لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دبې درکه خلکو ورځ:پاکستان کې تر ټولو زیات پښتانه په زوره بې درکه کړل شوي


په ټوله نړۍ کې نن په زوره دخلکو دبې درکۍ ورځ‌ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې پاکستان کې دجبري بې درکیو کچه لوړه شوې ده اؤ تیرکال ترټولو زیات خلک دخیبر پښتونخوا صوبې څخه بې درکه شوي دي چې شمیره یې ۷۵۱ؤ ته رسیدلې ده.

ملګري ملتونه وایي په زوره دخلکو تښتونې اکثره په ټولنه کې دويرې خورولو لپاره ديوې ستراتيژۍ په توګه کارولى شي اؤ له دې امله پيداکيدونکى دعدم تحفظ احساس نه يوازې دتښتول شوو کسانو په کورنیو بلکې په ټولنه هم بدې اغیزې کوي.

د روان کال د اپریل میاشت کې دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت لخوا دبشري حقونو څخه د سرغړؤنو په اړوند یو تیار کړل شوي راپور کې ویل شوي وؤ چې تیرکال دپاکستان د څلورو واړو صوبو څخه ګڼ شمیر قامپرستان، سیاسي اؤ مدني فعالین بې درکه کړل شوي اؤ په لسګونو پکې له پورته کیدو وروسته ډبول شوي اؤ وژل شوي دي.

پښتانه تر ټولو زیات بې درکه کړل شوي

د راپور له مخې پاکستان کې دبې درکه کسانو دمعلومولو دپاره جوړکړل شوي کمیشن ته د۴۶۰۸ؤ کسانو د بې درکۍ دوسیې رسیدلي اؤ کمیشن دعوه کوي چې په هغې کې یې ۳۰۷۶ دوسیې هوارې کړي دي.

راپور کې ددغه کمیشن د شمیرو له مخې ویل شوي چې د خیبر پښتونخوا صوبې څخه تر ټولو زیات ۷۵۱،پنجاب څخه۲۴۵،بلوچستان څخه۹۸،سندهـ څخه ۵۰،قبائیلي سیمو نه ۴۸،اسلام اباد نه ۴۵، دپاکستان د ولکې لاندې کشمیر نه ۱۴ اؤ ګلګت بلتستان نه پینځه کسان بې درکه شوي دي.

خو ازادې سرچینې بیا ددغو بې درکه شوؤ کسانو شمیره ډیره لوړه ښایي اؤ وایي چې یوازې دخیبر پښتونخوا اؤ قبائیلي سیمو څخه په زرګونو کسان امنیتي اؤ استحباراتي ادارو پورته کړي چې د کلونو، کلونو څخه یې هیڅ معلومات نه دي شوي چې چرته اؤ په څه حال دي.

دبې درکه کسانو دنړیوالې ورځې په اړوند ملګرو ملتونو پخپل یو بیان کې ویلي چې په زوره تښتونې يوه نړيواله ستونزه جوړه شوې ده او دا دنړۍ کومې يوې برخې پورې محدوده نه ده.

دملګرو ملتونو په بیان کې راغلي چې په زوره دخلکو تښتونې دپوځي امريتونو اؤ‌ دسياسي مخالفينو تر فشار لاندې دراوستو دپاره هم کیږي.

دکال ٢٠١٠ په ٢١ دسمبر ديو قرارداد له لارې دملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ دنړۍ په بيلا بيلو برخو کې دجبري تښتونو په زياتيدونکو پېښو،دخلکو دهیڅ بیڅه نیول کیدلو او په بند کۍ دساتلو په پېښو انديښنه څرګنده کړې وه اؤ ویلي یې وؤ‌ چې هیڅ بېڅه دخلکو نیونې،په زندانونو کې ساتل او په زوره تښتول هم دجبري تښتونو برابرعمل دى.

همددغه قرارداد له لارې ملګرو ملتونو دټولو خلکو دجبري تښتونو څخه دژغورلو لپاره دنړيوال کنونشن دمنظورۍ هرکلى هم کړى ؤ او پريکړې شوې وه چې ٣٠م اګست به دجبري تښتونو دپېښو دښکار خلکو دنړيوالې ورځې په توګه نمانځل کيږي.

ددغه ورځې نمانځل په ٢٠١١م کې پيل شوي وؤ.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG