لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محمودخان:سي پیک پروژه کې به دپښتونخوا صوبې حقونه اخلو


دخیبرپښتونخوا صوبې نوې وزیراعلی ښاغلي محمود خان ویلي دهغه حکومت به هڅه وکړي چې د پاکستان اؤ چین د جوړیدونکې اقتصادي لارې یا سي پیک ځینې هغه د عمل جوګه منصوبې خپلې صوبې ته راوړي چې تیر حکومت یې پښتونخوا صوبې ته له ورکولو ډډه کوله.

خو څیړونکي وایي دتحریک انصاف مرکزي حکومت به هم پنجاب کې دخپل سیاسي مستقبل خوندي کولو دپاره دپښتونخوا صوبې په پرتله دپنجاب ترقۍ اؤ خوشحالۍ ته زیات پام وګرځوي.

تیره ورځ دپارلیمان دغړو اؤ‌ بیلابیلو ډلو سره لیدنو کې وزیراعلی محمود خان ویلي دمسلم لیګ په تیر حکومت کې خیبر پښتونخوا صوبې سره انصاف نه کیدلو خو د پاکستان تحریک انصاف چې اوس په مرکز، پښتونخوا اؤ پنجاب صوبو کې حکومتونه لري دا دخیبر پښتونخوا دپاره دنیکمرغۍ خبره ده اؤ هیله ده اوس به صوبه دخپلو ټولو حقونو نه برخمنه شي.

پاکستان کې د مسلم لیګ نواز په تیر حکومت دقام پرستو سیاسي ګوندونو اؤ مدني فعالانو لخوا نیوکې کیدلې چې په سي پیک کې یې دګټې وړ ټولې منصوبې د پنجاب ځولۍ ته اچولي اؤ خیبر پښتونخوا صوبه یې په دغه لویه پروژه کې له پامه غورځولې.

خو ښاغلي محمود خان ویلي د هغه حکومت به هڅه وکړي چې د سړکونو،اور ګاډي،دصوبې دخام تیلو دصنعتونو،دتیلو،ګیس اؤ سیلګرۍ دپرمختیا دعمل جوګه پروژې په سي پیک کې دخیبر پښتونخوا دپاره ترلاسه کړي‌ اؤ ددې دپاره به په مناسب فورم ګټورې خبرې وکړي.

وزیراعلی دا هم ویلي چې حکومت به یې صوبه کې شامل کړل شوؤ قبائیلي سیمو ته ځانګړی پام ګرځوي اؤ دغلته به دچټک پرمختیا دپاره بیړني ګامونه اخلي.

د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف په سیاسي هلو ځلو زور نظر لرونکی خبریال ښاغلی یاسر حسین وایي د تحریک انصاف د حکومت لخوا دخیبر پښتونخوا د پسماندګۍ ختمولو هوډ د ستائیلو دی خو سیاسي تقاضې به دعمران خان حکومت د ژمنو مخې ته دیوال کیږي.

وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې ښاغلي یاسر حسین وویل د تحریک انصاف دننه دخیبر پښتونخوا صوبې په هکله دوه سوچونه موجود دي،

دهغه په وینا"دګوند مرکزي قیادت کې څه خلک په دې نظر دي چې دتحریک انصاف جرړې په پښتونخوا کې دي ځکه نو دخپل روښانه مستقبل دپاره به دې ګوند ته زیاته پاملرنه پښتونخوا ته ګرځول وي خو ځينې مشران بیا وایي چې اوس به پي‌ ټي‌ایي ته دخیبرپښتونخوا پځایې په لویه صوبه پنجاب فوکس کول وي"

هغه وایي سي پیک کې دپنجاب نه پروژې شوکول اؤ پښتونخوا ته ورکول به دعمران خان دمرکزي اؤ پنجاب حکومت دپاره یو ستر چیلنج وي اؤ سیاسي تقاضي به عمران خان دغې ګام اخستلو ته پرې نه ږدي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG