لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال باجوه:د وزیرستان امن باید له غلیمانو خوندي وساتل شي


دپاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه ویلي د شمالي وزیرستان سیمې په زیاته برخه امن ټینګ ګړل شوی خو یوه ستونزه هم یوازې په نظامي عملیاتو نه هواریږي.

هغه ویلي افغانستان سره په پوله د ازغن تار لګولو عمل په چټکتیا سره روان دی اؤ دپولې ترڅنګ سیمو کې به پوځي عملیاتو ته دوام ورکولی شي.

جنرال باجوه دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ دشمالي وزیرستان د سفر په مهال په واڼا کې دجنوبي اؤ شمالي وزیرستان د مشرانو یوې ګډې جرګې ته کړي دي.

دپاکستان دپوځ ویاند میجرجنرال اصف غفور په ټوئټر لیکلي په دغه سفر کې دپوځ سرلښکر ته دافغانستان اؤ‌پاکستان په ګډه پوله د ازغن تار لګولو اؤ سیمه کې دامنیت په وضعه احوال تیر کړل شوی دی.

جنرال باجوه جرګې ته پخپله وینا کې وویل وزیرستان کې په لویه کچه د امن له ټینګښت راپډیخوا دخلکو دبحالۍ اؤ پرمختیا دپاره هڅې دوامداره دي .

هغه وویل ترهګري اؤ پرمختیایي کارونه په یو ځائ نه شي کیدلی ځکه نو هڅې کوؤ چې سیمه بیا له ناامنۍ سره مخ نه شي.

دپوځ سرلښکر وویل غلیمو قوتونو خپل نظر سیمه کې ترلاسه شوؤ‌ بریالیتوبونو ته نیولی خو باید دسیمې خلکې وزیرستان کې رامنځته شوی امن اؤ ثبات له غلیمانو خوندي وساتي.

دپوځ ویاند پخپل ټوئټ کې نه ده څرګنده کړې چې غلیم قوتونه هغه چاته ویلي دي؟

جنوبي وزیرستان ته دپوځ سرلښکر خپل دا سفر وروسته له هغې کړی چې د روانې میاشتې په ۲۴مه نیټه شمالي وزیرستان کې دپوځ په ډزو کې دعامو خلکو د مرګ ژوبلې راپورونه مخې ته راغلل اؤ بیا میرانشاه کې په زرګونو سیمه ییزو خلکو ددغه پېښې په ضد په احتجاج لاس پورې کړو.

په ۲۶م اګست د شمالي وزیرستان څخه دپارلیمان غړي اؤ ددغه احتجاجي پرلت مشري کوونکي محسن داوړ داحتجاج ځنډولو داعلان په مهال دهغوئ ټولې غوښتنې منل شوي اؤ باور ورکړل شوی چې کوم پوځیان دې پېښه کې ککړ دي په ضد به یې پوځي محاکمه پیل شي.

خو دپوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور پخپل یو ټوئټ کې وویل چې پوځ هیچا ته د پوځي محاکمې باور نه دی ورکړی اؤ نه د پوځ‌ په ډزو څوک وژل شوي یا ژوبل شوي.

محسن داوړ د پوځي ویاند دغه ټوئټ باندې هم نیوکې کړې وې اؤ‌ تور یې لګولی ؤ‌ چې پوځ دخپلو ژمنو نه د اوښتو دود ته دوام ورکړی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG