دامریکا ددفاع وزیر ښاغلي جیمس میټس ویلي دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو اؤ پوځي مشر جنرال جوزف ایف ډنفور به راتلونکې اوونۍ داسلام اباد سفر وکړي اؤ پاکستاني چارواکو سره به دترهګرۍ په ضد په جګړه له نزدې وغږیږي.
اوړمه ورځ پنټاګان کې خبریالانو ته داحوال ورکولو په مهال جیمس میټس دا ګنګوسې هم رد کړې چې ګنې افغانستان کې د روانې جګړې واګي شخصي کمپنیو ته په لاس کې ورکول کیږي.
ددفاع وزیر وویل راتلونکي اوونۍ به دامریکا دبهرینو چارو وزیر مائیک پومپیو اؤ د پوځ مشر جنرال جوزف ایف ډنفور دپاکستان دنوي حکومت واکمنانو سره لیدنې وکړي اؤ هغوئ ته به داخبره په ډاکه کړي چې مونږ ته دخپلو ټلو قامونو دپاره څه کول پکار دي؟
جیمس میټس وویل ددغو خبرو د سر ټکی به د ترهګرۍ په ضد په جګړه غږیدل وي.
په دغه مهال دامریکايي پوځي مشر جنرال جوزف ایف ډنفور ویلی چې امریکا سویلي ایشیاء کې دائمي ګټي لري اؤ غواړي چې په دې سیمه کې خپل سفارتي اؤ امنیتي نفوذ دوامداره وساتي.
خو جنرال ډنفور دا خبره هم په ډاګه کړه چې سویلي ایشیاء کې به وخت په وختل امریکا خپل نفود یا اثر رسوخ کې بدلون راولي.
پاکستان ته لوړ پوړي امریکایي دولتي اؤ پوځي چارواکي خپل دا سفر په داسې حال کې کوي چې په ۲۵م جولایي دغه هیواد کې دترسره شوؤ ټولټاکنو په نتیجه کې نوی حکومت رامینځته شوی اؤ وزیراعظم عمران خان ویلي چې دهغه حکومت به امریکه سره د اړیکو ښه کولو هڅه کوي.
د روان کال دپیل راهسې د پاکستان اؤ امریکا اړیکې زیاتې تاوژنې شوي اؤ امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ تور لګولی چې پاکستان تیرو ۱۵ؤ کالو کې دامریکا څخه ۳۲ اربه ډالر په فریب ترلاسه کړي خو پخپله خاوره کې ترهګر ساتلي دي.
امریکا په پاکستان خپلې پوځي مرستې هم تړلي خو پاکستان دترهګرو د پاللو تورونه رد کړي اؤ ویلي یې دي امریکا دې مرستې نه ورکوي خو دترهګرو دپاللو تورونه دې پرې نه لګوي.
د پاکستان نوي وزیراعظم عمران خان سره هم تیره اوونۍ امریکا دبهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو په ټيلي فون خبرې کړې وې اؤ دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت ویلي وؤ چې په دغو خبرو کې یې ټینګار کړی ؤ چې پاکستان باید د ټولو ترهګرو ډلو په ضد رغنده ګامونه واخلي .
خو دپاکستان خارجه وزیر اؤ دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ویلي وؤ چې د مائیک پومپیو اؤ عمران خان تر مینځ شوؤ خبرو کې د ترهګرۍ په ضد دجګړې په اړوند هیڅ خبرې نه دي شوي،
امریکا دپاکستان له انکار باوجود ویلي وؤ چې هغوئ پخپله خبره ولاړ دي اؤ مائیک پومپیو عمران خان باندې غږ کړی چې دترهګرو ډلو په ضد قاطع اقدامات وکړي.