لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

میانمار د م م هغه راپور رد کړ چې پوځ یې د روهینګیا په مسلمانانو ظلم او تیری کړی

میانمار د ملګروملتونو د پلټونکو د ځانګړې ډلې هغه راپور رد کړ په کوم کې چې ددغه هېواد پوځ د روهینګیا د مسلمانو لږکیو په ټول وژنې یا قتل عام او ددوی په وړاندې د بشري حقونو په تیریو باندې تورن شوی دی.

د میانمار د پوځ ویاند زا هېتې نن د شورو یا چهارشنبې په ورځ دولتي تلویزیون ته وویل، چې دوی د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا لخوا له شویو څرګندونو سره موافق نه دي.

بل لوري ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی د روهینګیا له مسلمانانو څخه داسې معلومات ترلاسه کړیدي چې د میانمار یا برما پوځ او امنیتي ځواکونو له دوی سره د جنسي تیریو په ګډون ګڼ نور بشري تیري ترسره کړیدي.

د امریکا متحده ایالات وايي، دوی دغه معلومات په بنګلدیش کې د روهینګیا د کډوالو په کمپ کې له زرو څخه د زیاتو مرکو په ترڅ کې راټول کړیدي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیري نیکې هیلې امنیت شورا ته د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، چې نړۍ دا څاري چې دوی د دغو حالاتو په اړه څه ډول غبرګون څرګندوي.

"د امنیت د شورا دریځ دا دی چې مونږ باید ټول هغه کسان مسول وګڼو چاچې په تاوتریخوالي کې لاس درلود او له دوی سره باید حساب وشي. "

ددې میاشتې په سر کې د ټرمپ ادارې د میانمار په پنځو پوځي مشرانو او د پوځ په دوو ټولیو باندې د کلیو د سوزولو په ګډون د ګڼو بشري تیریو له امله بندیزونه ولګول.

د ملګروملتونو ځانګړې ډلې چې په میانمار کې یې د بشري حقونو د تېریو په اړه راپور خپور کړی، د امنیت له شورا څخه غوښتي دي چې دغه دوسیه دې په هېګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې ته وړاندې کړي.

خو داسې ښکاري چې د ویټو حق لرونکي روسیه او چین به پرې نه ږدي چې دا کار ترسره شي.

په ورته وخت کې د روهینګیا کډوال چې په نړۍ کې د کډوالو په تر ټولو ستر پنډغالي یا کمپ کې ژوند کوي له ډېرو سختو ستونزو سره مخ دي.

ملګري ملتونه وايي، د روهینګیا مسلمانو کډوالو ته په هېواد کې دننه حالات دومره نه دې جوړ شوي چې دوی بېرته خپلو کورونو ته په خپله خوښه او رضا سره وګرځي.

See all News Updates of the Day

تحریک انصاف ګوند د پوځ خبري غونډه او د معافۍ غوښتنه رد کړه

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د کور کمېټۍ په غونډه کې د پوځ وياند "ډي جي آی اېس پي آر خبري کانفرنس ته غېراييني، غېر قانوني او د واک څخه ‏تجاوز او تضاداتو مجموعه" ويل شوې ده.‏

تحریک انصاف ګوند دغه پرېس کانفرنس د "پوځ د وقار او اييني کردار دپاره منفي ګرځولی او رد کړی دی".‏

ياد ګوند د کور کمېټۍ د غونډې اعلاميه تېر ماسخوتن ناوخته په اېکس (پخواني ټويټر) خپره کړې ده.‏

ويل شوي، "د ډي جي آي اېس پي ار لخوا د کروړونو پاکستانيانو نماينده سياسي ګوند انتشاري ټوله ګرځول او د معافۍ غوښتنه په متفقه توګه رد".‏

د نهې/ سه شنبې په ورځ (اوومه مې) د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شريف چودري په خبري کانفرنس کې‎ ‎د تحریک انصاف ګوند او د دغه ګوند ‏‏د مشر د نوم اخستو بغېر ويلي وو، " د انتشاري ټولې سره خبرې نه شي کېدی، خبرې اترې سياسي ‏ګوندونه کوي د انتشاري ټولې سره يواځينۍ لاره دا ده ‏‏چې د زړه نه معافي وغواړي او تعميري سياست وکړي".‏

تېر کال په نهمه مې د غبن په قضیه کې د تحریک انصاف ګوند د مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان له نيولو وروسته په دغه ورځ او لسمه مې د تحریک ‏‏انصاف ګوند غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې ‏مظاهرې کړې وې.‏

دغه ډول په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور حملې شوې وې ، اورونه لګول شوي وو، ګاډي یې مات کړي او د ‏‏‏ملک په نورو برخو کې هم سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.‏

د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د نهمې مې د پېښو مقدمې د تحریک انصاف ګوند د مشرانو او غړو پرضد درج شوې وې.‏

د پاکستان پوځ د تېر کال ‏‎2023‎م نهمې مې ته توره ورځ ويلي او په دغه ورځ شوې پېښې یې د مجرمانونو پېښو په توګه يادې کړي او غندنه یې کړې ده.

‏‏پوځ ویلي، "د نهمې مې د پېښې پلان جوړونکو، سهولت کارو او عملي کوونکو سره به هیڅ جوړ جاړړی ونه شي او نه به دوی د ملک د قانون د پښو لاندې ‏‏کولو اجازه ورکړي". ‏

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف ويلي، "د نهمې مې په پېښو کې ککړو شرخوښو، د هغو سهولت کاراو راپارونکو سره هيڅ نرمي نه شي کېدی او د ‏‏هغوی دپاره هيڅ معافي نشته".‏

د تحریک انصاف ګوند د کور کمېټۍ د غونډې په اعلاميه کې د نهمې مې د پېښو د لوړې کچې عدالتي پلټنو غوښتنه کړې ده.‏

د پوځ وياند په خبري غونډه کې ويلي وو، اوس د نهمې مې د پېښو د پلټنو دپاره د عدالتي کمېشن جوړولو ویل کيږي، نو دغه پېښې خو ښکاره دي، "خو ‏که عدالتي ‏کمېشن جوړيږي مونږ تيار يو خو که عدالتي کمېشن جوړول کيږي نو هغه دې د ‏‎2014‎م د دهرنې، پارلیمان باندې د حملې، پي ټي وي باندې د ‏حملې، آی ‏اېم اېف ته د خطونو او نهمې مې د پېښو پورې ټولې پلټنې وکړي".‏

پاکستان تحريک انصاف ګوند د مخکې نه د نهمې مې د پېښو د پلټنو دپاره د عدالتي کمېشن جوړولو غوښتنه کوي.‏

علي امين ګنډاپور: د مرکز نه به د خپلې صوبې حساب اخلم

د خېبرپښتونخوا صوبې وزيراعلی علي امين ګنډاپور ويلي، "د مرکزي حکومت نه به د خپلې صوبې حساب اخلو او که حق را نه کړل شو بيا به د ‏صوبې خلک د مرکزي حکومت خلاف غږ پورته کوي، بيا به مونږ تحریک چلوو".‏

په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف او مرکز کې د پاکستان مسلم ليګ او اتحاديانو ګډ حکومت دی.‏

ګنډا پور د جمعې په ورځ په خبري غونډه کې مرکزي حکومت ته په مخاطب کولو سره ویلي، "زمونږ د صوبې بقايات دې واپس کړي ځکه خپلو خلکو ته حق ورکول غواړو".‏

نوموړي زياته کړې، ټولو ته معلومه ده چې پښتونخوا ارزانه بجلي جوړوي پاکستان او مرکز ته ورکوي خو بيرته یې په ګرانه بيعه ورکوي او دغه شان کار د ‏ګېس هم دی.‏

هغه ويلي، که مرکزي حکومت دغه سلسله جاري ساتي نو دا ناانصافي ده.‏ د وزيراعلا په خبره، د خپلو حقونو دپاره مرکز ته وارننګ يا خبرداری ورکوي "په دهمکۍ او وارننګ کې فرق وي".‏

ښاغلي ګنډاپور ويلي، "دا وخت د بجلۍ د محکمې د ‏‎450‎‏ اربه روپو نه زياته خساره ده، په دې کې د بجلۍ د غلا په مد کې ‏‎110‎‏ اربه روپۍ زمونږ د صوبې ده. د نورې ‏خسارې زمه وار نظام دی، نظام ولې نه سمول کيږي؟ چې د کال خساره ‏‎120‎اربه روپو ته رسي".‏

ګنډاپور ویلي، په مرکز مو ‏‎1510‎ اربه روپۍ پاتې دي هغه مرکز ته ورکول وي، "يو خو زه دا واضحه کوم چې زما ولس ته دې غله ونه ويل شي، زما ولس ‏مجبوره دی، په صوبه کې د قبايلي سيمو ورګډېدو، حالاتو، امنيت، روزګار او روانو حالاتو له امله مجبوره دی، د بجلۍ غلا واپډا کوي".‏

هغه ويلي،"که صوبې ته یې حق ور نه کړل شو، نو بيا په داسې قدم اوچتولو مجبوره وي چې بيا ورته غدار ونه ویل شي، زما ‏‎1510‎‏ واجب الادا به راکوئ ‏‎110‎‏ روپۍ ترې کټ کړئ ".‏

علي امين ګنډاپور ویلي، د صوبې ولس یې لوډشيډنګ او ظلم نه شي برداشت کولی. ‏

هغه زياته کړې، د خپلې صوبې حق غواړي خېرات نه غواړي که مرکز یې حکومت وانه ورېده، بيا به د صوبې ولس د بجلۍ او ګېس دپاره، تحریک چلوي.‏

مرکزي حکومت د علي امين ګنډاپور څرګندونو ته په سمدستي ډول غبرګون نه دی ويلی.‏

په کشمير کې په انتخابي جلسو کې د پاکستان نوم ولې اخيستل کېږي؟

د هندوستان د انتظام لاندې کشمير کې د پارليماني انتخاباتو لپاره هلې ځلې په زور کې دي، او د سياسي ګوندونو مشران په خپلو جلسو جلسونو کې د اولس بنيادي مسلې راوچتولو په ځاېې په جذباتي کشالو ډېر ټېنګار کوي.

د ځايي سياسي ګوندونو نېشنل کانفرنس او پېپلز ډېموکرېټګ پارټۍ مشران په خپل انتخابي مهم کې د پاکستان نوم په پوره زور سره اخلي،‌څيړونکي وايي‌ د کشمير ځايي ګوندونو لخوا په انتخابي مهم کې د پاکستان او دفعه ۳۷۰ م مسله راوچتلو امکان شته.

د نېشنل کانفرنس صدر او پخوانی وزير اعلا فاروق عبدالله په خپلو انتخابي جلسو کې په دې خبره زور اچوي چې په جمو او کشمير کې د تل پاتې امن د پاره د پاکستان او هندوستان ترمينځ د امن خبرې په ځاېې کول ډېر مهم دی.

نوموړي په يوه تازه جلسه کې د طفېل هوشيارپوري دغه مشهوره جنګي نغمه په لوړ آواز زمزمه کولو سره ټول خلک ګوته په خله کړل، چې وايي:

( اے مردِ مجاہد جاگ ذرا، اب وقتِ شہادت ہے آیا')

"اې مجاهده لږ را پاڅه، د شهادت وخت راغلی دی"

څيړونکي دغه نغمه د جلسې د پلويانو سره سره د عام کشميري مسلمانانو د جذبو د پارولو يوه هڅه بللې.

د ياد وړ ده چې دغه نغمه په کال ۱۹۵۸م کې د چنګېز خان نومې فلم دپاره عناېت حسېن بهټي او دهغه ملګرو ويلې وه، چې د پاکستان يو ملي جنګي نغمه ده، دغه نغمه په ۱۹۶۵م او ۱۹۷۱م کې د هندوستان او پاکستان ترمينځ د جنګونو په وخت په کشمير کې د پاکستان پلوه ډلو د خوښې سندره وه.

د فاروق عبدالله ځوي او د نېشنل کانفرنس مرستيال صدر عمر عبدالله هم په خپلو تقريرونو کې پخپل انداز سره د پاکستان ذکر کوي.

عمر عبدالله د بارهموله د حلقې نه انتخاباتو کې ولاړدی او خپلې انتخابي جلسې ته يې د وېنا په وخت دعوه کړې،

" په تېرو انتخاباتو کې د پاکستاني جرنېلانو خلاف په کاميابې سره جنګېدلی او دا ځل به د ډيلي د طاقت خلاف بريا ترلاسه کوي.

پخوانۍ وزيراعلا او د پي ډي پي صدرې محبوبه مفتي هم په خپلو تقريرونو کې د هندوستان او پاکستان د امن د خبرو وکالت کوي. هغه وايي په جمو او کشمير کې د ريښتوني امن ټېنګولو چابي په هندوستان او پاکستان کې د يو سره نه، بلکه د دواړو سره په ګډه ده،

"فاروق عبدالله او محبوبه مفتي پاکستان پلوه ښکاري"

تېرو ورځو کې د يوې انتخابي جلسې په وخت محبوبه مفتي ويلي‌ وو پاکستان هېڅ کله د پامه نه شي غورځول کېدی، د هندوستان او پاکستان ترمينځ د صولې خبرې بيا عملي کېدلو بغېر په کشمير کې بدامني ودرول ګران دي.

د دغو ګوندونو لخوا بيابيا د پاکستان سره د صولې د خبرو په غوښتنو د هندوستان واکمن بهارتيا جنتا پارټي سختې نيوکې کړي دي،

د جمو او کشمير دپاره د بي جی پي مشر ترون چهګ دغې ته پخپل غبرګون کې ويلي، فاروق عبدالله او محبوبه مفتي د پاکستان پلوۍ ثبوت ورکړی او خپلې نظريي يې ښکاره کړي دي.

ترون چهګ ويلي، "د عبدالله د کورنۍ زړه او مازغه په پاکستان کې دي‌ او پلار او ځوي دواړه چې په جمو او کشمير کې څه وايي په اصل کې د پاکستان د پوځ د استخباراتي ادارې آيي اېس آيي مشران خوشحالولو غواړي.

نوموړي په کشميري اولس غږ کړی په خپلو رايو دې د دغو ګوندونو مفکوره بدله کړي او د هغوي‌خلاف دې خپلې راېې ورکړي‌ چې سبق ورته وښايي-

ياده دې وي د بهارت په لاندېني پارليمان لوک سبها د پاره انتخابات په اوه پړاونو کې کېږي، چې تراوسه يې درې مرحلې سرته رسېدلي او څلورمه مرحله به يې په ۱۳مه مۍ کېږي.

څيړونکی ډاکټر ارون کمار وايي‌ په انتخاباتو کې د کشميري سياسي مشرانولخوا د پاکستان نوم اخيستل کومه نوې خبره نه ده، چې داسې دوي خپل پلويان راپاروي، او ووټونه ترې اخلي.

خو نوموړی وايي د اګست ۲۰۱۹ م نه راپدېخوا د کشمير ځمکني حالات بدل شوي چې ځايي سياسي مشرانو له په دې پوهېدل پکار دي.

یادونه:- دا رپوټ له وي او اې اردو ژباړل شوی دی.

رپوټ: پاکستان کې هر کال شاوخوا شپږ لکه کسان ټي بي کیږي، تېر کال 47000 ترې مړه شوي

که څه هم ټي بي يا نري رنځ د علاج وړ ناروغي ده، خو په بلوچستان کې ډاکټران وايي چې دا ناروغي اوس ډېره زياته شوې ده او تېر کال هم 47000 پاکستانيان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

د پاکستان د ټي بي کنټرول پروګرام چارواکي وايي پاکستان په نړۍ کې د ټي بي د ناروغانو له پلوه پینځم هيواد دى.

د دوى په خبره د کورونا ناروغۍ پر مهال د ټي بي د ناروغو شمېر کم شوی وو، چې په کال کې به د 475,000 ناروغان رپوټ کېدل خو وایي د هغه په نسبت اوس په کال کې تر شپږ لکه ډېر کسان په دې ناروغۍ اخته کیږي.

حکومت د ټي بي د نورو ناروغانو د معلومولو او د علاج لپاره هلې ځلې نورې هم زياتې کړې دي.

د کوټې د بروري په ټي بي روغتون کې بستر د ضلع پښین د بوستان کلي اوسېدونکى 65 کلن پاینده خان له تېرو دوولس کالو څخه د ورپېښې ناروغۍ د تشخيص په لټه کې دى.

پاینده خان وي او اې ډیوه ته وویل د دې لپاره د پاکستان د پنجاب، سیند او پښتونخوا يو شمېر شخصي روغتونو ته ورغلی، خو اوس ډاکټرانو ورته ويلي چې د سږو یا پښتورګو ټي بي ناروغي ور پورې ده:

"د ساه تکلېف مې دی، سا مې بنديږي، وايي سږى دى وچ دى او زخم هم پکښې دى، وايي چې اوس ګولۍ درکوو، دا به پرله پسې خورې".

ډاکټران وایي په نري رنځ یا ټي بي اخته کسانو د ټوخي او بلغمو له امله هغه خلک ډیر په اسانه په دې ناروغۍ اخته کېدی شي چې له ناروغۍ سره نیژدې خصوصاً د کورنۍ خلک یې وي.

د صحت ماهرین وايي په بلوچستان صوبه کې د ټي بي د رنځ خورېدو سبب په لرې پرتو سيمو کې د کویلو یا ډبرو سکرو په کانونو کې کاركوونكي هغه خلک د ټي بي د رنځ اسان هدفونه دي چې سګرېټ، چیلم او نورې نشې کوي.

ډاکتران وايي په بلوچستان صوبه کې په خلکو کې د دغې ناروغۍ په حقله د پوهې راوستو زیات ضرورت دی ځکه چې وایي‌ زیاتره خلک په دې لا هم نه دي پوهېږي چې دا ناجوړي نورو خلکو ته څنګه ور خپریږي.

د ټي بي یو بل ناروغه ثناء الله وایي، تر دې ناروغۍ مخکې یې وزن 94 کيلوګرامه وو خو اوس يو دم 66 کیلوګرامه ته را ټېټ شوی دی. ثناء الله وي او اې ډیوه ته وویل:

"ټوخی مې کېږي، د شا ولي او سینه مې درد کوي، بلغم هم د وینې والا نه وي، لاسونه او ګونډو به مې درد کاوه، سهار وختي به مې ېخ کېده، کله به مې بيا ګرمي کېده، ټي بي ناروغه زما کورواله [مېرمن] وه ".

په بلوچستان کې د نري رنځ يا د ټي بي د مخنيوي پروګرام وایي د نړيوال فنډ په مالي مرسته د صوبې د لرو پرتو سيمو په ټولو غټو ضلعي هسپتالونو کې یې د ټي بي د علاج لپاره جديد مشینونه لګولي چې د ټي بي ډېر سم تشخيص پرې کېږي وایي دوی بيا ناروغو ته وړيا ټولې دواياني هم ورکوي.

د ټي بي پروګرام په وینا دا ناروغي په صوبه کې ډېره په تېزۍ سره خوريږي، چې له دوى سره تر 15000 زيات د ټي بي نوي ثبت شوي ناروغان دي.

په بلوچستان کې د ټي بي د مخنيوي پروګرام مشر ډاکټر آصف بلوچ د روغتيا د نړوالې ادارې د رپوټ په حواله وایي، دلته هر کال د ټي بي ساده کېسونه تر 32000 زيات وي:

"د مصنوعي ذهانت ډېجيټل اېکسرې موږ تر لاسه کړې دي، يو څه نورې راځي دا موږ د بلوچستان و ټولو ضلعو ته ورکوو، چې د مصنوعي ذهانت په زریعه به یې علاج وشي ".

د پاکستان د ټي بي کنټرول پروګرام چارواکي وايي پاکستان په نړۍ کې د ټې بي د ناروغانو پنځم متاثره هيواد دى او تېر کال هم 47000 پاکستانيان له ټي بي ناروغۍ څخه مړه شوي دي.

که څه هم د ډاکټرانو نړیوال سازمان (ایم ایس ایف) وایي په پاکستان کې د مزاحمتي ټي بي په سلو کې 75 پېښې نه پېژندل کېږي خو په بلوچستان کې د روغتيا ماهرين وايي اوس د دې تشخيص هم ممکن دی، د دوى په خبره چې کوم ناروغه د ټي بي علاج په منځ کې پرېږدي هغه بيا مزاحمتي شي.

په کوټه کې د ټي بي ماهر ډاکټر نصرالدين وایي، "ډېر داسې ناروغان دي چې هغو له مخه د ساده ټي بي علاج کړی وي، ټېسټ پر وخت نه وي شوى يا ټي بي کار ورباندې ونه كړي هغه علاج بشپړ ونه شي يو څه وخت کنټرول وي، بيا بيرته پيل شي، هغه بيا مزاحمتي ټي بي شي ".

د صحت ماهرين وايي چې په شخصي روغتونونو کې د ساده ټي بي پر علاج باندې تر درو لکو او د مزاحمتي ټي بي پر علاج باندې تر اتلس لکو روپۍ لګښت راځي چې د صوبې ډېر غریب خلک یې وس نه لري.

مولانا فضل الرحمان: پوځ دې له پخوانیو قبایلي سیمو وویستل شي، ازغن تار هیڅ ګټه نه ده کړې

په پاکستان کې د مذهبي سیاسي ګوند مشر مولانا فضل الرحمان سیاسي چارو کې د پوځ اؤ اسټیبلشمنټ په لاسوهنه کلکې نیوکې کړي اؤ ټینګار یې کړی دی چې پوځ باید له پخوانیو قبایلي سیمو پوځ وویستل شي.

د انتخابي درغلیو خلاف په ضد د زیارت په ماښام پېښور کې راجوړې شوې یوې جلسې ته خپله وینا کې مولانا فضل الرحمان ویلي، چې پوځ سیاست کې ښکاره لاسوهنه کوي.

د هغه وینا وه هر کله چې پوځ خپلې اصلي ذمه وارۍ پرېښودي اؤ سیاست ته یې لاس اچولی نو بیا دې ولس نه د درناوي کولو هیڅ هیلې نه کوي.

څيړونکي وایي مولانا فضل الرحمان په ورستيو عامو ټاکنو کې د خپل شکست ذمه وار طاقت ور فوځي اسټبلشمنټ ګڼي نو ځکه غواړي په احتجاجي جلسو کې پوځ په نښه کړي۔

پېښور کې د یو ټي وي چینل سیمه ییز مشر اؤ خبریال علي اکبر وایي مولانا فضل الرحمان چې هر کله دعوه کوي چې ده سره انتخاباتو کې زیاتی شوی دی نو له دې خو دا معنا راولاړیږي چې تر عمومي ټاکنو وړاندې هغه د ادارو سره څه ساز باز کړی ؤ اؤ‌ بیا چې د انتخاباتو نتیجې مخې ته راغلې نو مولانا سره کړې ژمنې پکې نه دي پوره شوي.

د علي اکبر په خبره "همدغه وجه ده چې مولانا صېب اوس هيڅ موقعه نه پريږدي چې په اسټبلشمنټ باندي ټکونه ونکړي"

پخپله وینا کې مولانا فضل الرحمان نیوکه وکړه چې افغانستان سره په پوله ازغن تار لګولو هیڅ ګټه نه ده کړې اؤ نن هم وسله وال په دغه پوله اوړي را اوړي.

د هغه په خبره"ماته باجوه صېب پخپله وويل مونږ ازغن تار لګولی دی، هيڅ څوک اوس نه دلته راتللي شي او نه هلته تلي شي"

خو مولانا فضل الرحمان وویل"څلويښت زره کسان هلته(افغانستان ته) لاړل، شل کاله هلته جنګيدل او بيا يې ستاسو لګول شوی باړ والوځولو او واپس راغلل نن بيا ولي زما ژوند په خطره کې دی که چيرته تاسو واقعي زما محافظ یئ؟"

تېره اوونۍ د پاکستان د پوځ ویاند یو مطبوعاتي کانفرنس ته وویل، هره ورځ د ترهه ګرۍ په ضد نزدي سل پوځي عمليات کيږي .

څيړونکي وایي مولانا فضل الرحمن ګڼي چې د پوځي اسټبلشمنټ په ضد د سخت دريځ خپلو لو له لارې یو وارې بیا خپل بايلي سياسي طاقت ترلاسه کولی شي۔

خبریال کاشف الدين سيد ډیوه ته وایي،مولانا فضل الرحمان په دې خبره پوهه دی چې په موجوده حالاتو کې اسټیبلشمنټ ضد بیانه ولس قبلوي ځکه یې د پوځ په ضد سخته بیانیه خپله کړې ده.

د هغه په خبره "دي وخت (د پوځ ضد بیاننه) د خلکو ذهين ته هم اپيل کوي او که زه دا خبره په ډيرو اسانو ټکو کې وکړم نو په دي وخت کې انټي اسټبلشمنټ بيانيه چې ده نو دا خلک خوښوي او مولانا صېب د ولس د مزاج نه هم خبر دی او د خپل سياسي ماحول نه هم خبر دی‘‘

څيړونکي دا هم وایي چې د پوځ او د تحريک انصاف ترمنځ په روانه د بيان او دريځ کشاله کې د مولانا فضل الرحمن ميدان ته رادانګل به د هېواد سياسي او ټولنيز ماحول نور هم تاوجن کړي.

نور کتل

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
XS
SM
MD
LG