرمخ وړل کیږي