لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په جلال اباد کې د پاکستان د قونصلګرۍ د تړلو زياتې اغېزې به په عامو افغانانو وي


څيړونکي او افغان کډوال وايي په جلال اباد کې د پاکستان د قونصلګرۍ د تړلو څخه زیاتې اغېزې به په عامو افغانانو او سوداګرو وي ځکه چې د پاکستان سره د افغانستان د خلکو زيات تګ راتګ د تورخم د لارې کیږي او دا خلک په ويزو پاکستان ته راځي.

په کابل کې د پاکستان سفارتخانې پرون د جمعې په ورځ يو بيان کې تور لګولی چې د ننګرهار والي د قونصلګرۍ په چارو کې لاسوهنې کوي ځکه د جلال اباد قونصلګري تړي.

څيړونکی او خبريال طاهرخان وايي، "د قونصلګرۍ د تړلو تر زياتې اغېزې په عامو افغانانو وي ځکه چې د جلال اباد په قونصلګرۍ کې په يوه ورځ کې په زرګونو ويزې افغانانو ته ورکول کيږي چې پکې عام خلک، ناروغان، زده کوونکي او کاروباري خلک پاکستان ته راځي".

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل پاکستان ته د افغانستان نه د تورخم د لارې په يوه ورځ کې په زرګونو خلک راځي دا شمېره د کال ۲۰۱۶م نه وړاندې چې ويزې نه وې پوله ازاده وه ډېره زياته وه که څه هم اوس کمه شوې ده خو بيا هم ډېر خلک پاکستان ته راځي.

هغه وويل نن د خالي، شنبې ورځ چې په افغانستان کې د اوونۍ لومړۍ کاروباري ورځ ده خلک به د ستونزو سره مخ کيږي چې ويزې ورته نه ترلاسه کيږي.

نوموړي زياته کړه د هغه په نظر داسې نه ښکاري چې دا به د دواړو هېوادونو په سفارتي چارو ډېرې اغېزې ولري ځکه چې د پاکستاني سفارتخانې او ننګرهار د ګورنر لخوا ښکاره تورونه لګول شوي دي.

"د پاکستان سفارتخانې په قونصلګرۍ کې د ننګرهار د والي د لاسوهنې تور لګولی او د ننګرهار ګورنر تور لګولی چې د خلکو نه د ويزې په سر بډې رشوتې اخيستل کيږي نو دا اوس د دواړو هېوادونو زمه واري جوړيږي چې دا تورونه وڅيړي".

په پېښور کې د افغان کډوالو د کمېټۍ يو غړی شېرزاد هم وايي د قونصلګرۍ د تړلو نه عام خلک په دې ډول زيات اغېزمن شي،

"لکه د پاکستان نه څوک وطن ته لاړ شي نو دا خلک په ويزو تګ راتګ کوي دا اوس هلته د ويزې د لاسه ګېر شو يا دلته خلک روغتونونو ته راځي نو چې ويزه ورته نه مېلاويږي د ډېرو ستونزو سره به مخ کيږي".

شېرزاد وويل "د افغانستان د خلکو په خېبرپښتونخوا کې د خلکو سره غم ښادي ده، مړی ژوندی کوي نو چې قونصلګري تړل کيږي او ويزې نه وي دا هر څه به پاتې شي".

د افغان دولت او پاکستان لخوا د دې خبر خپرېدو پورې په دغه اړوند کوم رسمي غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG