لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټولنیزو رسنیو پاکستاني میډیا څنګه شاته پرېښوده ؟


پاکستان کې سوشل میډيا ته د زیاتو خلکو دپام ورګرځيدلو له امله اوس د ورځپاڼو،مجلو اؤ نیوز چینلو په کتلو کې د وړاندې په پرتله دخلکو خوښي تر زیاته حده کمه شوې ده.

خو څیړونکي وایي چې اوس هم پاکستاني میډیا دخلکو د ذهنونو په اساس د ځان بدلولو سفر ډیر په ورو قلاره ساتلی اؤ دغه هیواد کې نن هم زياتره چينلونه اؤ ورځپاڼې دخبر صداقت يو جزوي شى ګڼي ، خو اوليت دې ته ورکوي چې څنګه په نورو چينلو سبقت يوسي او دنورو څخه وړاندې خبره يا خبر تر خلکو ورسوي.

په پېښور کې میشت د ټولنیزې شبکې ټوئټر یو فعال پروفیسر اعجاز خلجي وایي اوس په پاکستان کې خلک پوئ شوي چې دلته ميډیا ازاده نه ده،خپرونې یې د واقعیتونو پځایې دمصلحتونو یا اشتهارونو په اساس کیږي ځکه نو هغوئ په ميډیا ټولنیزو رسنیو ته اولیت ورکوي.

وائس اف امریکا ډيوه سره خبرو کې پروفیسر خلجي وویل دسوشل میډيا مخې ته راتلو سره یوازې پاکستان کې نه بلکې ټوله دنیا کې دمیډیا ګراف غورځيدلی اؤ اوس پخپله میډيا هم د سوشل میډیا نه موضوعات اؤ معلومات پورته کوي خو پاکستان کې بیا میډیا زیاته بې ارزښته شوې یا بې باور شوې ده.

هغه وویل پاکستاني ورځپاڼې اؤ چینلونه یوازې دخپل ګراف لوړؤلو فکر اخستي خو دګراف لوړو معیار یې هم یوازې دا ساتلی چې څنګه به خلکو ته له ټولو وړاندې خبر ورسوي ،اګر که دغه خبر باوري هم نه وي .

دپروفیسر اعجاز خلجي په وینا"د خپل گراف لوړولو په دغه زغل کې تقريباً دپاکستان ټول دټي وي چينلونه شامل دي اؤ بیا زیاتره ورځپاڼې هم په سبا دهمدې چینلو د بیړې په اساس خپاره شوي خبرونه خپروي چې عموماً زیات باوري نه وي.
هغه زیاتوي چې ګونګوسو،بريکنګ نيوز او په قياسونو د روانو پروګرامونه خپرول دپاکستان دزياترو ټيليويژن چينلونو معمول ګرځيدلى دى چې له دې امله دپاکستان وګړي هم رو ، رو د پاکستاني ميډيا دخپرونو په صداقت شکي کيږي او د موضوع د اصل حقيقت معلومولو لپاره سوشل ميډيا ته رجوع کوي.

په پاکستان کې دپوځي امر جنرال پرويز مشرف دواکمنۍ په دور کې چې کله اليکټرانک ميډيا ته زياته ازادي ترلاسه شوه او دسرکاري ټي وي چينل څخه پرته په لسګونو دټي وي شخصي چينلونو خپرونې پيل کړې، نو په دغه چينلو کې زياترو دکرنټ افيئرز يا روانو چارو پروګرامونو ته اوليت ورکړو.

او دماښام څخه وروستو به دزياترو چينلو څخه دکرنټ افيئرز پروګرامونه خپريدل.
په دغه پروگرامونو کې داولس خوښي تر دې حده ورګډه شوه چې وروستو به دډرامو ، موسيقۍ او مشغولتيا چينلونه دومره په پاکستان کې نۀ کتل کيدل ، لکه څومره چې به د روانو چارو پروګرامونه يا ټاک شوز ته پاکستاني اولس غوږ ايښودو.

دپاکستان د اردو ژبې د یو نیوز چینل خبریال ښاغلی ناصر داوړ وایی "دپرویز مشرف د دور نه وړاندې خو دلته یوه اوږده موده ورځپاڼو بادشاهي کړې ده خو دټاک شوز له امله په پاکستان کې شخصي ټي وي چینلو مقبولیت وموندو په دغه چينلو داشتهارونو باران جوړ شو او دفرنټ ميډيا څخه اليکټرانک ميډيا زياته مخکې ووتله"

هغه وایي په اولس کې داليکټرانک ميډيا دغه مقبوليت ددې جوګه شو چې دپاکستان دننه دحکومتونو په جوړولو او غورځولو ، دادارو په احتساب او دشخصياتو په مقام جوړونه کې د ميډيا رول تر ټولو مهم وګڼل شو.

هغه وایي خو اوس چې دغو چينلو دبريکنګ نيوز په ترڅ کې د ناتائیده خبرونو او افواهاتو دټاک شوز کوم کلچر رامينځته کړى دهغې له امله نۀ يواځې په پاکستان کې دننه بلکې په نړيوال کچ هم دپاکستاني ميډيا له لوري په خپريدونکو اطلاعاتو دشک کولو موقعې سيوا شوي دي،او اوس دپاکستان زياتره وګړي په يوه موضوع کې دخوښۍ اخستو او دمتوازن او حقيقي اطلاعاتو ترلاسه کولو دپاره سوشل ميډيا ته زياته رجوع کوي.

ښاغلی داوړ وایي د سوشل میډيا اهمیت ته په کتلو سره هسې خو پکار وه چې پاکستان میډیا هم خپل ځان د وخت د تقاضو اؤ د اولسي ذهنیت په اساس ډیر په چټکتیا سره بدل کړی وی خو نن هم دبدلون دغه مهم سفر ډیر په قلاره اؤ په رو جاری ساتلی دی.

د صوابۍ د یارحسین ۶۵کلن سید غفران علي شاه چې د کرکیلې د محکمې څخه ریټائرډ دی وایي دسوشل میډيا مخې ته راتلو سره یوازې دټي وي چینلونه نه بلکې ورځپاڼې هم اوس د زوال سره مخ شوي دي.

هغه وایي د تیرو ۴۰ کالو نه پرله پسې د خپل سحر پیل د ورځپاڼې په کتلو سره کوي خو په ورځپانه کې اوس خبرونه نه بلکې یوازې مضمونونه اؤ کالمونه ګوري.

دغفران علي شاه په وینا "مخکې خو به مونږ سحر ته انتظار کولو چې کله به سحر کیږي اؤ اخبار به راځي چې د ملک دحالاتو نه خبر شو خو اوس خو د سترګو په رپ کې په ټوئټر اؤ‌ فیس بک وړومبی د ټولې دنیا نه خبریږو اؤ بیا په ټي‌ وي ګانو نو د اخبارونو پکې هډو ضرورت پاتې نه شو"

خو غفران علي شاه وایي چې بیا هم د یوې نشې په توګه ورځپاڼه په تواتر سره ګوري اؤ دکالم نګارانو په کالمونو کې د هغوئ د رائیو نه ځان خبروي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG