لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برتانیا د افغانستان له هوایي ځواک سره مرسته کوي


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، د برتانیا د دفاع وزیر ورته ویلي، چې هېواد یې چمتو دی د افغانستان له هوايي ځواک سره مرسته وکړي.

ښاغلي محب دغه خبرې په کابل کې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د برتانیا ددفاع له وزیر ګېون ویلیمسن سره تر خبرو وروسته په خپلې ټوېټر پاڼې باندې لیکلي دي.

"زمونږ د لیدنې پرمهال ګېون ویلیمسن وویل چې برتانیا لیواله ده د افغانستان د هوايي ځواک د روزلو او په عصري وسایلو سمبالولو کې مرسته وکړي او وویل چې که په افغانستان کې سوله او امنیت راشي نو دوی به په برتانیه کې د ارامتیا احساس وکړي"

د ملي امنیت سلاکار دا هم وویل چې د برتانیې د دفاع له وزیر سره یې د ترهګرۍ په وړاندې د ګډې مبارزې په اړه هم خبرې کړي.

ښاغلي محب د برتانیې د دفاع وزیر ته په ځواب کې ویلي، د افغانستان حکومت ژمن دي چې په هېواد کې امنیت راولي او تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي تر څو راتلونکی نسل په ارامه خپل ژوند وکړي.

تر دې وړاندې د اګست په ۲۹ نېټه د چین د ترهګرۍ ضد ادارې کمېشنر له کابل څخه د خپلې لیدنې پرمهال د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال حکمت خلیل کرزي سره په چین کې د افغان پیلوټانو د روزلو پر سر خبرې کړې وې.

دافغانستان دفاع وزارت ویاند جنرال راد منش په تېرې جولای میاشت کې له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې ویلي وو دامهال له افغانستان څخه بهر دسیمې اونړۍ په هېوادنو کې له ۲۰۰ نه زیات پیلوټان تر رزونې لاندې دي.

نوموړي ویلي وو د امریکا متحده ایالتونو، متحده عربي امارت او د چیک جمهوریت هیوادونو ته روزنې لپاره د افغان پیلوټانو د استولو لړۍ روانه ده ترڅو افغان پیلوټان خپلې مسلکي زده کړې ترلاسه او بیرته خپل هیواد ته راستانه شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG