دخیبر پښتونخوا صوبې ۱۱کسیزې کابینې ته د چهارشنبې په ورځ سوګند ورکړل شوی چې پکې زیاتره د تیر حکومت وزیران اؤمشیران شامل دي.
دنوې کابینې په جوړښت کې د واکمن ګوند دننه داختلافونو راپورونه هم مخې ته راغلي وؤ اؤ د وزیراعلي د معاون په توګه نومول شوي ملک شاه محمد خان له منصب قبلولو انکار کړی ؤ.
نوې کابینې ته سوګند د ګورنر په ماڼۍ کې د صوبې موقتي ګورنر ښاغلي مشتاق غني ورکړی دی.
په کابینه کې دتعلیم پخواني صوبايي وزیر عاطف خان ته دسنئیر وزیر دمنصب ترڅنګ د سیلکړۍ دمحکمې واک هم سپارل شوی.
ددې ترڅنګ شهرام خان ترکئ ته دبلدیاتو،تیمور سلیم جګړا ته دخزانې،اشتیاق ارمړ ته دځنګلونو،قلندر خان لودهي ته دخوراک،شکیل خان ته دمال،محب الله ته د کرکیلې،ډاکټر امجدعلي ته دمعدنیاتو،سلطان محمدخان ته دقانون،هشام انعام الله ته دصحت اؤ کامران بنګش ته د انفارمیشن ټیکنالوجۍ محکمې سپارل شوي.
دصوبې په نوي حکومت کې عبدالکریم اؤ ضیاء الله بنګښ د وزیراعلي د صلاح کارانو په توګه اخستل شوي دي.
په ۱۱کسیزه کابینه کې که یوخوا زیاتره زړې څهرې اخستل شوي نو بلخوا پکې یوې میرمنې ته هم وزارت نه دی ورکړل شوی .
د واکمن ګوند تحریک انصاف سرچینې وایي چې په راتلونکي کې به د کابینې د وزیرانو شمیره نوره هم وغځول شي اؤ یوه میرمنه به هم د وزیراعلي د صلاحکارې په توګه حکومت کې شامل کړل شي.
دکابینې د سوګند اخستو نه وړاندې یو نومول شوي وزیر اکبرایوب خان دخپلې خوښې د وزارت په نه ترلاسه کیدلو اؤ دبنو ملک شاه محمد د وزیراعلي دمعاون په توګه په ټاکل کیدو باندې خفګان ښکاره کړی ؤ اؤ نن دغو دواړو کسانو سوګند نه دی اخستی