لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بشري حقونو د سازمان پوښتنه: د عمران خان حکومت به پښتون تحفظ موومنټ ته په مېډیا ځای ورکړي؟


د پاکستان د بشري حقونو کمیشن وایي، حکومت باید د ورځپاڼو پر وېشلو او د خبریالانو د بیان پر ازادۍ د لګېدلو بندیزونو پلټنه وکړي او دا دې هم څرګنده کړي، چې له مخکې نه د اسټېبلشمنټ تر فشار لاندې پښتون تحفظ موومنټ ته په مېډیا کې د ځای نه ورکولو پر ګام به نوی حکومت څه تګلاره خپلوي:

"د شخصي رسنیو د ادارو لکه د (ډان) ورځپاڼې په وېشلو کې د پرله پسې لاسوهنې تورونه باید وڅېړل شي او دا هم باید وکتل شي چې د سرکاري مېډیا لپاره څه ډول د بیان ازادي اعلان شوې ده، آیا په هغه کې دا هم شامله ده چې امنیتي ادارو [پوځ او استخباراتو] پر مطبوعاتو محدودیتونه لګولي وو لکه پر پښتون تحفظ موومنټ باندې".

د بشري حقونو کمیشن وایي په ځینو حساسو سیمو خصوصاً شمالي او جنوبي وزیرستان کې د بېلابېلو مسایلو په اړه د پاکستاني رسنیو د کورېج نه ورکولو خپلسرې هڅې هم د ازادې او خپلواکې مېډیا نخښې نه دي.

د کمیشن یو فعال غړی او د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر افراسیاب خټک له ډېوه رېډیو سره په خبرو کې وویل، چې که د رایې د اظهار حق باوري نه شي، نو له پښتونخوا صوبې سره د پخوانيو قبایلو سیمو ګډول هیڅ ګټه نه لري.

د بشري حقونو کمیشن د پاکستان له نوي حکومته په ټینګار سره غوښتي، چې د خپل جمهوري اعتبار د ساتلو لپاره دې په هېواد کې د بیان ازادي او تسلیم کړي او چاپي او الیکټرانک مېډیا ته ور پېښ محدودیتونه دې ختم کړي.

په اسلام اباد کې د خپل څېړنیز رپوټ د وړاندې کولو په مهال د بشري حقونو کمیشن په یوه خبرپاڼه کې د حکومت د دې دعوې هرکلی کړی، چې وایي د هېواد ټولې سرکاري رسنۍ بشپړې ازادې دي، خو وایي دا په اوړو کې د مالګې برابر کار دی او حکومت باید دا ذمه واري هم پر غاړه واخلي چې پر غیرسرکاري رسنیو د ځینو ریاستي ادارو له خوا لګېدلي بندیزونه وڅېړي.

په اسلام آباد کې خبري غونډې ته په وینا کې د ایچ آر سي پي مشر آی اې رحمن ویلي، په پاکستان کې مېډیا دومره وېرول شوې ده، چې څوک خبرو ته هم غاړه نه ږدي او که دا حالات وي نو په راتلونکي کې به ولس او مېډيا خبره خو څه چې سوچ کول به هم پرېږدي.

د کمیشن په خبرپاڼه کې ویل شوي، په پاکستان کې د مسلکي او حقیقي خبریالۍ پر ځای زیات شمېر خبریالان پر ځان سیلف-سنسرشپ عملي کولو ته مجبوره دي. کمیشن وایي دوی د کره رپوټونو په بنیاد ډېر داسې ثبوته هم تر لاسه کړي چې خبریالان او د ټولنیزو رسنیو فعال کسان د پلان شویو ګواښونو او ځورونو په وسیله ډارول کېږي:

"داسې ښکاري چې د خبریالانو او د هغوی د کورنیو پر ډارولو سرپه نه کېږي، پر سوشل مېډیا د هغوی د بدنامولو هڅه کېږي او په مرموزو تښتونو او بریدونو د غچ ورڅخه اخیستلو ډاروونکې هڅې کېږي".

کمیشن د پاکستان پر مرکزي او صوبایي حکومتونو ږغ کړی، چې په هېواد کې دي پر مطبوعاتو او د بیان پر ازادۍ د بې جوازه او غیرقانوني بندیزونو مخه ونیسي او د دې باور دې ور کړي چې کومه اداره به د ورځپاڼو په خرڅلاو او وېشلو کې لاسوهنه کوي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان تېره ورځ دا ژمنه کړې، چې سرکاري مطبوعاتو ته به ازادي ورکوي او په دې کې به یواځې د واکمن ګوند نه، بلکې د پاکستان د ټولو ګوندونو دریځ ته ځای برابر ورکول کېږي.

د ملګرو ملتونو د تعلیم، ساینس او کلتور ادارې یونیسکو په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي، چې له ۲۰۱۲م کال څخه تر ۲۰۱۶م کال پورې په ټوله نړۍ کې ۵۳۰ خبریالان وژل شوي دي، چې وایي په هغوی کې ۳۰ تنه خبریالان د پاکستان دي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG