لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې د عمران خان نه شپږ غوښتنې کړي


د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې (هيومن رائټس واچ) د پاکستان نوي منتخب شوي وزيراعظم عمران خان ته د بشري حقونو په اړوند خط ليکلي او غوښتنې يې ترې کړی چې د حکومت پام يې بايد په بشري حقونو وي.

په خط کې ليکل شوي د خان سره ښه موقع ده چې يو داسې حکومت په وړاندې بوځي په کوم کې چې د قانون واکمني او په جمهوري ادارو د اولس اعتماد په ځای وي.

ويل شوي د پاکستان د پرمختيا دپاره اړينه ده چې حکومت د بشري حقونو ايجنډا مخ پر وړاندې بوځي.

د ادارې د اسيا ډايريکټر برېډاېډمز ويلي،"پاکستان دا وخت د سختو بشري حقونو د ننګونو سره مخ دی او د هغې حل کولو ته بايد حکومت لومړيتوب ورکړي".

هغه ويلي، "حکومت بايد ناوړه قوانين او پاليسيانې په شا کړي او په ملک کې د قانون عملداري او ټولنې ته د برابرۍ د انصاف ورکولو د ژمنې څرګندونه وکړي".

د بشري حقونو د څار ادارې د پاکستان په حکومت تینګار کړی چې د اولس بنیادي، سياسي، اقتصادي، ټولنيز او کلتوري حقونو دپاره کوټلي ګامونه پورته کړي کومې چې شپږ مهمې برخې دي.

ادارې ويلي دا هغه خبرې دي چې په دې کې " د اظهار رايې په ازادۍ او مدني ټولنه بريدونه، د مذهب او عقيدې ازادي، د ښځو او جينکو پرضد تشدد، تعليم ته لاس رسی، د تېزندۍ په سزا د بندېز پرځای کول، د ترهګرۍ او ترهګرۍ پرضد فعاليتونو کې سرغړونې شامل دي".

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې وزیراعظم عمران خان ته دا خط په داسې حال کې ليکلی چې په پاکستان کې په وروستيو کې د پښتنو د حقونو دپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ راولاړ شوی او دوی په پښتنو سيمو او په ځانګړي ډول په خېبرپښتونخوا کې په وروستيو کې ورګډو شوؤ قبایلي علاقو کې د حقونو غوښتنې کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو غوښتنو دپاره د خېبرپښتونخوا نه تر پلازمينې اسلام اباده پورې لاريون کړی او د ملک په بېلابيلو برخو کې يې اولسي غونډې هم کړي دي.

دغه غورځنګ غوښتنې کوي چې په قبايلي ضلعو کې دې په پوځي چيک پوستو د خلکو سره سمه رویه وساتل شي، په ځانګړي ډول په وزيرستان کې دې ښخ ماينونه پاک کړی شي او غېراعلاني ګرځبندېز دې نه کيږي.

غورځنګ ادعا کوي چې د کلونو راهسې په زرګونو خلک بې درکه دي هغه دې د ملک د قانون او ائين ترمخه عدالتونو ته وړاندې کړی شي، او د نقيب مسيد په وژنه کې د انصاف غوښتنه کوي دوی په سيمه کې د هدفي وژنو د مخنيوي غوښتنه هم کوي.

د دې ترڅنګ په ملک کې د بلوچ مسنګ پرسنز په نوم تحریک هم د زرګونو خلکو د ورکولو تورونه لګوي، او په وروستو کې دغه ډول ادعاوې په سندهـ صوبه کې هم شوي دي.

په پاکستان کې پښتانه او بلوڅ ملت پاله ګوندونه وخت په وخت په ملک کې د برابرۍ په اساس په خپلو قامي وسيلو باندې د حق غوښتنه کوي.

د عمران خان په نوم خط ته د پاکستان د بشري حقونو مرکزي وزيرې شيري مزاري په غبرګون کې ويلي، "مونږ د خپلو مسؤليتونه څخه خبر يُو، او د پاکستان او نړیوالو قوانينو زمه واريو لاندې د خپلو وګړو د حقونو او ساتنې يقينې کولو په اراده ولاړ يُو".

هغې دا هم ويلي د پاکستان نوی حکومت د خپلو ټولو وګړو د بشري حقونو يقينې کولو دپاره د اړونده قوانينو پرځای کولو په ضرورت خبر دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړې ده.​

XS
SM
MD
LG